ويکيپېډيا pswiki https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%84%D9%88%D9%85%DA%93%DB%8C_%D9%85%D8%AE MediaWiki 1.39.0-wmf.23 first-letter رسنۍ ځانگړی خبرې اترې کارن د کارن خبرې اترې ويکيپېډيا د ويکيپېډيا خبرې اترې دوتنه د دوتنې خبرې اترې ميډياويکي د ميډياويکي خبرې اترې کينډۍ د کينډۍ خبرې اترې لارښود د لارښود خبرې اترې وېشنيزه د وېشنيزې خبرې اترې تانبه د تانبې خبرې اترې TimedText TimedText talk Module Module talk Gadget Gadget talk Gadget definition Gadget definition talk کينډۍ:په دې ورځ/۲۰۲۱ 10 55041 284266 283856 2022-08-11T06:04:52Z 111.119.183.22 wikitext text/x-wiki {{In the news/image |image = Mohammed Daoud Khan.jpg |width = x100 |caption =<div class="center">سردار داود خان</div> |title = |alt = |link = |border = no }} <!--لاندې برخه مه ښوروئ--> {{#time:نن د F jمه کال Y[[#عیسوی تقویم|م]]}} دی: <!--پېښې --> * د اپرېل پر ٢٨مه د خلق ګوند وفادارو ځینو دولتي ځواکونو د وسلوالې کودتا په ترځ کې د افغانستان لومړی ولسمشر [[سردار محمد داود خان]] په خپل کاري دفتر ارګ کې شهيد کړ. او دا ورځ د ثور انقلاب د ورځې په نامه هم يادېږي. :{{لاندې اړين ليک|'''[[کينډۍ:په دې ورځ/۲۰۲۱|نور ورګډول]]'''}} <noinclude></noinclude> cwft6xesi6b70om06qlvuhl5weazeqs د کارن خبرې اترې:THENEWS2DAY 3 59056 284265 275928 2022-08-11T05:58:23Z 110.39.64.127 /* ASHFAQ REHMANI, CEO #thenews2day. [ www.thenews2day.com */ نوې برخه wikitext text/x-wiki {{ښه راغلئ|realName=|name=THENEWS2DAY}} -- <span style="font-family: MCS Quds SU normal; font-size: 15px; text-shadow: silver 0.2em 0.2em 0.1em;"> '''[[کارن:Af420|<font color="black">'''Af420''']]''' </span> <sup><font face="MCS Quds SU normal" size="3">'''[[د کارن خبرې اترې:Af420|<font color="#69 69 69">'''اړیکه''']] '''</font></sup> ۰۷:۳۷, ۱۱ جنوري ۲۰۲۲ ([[همغږي نړیوال وخت|‌‌‌‌'''نړیوال ‌وخت''']]) == ASHFAQ REHMANI, CEO #thenews2day. [ www.thenews2day.com == Your work is going to fill a large part of your life. And the only way to do great work is to love what you do. CEO "THENEWS2DAY" [[ځانگړی:ونډې/110.39.64.127|110.39.64.127]] ۰۵:۵۸, ۱۱ اگسټ ۲۰۲۲ ([[همغږي نړیوال وخت|‌‌‌‌'''نړیوال ‌وخت''']]) qptch4oqiqsjiyfeccg3qngwtfi6vxq شہید سعد اللہ نورزئ 0 62651 284267 282995 2022-08-11T06:10:52Z 111.119.183.22 wikitext text/x-wiki سعد اللہ نورزئ داھغہ دروس دہ مقاومت وخت کی یی خپل مبارزہ در آخری پوری وکڑل آخر دا دروس شکیلاک ختم شو آؤ بیا یی پہ ھیواد کی خپل عادی ژوند کاوہ آؤ بل آخرہ چی دہ کابل سہ سفر درلود دخپل کورنئ پہ لور ھم دا وو چی دہ موٹر ٹکر کیدو لہ وجی پہ شہادت و رسیدی اللہ جل جلا لہُ دی جنت کی د ھیواد ٹولو شہیدانو سرہ لوئ مقام ور پہ برخہ کی امین یارب العالمین j6h9ar27lpgymkw375dun1ut92735a6 د احصایې او معلوماتو ملي اداره 0 62953 284261 284178 2022-08-11T05:36:57Z عثمان منصور انصاري 200 د "[[:en:Special:Redirect/revision/1039489352|National Statistics and Information Authority]]" مخ د ژباړلو له مخې جوړ شوی wikitext text/x-wiki {{توپير|Central Statistical Organisation}}   د '''احصایې او معلوماتو ملي اداره''' ('''NSIA''', {{Lang-fa|اداره ملی احصائیه و معلومات}} , {{Lang-ps|د احصایې او معلوماتو ملي اداره}})، پخوا د '''مرکزي احصایې اداره''' (CSO؛ {{Lang-fa|ادارۀ مرکزی احصائیه}} ) ; {{Lang-ps|داحصاي مرکزی اداره}} )، د افغانستان دولتي اداره ده چې د [[افغانستان]] لپاره د احصایوي معلوماتو راټولولو او ساتلو مسولیت لري. مرکزي دفتر د [[کابل]] په اوومه ناحیه کې و. <ref>{{Cite web |title=Contact Us |url=https://nsia.gov.af/contact-us |access-date=2021-08-18 |publisher=National Statistics and Information Authority}} - Dari address: "ناحیه هفتم ،سرک چهلستون، نزدیک باغ بابر، کابل، افغانستان", Pashto address: "اوومه ناحیه، د چهلستون سړک، د بابر باغ ترڅنګ، کابل، افغانستان"</ref> ددې ادارې بنسټ په لومړی ځل په 1972 کې کېښودل شو <ref>{{Cite web |title=About Us |url=https://nsia.gov.af/about-us |access-date=2021-08-18 |publisher=National Statistics and Information Authority}}</ref> == حوالې == {{لړسرچينې}} == بهرنۍ اړیکې == * [https://nsia.gov.af د NSIA ویب پاڼه] 5wwlticly7nsweiz356ywywio7sv7f5 284262 284261 2022-08-11T05:38:57Z عثمان منصور انصاري 200 مخ تش شو wikitext text/x-wiki phoiac9h4m842xq45sp7s6u21eteeq1 284263 284262 2022-08-11T05:40:40Z عثمان منصور انصاري 200 wikitext text/x-wiki {{توپير|Central Statistical Organisation}} د '''احصایې او معلوماتو ملي اداره''' ('''NSIA''', {{Lang-fa|اداره ملی احصائیه و معلومات}} , {{Lang-ps|د احصایې او معلوماتو ملي اداره}})، پخوا د '''مرکزي احصایې اداره''' (CSO؛ {{Lang-fa|ادارۀ مرکزی احصائیه}} ) ; {{Lang-ps|داحصاي مرکزی اداره}} )، د افغانستان دولتي اداره ده چې د [[افغانستان]] لپاره د احصایوي معلوماتو راټولولو او ساتلو مسولیت لري. مرکزي دفتر د [[کابل]] په اوومه ناحیه کې و. <ref>{{Cite web |title=Contact Us |url=https://nsia.gov.af/contact-us |access-date=2021-08-18 |publisher=National Statistics and Information Authority}} - Dari address: "ناحیه هفتم ،سرک چهلستون، نزدیک باغ بابر، کابل، افغانستان", Pashto address: "اوومه ناحیه، د چهلستون سړک، د بابر باغ ترڅنګ، کابل، افغانستان"</ref> ددې ادارې بنسټ په لومړی ځل په 1972 کې کېښودل شو <ref>{{Cite web |title=About Us |url=https://nsia.gov.af/about-us |access-date=2021-08-18 |publisher=National Statistics and Information Authority}}</ref> '''د احصایې او معلوماتو ملي اداره''' چې مخکې د احصایې مرکزي ادارې تر نوم لاندې کار کاوه، په ۱۳۵۱ لمریز کال کې د [[افغانستان]] اسلامي جمهوري دولت په چوکاټ کې د یوې خپلواکې ادارې په توګه جوړه شوه څو د یو ملي احصاییوی سېستم په جوړولو سره، د احصایيوي معلوماتو په ټولو برخو کې د ښه مدیریت په موخه همغږي رامنځته کړي. دا اداره د افغانستان د ادارو په کچه یو اکاډمیک او مهم بنسټ دی چې د احصایې برخه کې یې ګڼ شمېر فعالیتونه ترسره کړي چې مهمه یې د نفوسو سرشمېرنه او د لومړي ځل لپاره د سرشمېرنې په پار کور په کور نوملړ جوړول و چې د 1354-1357 کلونو پورې ترسره شو. بلاخره په 1358 کال کې په افغانستان کې د نفوسو لومړنۍ سرشمېرنه ترسره شوه. تر اوسه پورې ددې ادارې نور فعالیتونه لکه د نمونه يي سروې پلي کول، د جاريه سروې ګانو څخه د ارقامو او شمېرو راټولول او د احصاییوي معلوماتو خپرول یادولی شو. ==مخېینه== د موقتې ادارې له جوړېدو نه وروسته، د احصایې مرکزي ادارې خپل احصاییوي فعالیتونه له سره پيل کړل چې هماغه پخوانی ماموریت ( د ارقامو راټولول، یوځای کول، شننه او خپرول) وو. د احصایې مرکزي اداره په 1397 کال کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت، د اړتیا له مخې د مسلکي او مالي او اداري معاونیتونو ترڅنګ د جغرافیایي معلوماتو د انسجام او د معلوماتي سېستمونو د پراختیا او انسجام معاونیتونه یې هم د دې ادارې په تشکیلاتي چوکاټ کې اضافه کړه چې د ادارې د همدې تشکیلاتو د پراخوالي نه وروسته د ادارې نوم هم د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته واوړېد. ورپسې د ۱۳۹۷ کال د مرغومي په ۲۲ نېټه د ولسمشرۍ عالي مقام د ‍۱۲۹ ګڼې فرمان په اساس د نفوسو احوالو ثبت او تذکرو وېش خدمتونو لوی مسوولیت چې مخکې د نفوسو د احوال ثبتولو مرکزي ادارې اړوند و، ور وسپارل شول. د احصایې او معلوماتو ملي اداره د هېواد په کچه د پراخو تشکیلاتو لرونکې ده چې څلور معاونیتونه لري چې ټول د یوه عمومي ریاست اغېز لاندې فعالیت کوي. د دې ادارې احصایې معاونيت دنده لري څو د احصاييوي سېستمونو معياري جوړولو، پياوړتیا او د احصاييوي فعاليتونو پراختیا برخو کې کار وکړي، یاد معاونيت په بېلابېلو اقتصادي، ټولنیزو او چاپيريالي فعاليتونو برخو کې باکیفيته ارقام توليد او وړاندې کوي. د جغرافیایي معلوماتو معاونیت، د هېواد ټول جغرافیایي معلومات راټولوي، ثبتوي او سمبالوي. په ملي کچه د معلوماتو راټولونه، د ریموټ سینسنګ نوې ټېکنالوژۍ او د جغرافیایي معلوماتو سیستم ((Geographic Information System نه په ګټنې ترسره کېږي. د معلوماتي سېسټمونو معاونيت د نوې تېکنالوژۍ نه په ګټنې تر ډېره د ارقامو او احصاییوي معلوماتو په راټولولو، د هېواد لرې پرتو سيمو کې د اغېزمنو سروې ګانو په ترسره کولو، په واحد اطلاعاتي بانک کې د احصاييوي معلوماتو ځای پرځای کول، دولتي ادارو ته د معلوماتي سېسټمونو جوړول او پراخه کول، همدرانګه د ادارې دننه د معلوماتي ټېکنالوجۍ سېسټمونه مدیريت کوي. د احوال ثبتولو معاونیت د ژوند پېښو مدني معلوماتو د ثبتولو او د هېواد دننه او بهر کې د هویت تثبیت یوازینی مرجع ده چې هېوادوالو ته د الکترونیکي تذکرو په ګډون، دوامداره او با کیفیته خدمتونو په وړاندې کولو بوخت دی څو د ښې حکومتولۍ په رامنځته کولو کې رول ولوبوي. مالي او اداري معاونیت د همغږي رامنځته کوونکي او د نورو برخو د ملاتړ کوونکي په توګه فعالیت کوي چې تر ډېره د بشري سرچينو، خدمتونو، تدارکاتو او مالي برخو کې دې ادارې ته خدمتونه وړاندې کوي. د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې تشکیلات په مرکز کې ۳۳ ریاستونو ته رسېږي او همدارنګه ددې ادارې دفترونه د هېواد په ټولو ولایتونو کې د احصایې او معلوماتو ریاست تر نامه لاندې فعالیت کوي. ټول هغه ارقام او احصاییوي معلومات چې دا اداره یې وړاندې کوي، د شواهدو پر بنسټ ولاړه ده، په ملي کچه د پالیسیو د جوړولو او په اغېزمنو پلان ګذاریو او تصمیم نیولو کې ډ‌ېر ارزښت لري. دا اداره همدا اوس د (ځواب ویوونکي او احصاییوي اساسي سېسټم جوړول) لیدلوري لرلو، د احصایيوي ارقامو ثبتولو د یوه واحد سېسټم جوړولو په موخه او په هېواد کې د احصاییوي فعالیتونو انسجام او همغږۍ ټینګښت برخه کې کار کوي. د احصایې او معلوماتو ملي اداره د یوه ملي بنسټ په توګه، ژمنه ده څو هېوادوالو او ملي او نړیوالو بنسټونو ته چټک، باکیفیته او برابر خدمتونه وړاندې کړي. ==تشکیلاتي جوړښت== د احصایې او معلوماتو ملي اداره د هېواد په کچه پراخ تشکیلات لري، چې پکې درې معاونیتونه، یو عمومي ریاست، په مرکز کې ۲۹ ریاستونه او یو حقوقي مشاوریت او په ولایتونو کې د احصایې او معلوماتو تر نامه لاندې ۳۴ ریاستونه دي، چې ټول د دې ادارې د مقام تر اثر لاندې فعالیت کوي. مالي او اداري معاونیت مسوولیت لري، چې بشري سرچینې، اداري، خدمتونه، تدارکات او مالي څانګې مدیریت کړي او له نورو مسلکي او تخنیکي برخو سره د موخو په تر لاسه کولو کې مرسته وکړي. د احصایې معاونیت، د احصاییوي سیستمونو د پراختیا، پیاوړتیا او معیاري کولو، سروې ګانو تطبیق کولو، او د احصاییوي ارقامو او معلوماتو راټولولو، توحید، ارزولو او وړاندې کولو په برخه کې فعالیت کوي. د نفوسو د احوال ثبتولو معاونیت، د دیموګرافیکي او حیاتي معلوماتو د ثبت او د هېواد د وګړو د هویت د تثبیت مرجع ده، چې خلکو ته د کیفیت لرونکو خدمتونو وړاندې کولو په موخه کار کوي تر څو د ښې حکومتولۍ په برخه کې  د مثبت بدلون را وستلو په برخه کې خپل رول ولوبوي. د جغرافیایي معلوماتو عمومي ریاست، د هېواد جغرافیایي معلومات راټولوي، ذیرمه او مدیریت کوي او په ملي کچه معلومات د معاصرې ټکنالوژۍ لکه ریموټ سینسنګ، او جغرافیایي معلوماتي سیسټم یا  Geographic Information System (GIS)په کارولو سره راټولوي. ==لیدلوری== ځواب ویوونکي او پایښت لرونکي احصاییوي سېسټم جوړول ==ادارې تشکیلاتي جوړښت== د احصایې او معلوماتو ملي اداره د هېواد په کچه پراخ تشکیلات لري، چې پکې درې معاونیتونه، یو عمومي ریاست، په مرکز کې ۲۹ ریاستونه او یو حقوقي مشاوریت او په ولایتونو کې د احصایې او معلوماتو تر نامه لاندې ۳۴ ریاستونه دي، چې ټول د دې ادارې د مقام تر اثر لاندې فعالیت کوي. مالي او اداري معاونیت مسوولیت لري، چې بشري سرچینې، اداري، خدمتونه، تدارکات او مالي څانګې مدیریت کړي او له نورو مسلکي او تخنیکي برخو سره د موخو په تر لاسه کولو کې مرسته وکړي. د احصایې معاونیت، د احصاییوي سیستمونو د پراختیا، پیاوړتیا او معیاري کولو، سروې ګانو تطبیق کولو، او د احصاییوي ارقامو او معلوماتو راټولولو، توحید، ارزولو او وړاندې کولو په برخه کې فعالیت کوي. د نفوسو د احوال ثبتولو معاونیت، د دیموګرافیکي او حیاتي معلوماتو د ثبت او د هېواد د وګړو د هویت د تثبیت مرجع ده، چې خلکو ته د کیفیت لرونکو خدمتونو وړاندې کولو په موخه کار کوي تر څو د ښې حکومتولۍ په برخه کې د مثبت بدلون را وستلو په برخه کې خپل رول ولوبوي. د جغرافیایي معلوماتو عمومي ریاست، د هېواد جغرافیایي معلومات راټولوي، ذیرمه او مدیریت کوي او په ملي کچه معلومات د معاصرې ټکنالوژۍ لکه ریموټ سینسنګ، او جغرافیایي معلوماتي سیسټم یا Geographic Information System (GIS)په کارولو سره راټولوي. ==معاونیتونه== د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د احصایې معاونیت د هېواد په کچه د رسمي احصاييوي شمېرو (ارقامو) د راټولولو، يوځاي کولو، شننې او خپرولو په برخه کې مسوولیت او قانوني صلاحيت لري. دا معاونيت د افغانستان د احصاييوي سېستمونو معياري جوړولو، پياوړتیا، پراختيا او په اقتصادي، ټولنيزو او چاپيريالي برخو کې د کيفيت لرونکو شمېرنو د برابرولو د هڅې او لټون دنده لري. د احصایې قانون پر بنسټ، دا معاونیت د اړوندو وزارتونو/ ادارو او د ملي سروې ګانو له لارې د وګړو، سوداګرۍ، مالي مسايلو، اقتصاد، کرنې، روغتيا، چاپيريال او د وګړو د ټوليز وضعيت احصایوي شميرې راټولوي او له يوځای کولو او شننې وروسته یې خپرولو ته چمتو کوي. دغه احصاييوي شمېرې او معلومات د پاليسيو او تګلارو په جوړولو، د پراختيايي پروګرامونو په پلي کولو، ارزونو او علمي څېړنو کې ډېر اهميت لري. هغه احصايې چې د احصایې معاونيت له لارې تحليل او خپرېږي، عبارت دي له: ۱. د هېواد د وګړو شمېرنې برخه کې: په هر کال کې د ښاري، کليوالي، کوچي، ولايت، ولسوالۍ، نارينه، ښځينه او نورو ډموګرافيکي شاخصونو په توپير؛ ۲.کاري ځواک برخه کې: د کاري ځواک د ګډون کچه، بېکاره، په کار بوخت، کم کاره وګړي او نور؛ ۳. د کرنې او مالدارۍ برخو کې: اوبیزې او للمي ځمکې، بڼ، څارويو شمېر، کرنيز توليدات او نور ملکیتونه؛ ۴. د بې وزلۍ برخه کې: د بې وزلۍ تر کرښې لاندې وګړي، د عايد او لګښت د وېش شاخصونه، نابرابري او څو اړخیزه بېوزل؛ ۵. خوړو خونديتوب برخه کې: د خوړو د نه خونديتوب شديده او منځنۍ کچه او د خوړو له اړخه خوندي وګړي؛ ۶. زده کړو برخه کې: په لومړنۍ، منځنۍ، لېسه او پوهنتون کې د حضور موندنې او شموليت خالصه او ناخالصه کچه، د ځوانانو او لويانو د سواد کچه، د زده کوونکو، زده کړيالانو، استادانو، پوهنتونونو او نورو شمېر؛ ۷. روغتيا برخه کې: د روغتيايي خدمتونو د چمتوکولو، د واکسينو پلي کول، د اميدوارۍ په دوره کې پاملرنه، معلوليت، د مړينې کچه او نورې اړوندې شمېرنې؛ ۸. استوګنځي او د کورونو آسانتياوو برخو کې: د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی، د فاضله اوبو د سېستم شتون، د استوګنځي وضعيت او نور؛ ۹. کورني ناخالص توليد برخه کې: په جاري او ثابت قېمت باندې (افغانۍ او امریکایي ډالر) د کورني ناخالص توليد اضافه ارزښت، په کلنۍ او ربعواره توګه د اقتصادي ودې کچه؛ ۱۰. د بيې شاخص برخه کې: د کابل ښار او د هېواد لپاره د بيې شاخصونه په مياشتنۍ، اونيز او کلني ډول وړاندې کو؛ ۱۱. سوداګرۍ برخه کې: د جنسيت، هېواد، د سوداګرۍ بيلانس او نورو په توپير د صادراتو او وارداتو د شمېرو وړاندي کول؛ ۱۲. مالي احصايې برخه کې: د وزارتونو/ ادارو، د دولت عوايدو، د دولت په خزانه کې د موجوده پيسو، د بانکي سکټور فعاليت، قرضونو ته لاس رسي او نورو په توپير د دولت د بوديجې لګښت؛ ۱۳. د جنډر احصايې برخه کې: په بېلابېلو برخو کې د جنډر د برابري شاخصونه او پر ښځو د تاوتريخوالي کچه؛ ۱۴. د جرمونو او ترافیکي پېښو د احصاییو برخو کې. مسلکي معاونيت یاد فعاليتونه د ملي محاسباتو، اقتصادي او ټولنيزو احصايو، سيمه ييزو عملياتو، د وګړو د احصاييو او د احصايوي زده کړو او څېړنو رياستونو او د چاپيريال، طبيعي سرچينو او بنسټونو د رياست له لارې تنظيم او مديريت کوي. په نوې بڼه د شمېرو وړاندې کول د دې لامل شو چې ټولې پاليسي جوړونکې موسسې او ادارې له ځنډ پرته شمېرو ته لاس رسی ولري او د پراختيايي پروګرامونوپه جوړولو کې ترې پر وخت ګټه واخلي. اوس مهال د دولت ډېری اقتصادي او ټولنيزې پالیسۍ، تګلارې او پلانونه د هغو شمېرو پر بنسټ جوړېږي، چې د احصایې معاونيت لخوا وړاندې کېږي. د نفوسو د احوال ثبتولو معاونیت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو معاونیت په افغانستان کې د ژوند مدني معلوماتو د ثبتولو او د هېواد د ننه او بهر د هویت تثبیت یوازینۍ مرجع ده. دا معاونیت د کاغذي او الکترونيکي تذکرو وېش چارې سمبالوي او همدرانګه د حياتي خدمتونه لکه د مړينو او زېږونونو، ودونو، طلاق او کډوالۍ معلوماتو د ثبتولو چارې پرمخ وړي. د موقت ادارې په رامنځته کېدو او وروسته له هغې، حکومت دا موضوع درک کړه. په لومړي ځل د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د نفوسو د احوالو او بهرنیو وګړو د ثبتولو لوی ریاست په کال ۱۳۸۲ لمریز کې د همدې ستونزو هوارۍ په پار جوړ شو چې وروسته وروسته د کاغذي تذکرو پرځای د الکترونيکي تذکرو طرحه، د ګټنې وړ وګرځېده. که څه هم په افغانستان کې کور په کور شمېرنه، سرباز نیونه او ماليو راټولولو برخه زرکاله د مخه ان د سلطان محمود خان غزنوي واکمنۍ پورې مخينه لري، خو د تابعیت لومړۍ تذکره په ۱۲۹۸ لمریز کال کې د وخت شاهي نظام له لوري غازي شاه امان الله خان ته صادره شوه. په ۱۳۰۱ لمریز کال کې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د احصایې مرکزي اداره رامنځته شوه چې ټولو خلکو ته یې د یوې پاڼې په ډول د تابعیت تذکره وېشله چې دا بهیر تر ۱۳۱۸ کال پورې دوام وکړ. په کال ۱۳۱۸ کې د تذکرې بڼې په تغیر سره په کتابچه يي ډول نظر د هغه وخت نافذه قانون سره سمه چاپ شوه، د تذکرو وېش تر ۱۳۵۵ کاله دوام وموند او د هماغه کال په جدي میاشت کې په ټول هېواد کې د تذکرو وېش پيل شو او تر ۱۳۵۵ کاله پورې یې دوام وکړ. ددې ټولو ورهاخوا، په بېلابېلو رژیمونو کې بېلابېلې بڼې غوره کړې لکه ( ورقه يي تذکره، کتابچه يي) تذکرې وېشل شوي، چې د سموالي په صورت کې ټولې د باور وړ دي. د افغانستان ولسي جرګې په ۱۳۹۲کال کې د نفوسو د احوال ثبتولو قانون تصویب کړ او پر بنسټ یې نوم، کورنی نوم، پلار نوم، دین، اوسنی استوګنځی، اصلي استوګنځی، د زېږېدو نېټه او ځای په دوه ژبو پښتو او دري او د کارت شاته په انګلیسي ژبه لیکلي دي. په ۱۳۹۷ کال د هېواد ولسمشرۍ ماڼۍ د فرمان پر بنسټ، د نفوسو د احوال ثبتولو مرکزي اداره، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې سره مدغم شوه او اوس د (نفوسو د احوال ثبتولو معاونیت) تر نوم لاندې خپلې چارې پرمخ بیايي. د هېواد وګړو ته د الکترونيکي تذکرو د وېش لړۍ د نفوسو د احوال ثبتولو ادارې له لوري، د پخواني دولت د مشر محمد اشرف غني د فرمان پر بنسټ، نوموړي ته د ۱۳۹۷ لمریز کال د ثور میاشتې په ۱۳مه نېټه د لومړنۍ تذکرې په وېشلو سره پیل شوه. د احصایې او معلوماتو ملي اداره اوسمهال د کابل په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د الکترونیکي تذکرو ګڼ شمېر فعالې وېش څانګې لري، چې په ورځني ډول د دې تذکرو زرګونو غوښتونکو ته اړوند خدمتونه وړاندې کوي. مالي او اداري معاونیت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مالي او اداري معاونیت د بشري سرچینو، اداري او خدمتونو، مالي او تدارکاتو، د ولایتي چارو د همغږۍ او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاستونو د مدیریت دنده لري او د دې ترڅنګ له نورو تخنیکي او مسلکي څانګو سره د ادارې د موخو په ترلاسه کولو کې هم مرسته کوي. د جغرافيايي معلوماتو عمومي ریاست د جغرافيايي معلوماتو عمومي ریاست د معلوماتو د انسجام، مدیریت، راټولولو او د جغرافيايي، اقلیمي او چاپیریال اړوند ارقامو او معلوماتو د شننې او تفسیر په برخه کې او همدارنګه د (GIS) او ریموټ سینسنګ معاصرې ټیکنالوژی څخه په ګټه اخیستو او د جغرافیایي معلوماتو توحیدولو سره د ملي میکانیزم د بنسټیز کولو او د شواهدو پر بنسټ د پلان جوړونې په موخه د هیواد په کچه فعالیت کوي. د جغرافيايي معلوماتو د ملي ستراتیژۍ (Geo Spatial Strategy)، د جغرافيايي معلوماتو د پالیسۍ جوړول، د جغرافیایی معلوماتو ټکنالوژۍ په کارولو سره فضایي شننې (Planning Spatial)، د جغرافیایي ابعادو اړوند پراختیایي پروژو ثبتول، د ورښتونو د وضعیت تحلیلول، د وچکالي او سېلابونو په ګډون اقلیمي شرایطو وړاندوینې ترسره کوي. د جغرافیایي معلوماتو د ټکنالوژۍ څخه په ګټه اخیستو د غنمو، شولو، پنبې، کوکنارو او باغونو په ګډون بېلابېلې سروې ګانې او د ځنګلونو د ساحې د تثبیتولو چارې ترسره کوي. د طبیعي پېښو، برف کوچونو، سېلابونو او له هغو څخه د اغېزمن شویو وګړو اټکل او د طبیعي حوادثو له پېښېدو وړاندې خبرتیا ورکول هم د دې ریاست له اساسي دندو څخه ګڼل کېږي. د جغرافيايي معلوماتو مرکزي سېستم (National Geo Spatial Data Center) چې په هغه کې د جغرافيايي ارقامو او معلوماتو د اړتیا وړ تولید شوي او راټول شوي اساسي لایې موجودې دي، د دې ریاست لخوا رامنځته شوی او په آنلاین ډول اړمنو ادارو ته وړاندې کېږي. د جغرافيايي معلوماتو د لاېحو تنظیم، اصلاح او معیاري کول، له دولتي ارګانونو سره د اساسي مکاني لایو او سپوږمکیو انځورنو او د معاصرو جغرافیایي معلوماتو شریکول، د ملي سروګانو د تطبیق په موخه د Sample Frame تعینول او د کلیو، ولسوالیو او ولایتونو د حدودو ټاکل هم د دې ریاست له صلاحیتونو څخه ګڼل کېږي. دا عمومي ریاست له ټولو دولتي او غیردولتي ارګانونو او علمي ادارو سره همکاري لري او هڅه کوي تر څو د طبیعي سرچینو د پروګرام جوړونې، څار او ارزونې، زیربناوو، د ژوند چاپیریال او د شواهدو پر بنسټ پرېکړو د نیولو په موخه د جغرافیایي معلوماتو د ټکنالوژۍ بنسټیز کولو ته ادامه ورکړي. د ویلو وړ ده، چې د دې ادارې په تشکیلاتي جوړښت کې د معلوماتي سېسټمونو د پراختیا او انسجام معاونيت هم شامل و، چې د افغانستان اسلامي امارت له راتګ وروسته یاد معاونیت له مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سره مدغم شو. دې معاونیت له نوې ټکنالوژۍ څخه په ګټنې تر ډېره د ارقامو او احصاییوي معلوماتو د راټولولو، د هېواد په لرې پرتو سيمو کې د اغېزمنو سروې ګانو د ترسره کولو، په واحد اطلاعاتي بانک کې د احصاييوي معلوماتو د ځای پرځای کولو، دولتي ادارو ته د معلوماتي سېسټمونو د جوړولو او همدارنګه د ادارې دننه د معلوماتي ټکنالوژۍ سېسټمونو د مدیريت او پراختیا دنده پر غاړه درلودله. ==ریاستونه== ادارې د مقام تر اثر لاندې رياستونه ===د دفتر رياست=== دا رياست د رهبرۍ، مديريت او د ادارې د مقام چارو د انسجام او د فرمانونو، حکمونو او مصوبو د خپرېدو ډاډ حاصلولو په موخه جوړ شوی دی. د غونډو تنظيم او پکې ګډون کول، د مشرتابه پلاوي مرکې، د مذاکراتو لیکنو برابرول، اړونده ادارو ته د غونډو د پرېکړو ابلاغول او د ادارې مقام د لیدنو کتنو تنظیمول؛ د دې رياست له فعاليتونو څخه دي. د رسمي مکتوبونو چارو څخه څارنه، د نورو دولتي ادارو سره د ادارې د اړيکو او همغږۍ ټینګول هم د دې رياست د کاري مسووليتونو څخه ګڼل کېږي. ===د دعوت او ارشاد ریاست=== د دعوت او ارشاد ریاست د امرباالمعروف او نهی عن‌المنکر په برخه کې د ادارې کارکوونکو ته د اسلامي شریعت په رڼا کې ګټور روزنیز پروګرامونه جوړوي او دغه‌راز د منکراتو او اخلافي فساد د تثبیت او له مینځه وړلو په برخه کې کار او فعالیت کوي. د اسلامي شریعت د پوهاوي په برخه کې له روزنیزو پروګرامونو نظارت او څارنه، ټولنیز اصلاحات، د الهي لارښوونو او د شریعت د حکم مطابق د اسلام ضد تبلیغاتو مخ‌نیوی او په اداره کې د جماعت لمونځونو ترسره کول د دې ریاست له نورو مهمو دندو څخه ګڼل کېږي. ===د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست=== د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست د ادارې د فعاليتونو او لاسته راوړنو انعکاس او دولتي او خصوصي ادارو، هېوادوالو او رسنیو سره د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د اړيکو ټینګښت او اطلاعاتو شريکولو په موخه رامنځته شوی دی. دا رياست د اړیکو ټېنګولو بېلابېلو لارو چارو لکه چاپي نشریې، وېبپاڼې، ټولنیزو پاڼو او نورو ټولیزو رسنیو څخه په ګټنې اطلاع رسونه کوي. دا ریاست د عامه پوهاوي کمپاینونو، سمینارونو، مطبوعاتي کنفرانسونو، د اړیکو د برېښنايي موادو توليد او د ادارې چاپ خونې مدیريت په غاړه لري او همدارنګه له هېوادوالو او رسنیو سره د اطلاعاتو د شریکولو دنده پر مخ بیایي. ===د پلان او پالیسۍ رياست=== دا رياست د ستراتیژيکو، پرمختیايي پلانونو، د ادارې د تطبیقي چوکاټ جوړولو مدیريت او همغږي کوي او د افغانستان ملي پراختيا پلان سره په همغږۍ د ادارې د پلانونو او سټراتیژیو چارو انسجام، شننه او تجزيه کول پرغاړه لري. د پرېکړو په پار ځانګړې پالیسۍ او کړنلارو جوړول، د ټاکلو کرښو، پروسیجرونو څخه څارنه او د ادارې نورو رياستونو سره د همغږۍ مېکانیزم جوړول او د څېړنې په موخه د نورو بنسټونو مرستې جلبول هم د دې رياست له کارونو څخه ګڼل کېږي. ===د داخلي پلټنې رياست=== دا رياست، په لګښتونو کې د روڼتیا او د ادارې شتمنيو ساتلو برخو کې د مالي او حسابي چارو د څېړنې او پلټنې په پار جوړ شوی دی چې له قوانينو څخه د پلي کېدو ډاډ ترلاسه کول او له فرمانونو، مقررو، لوایحو، کړنلارو او پالیسيو څخه څارنه او ارزونه پرغاړه لري. ستونزو ته رسېدنه، د مناسبو حلارو پيداکولو په موخه د لازمو تدابیرو نیول، په اجرايي چارو کې دوراني پلټنه او کارونو کې د کیفيت لوړولو چارې هم د دې رياست له مسووليتونو څخه دي. ===د څارنې او ارزونې رياست=== دا رياست، د پرمختیايي پروژو او پلانونو د پلي کولو د څارنې او ارزونې معیارونه ترتیب او جوړوي. د څرګندو لارښوودونو پلي کول او د ادارې د پالیسيو د پلي کولو څرنګوالي په اړه څارنه او ارزونه او واکمنو مقاماتو ته یې د پرېکړو په پار وړاندې کول د دې ریاست مهمې موخې دي. د ادارې پرمختیايي بودیجې پلي کولو څخه څارنه، د لارښوودونو او سروې ګانو د پوښتنلیکونو طرحه کول، د ارقامو سمونه او په مرکز او ولایتونو کې د نظارتي چېک لېستونو منظمه څارنه؛ د دې رياست له نورو مسووليتونو څخه شمېرل کېږي. ===د آسان خدمت ریاست=== د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د آسان خدمت ریاست هېوادوالو ته د خدمتونو د وړاندې کولو د بهیر د اسانتیا په موخه کار کوي، چې په ترڅ کې یې د عامه او خصوصي سکټور خدمتونه تر یوه چتر لاندې په ښه کیفیت، په لنډ وخت او شفاف ډول وړاندې کېږي. دا ریاست د ERP سیسټم په پلي کولو سره، د برېښنایي حکومتولۍ لپاره لاره هواروي او د کار په ټولو برخو کې د کاغذ پرانۍ مخه نیسي، لکه د جوازسیر وېشلو او نوي کولو، د موټر چلولو جوازونو وېشلو او نوي کولو، د پلیټونو صادرولو، حادثاتو، د نقلیه وسایطو پلور او پیرودلو په برخه کې. د آسان خدمت ریاست د هېواد په ټولو ولایتونو کې د مرکزونو په جوړولو سره کولای شي هېوادوالو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او د فساد مخه ونیسي. په دې مرکزونو کې د ټولو اړوندو دولتي ادارو لپاره زمینه برابرېږي چې تر چتر لاندې هیوادوالو ته مختلف عامه خدمتونه وړاندې کړي. خدمتونه په داسې ډول وړاندې کېږي چې خلک د آسان خدمت مرکزونو ته مراجعه وکړي او په ټاکل شویو غرفو کې د خدمتونو چمتو کوونکو سره په مستقیم ډول اړیکه ونیسي او خدمتونه ترلاسه کړي. ===ولایتونو کې د احصایې او معلوماتو ریاستونه=== دا رياستونه د احصايې او معلوماتو ملي ادارې ساحوي دفترونه دي، چې هېوادوالو ته د خدمتونو د وړاندې کولو ترڅنګ، په ولايتونو کې د ادارې د مشرتابه او دولتي چارواکو د پرېکړو د تطبيق او تنظيم مسووليت په غاړه لري. د دې ادارې ولايتي ریاستونه سروې، سرشمېرنه، د GPS وسيلې له لارې د جغرافيايي سيمو کوردینات تثبیتوي او د هېواد له اتباعو څخه د نفوسو د احوال ثبتولو او د پنځو مهمو پېښو (زېږون، مړينې، ودونو، طلاق او کډوالۍ) په اړه ارقام راټولوي او د نافذ قانون، مقرراتو او تګلارو سره سم یې خلکو ته وړاندې کوي. د دې ترڅنګ د نړیوالو هوايي ډګرونو او سرحدي بندرونو له لارې هېواد ته د داخلېدونکو او وتونکو بهرنیو اتباعو ثبتول، د اساس کتابونو (کاغذي او الکترونیکي تذکرو) د ارشیف ساتنه او د ولسوالیو په توپیر د هغوی تنظیمول او د اقتصادي او ټولنیزو احصایو راټولول د نوموړو ریاستونو دنده ده. د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ولایتي ریاستونه په ۱۳۹۷ کال کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د ادارې د خدمتونو وړاندې کولو د بهیر د ښه مدیریت او چټکتیا په موخه تاسیس شول چې په مرکزي کچه دوه آمریتونه (د احصایې آمریت او د نفوسو د ثبت آمریت) او همدارنګه د هیواد په ټولو ولسوالیو کې د احصایې او معلوماتو آمریتونه لري. ==حقوقي مشاوریت== د حقوقي مشاوریت دفتر د قوانینو، مقرراتو، طرزالعملونو او تګلارو د طرحې، تسوید او تعدیل په برخه کې د ادارې مشرتابه پلاوي ته اړينې مشورې ورکوي او د قراردادونو او هوکړه لیکونو د حقوقي متن په تسوید، مطالعه او چمتو کولو کې د هېواد د قوانینو سره د سمون په موخه له هغوی سره مرسته کوي، او د ریاست الوزرا درانه مقام حکمونه او فرامین او د کابینې مصوبې لولي او تشریح کوي تر څو په سم ډول عملي شي. دغه راز د حقوقي مشاوریت دفتر د حقوقي مسلو او ستونزو، تړونونو، قضایاو او ورته فعالیتونو په اړه حقوقي مشورې وړاندې کوي او د ادارې له اړوندو څانګو سره په همغږي د ادارې د کارکوونکو د قضيو او حقوقي دعوو څېړل او په اړه یې مشورې ورکول د نوموړي دفتر له کاري مسووليتونو څخه دي. ==د مالي او اداري معاونيت تر اثر لاندې رياستونه== ===د بشري سرچينو رياست=== دا رياست د ظرفيت جوړولو، د کارکوونکو ګمارلو، د ادارې سټراتیژۍ پلي کولو، کارکوونکو ته د خوندي چاپېريال برابرولو، د سروې ګانو د اجراييه میتودولوجۍ ترسره کولو او د ادارې احصاييوي کارونو کې د سافټ ویرونو ډیزاین او پلي کول برخو کې فعاليت کوي. د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون او ملي خدمتونو انسټیټیوټ سره د همېشنو اړیکو او همغږۍ ټینګول، د بشري سرچينو د معلوماتو مدیريت برخه کې د سېسټمونو پراختیا او پروخت د کارکوونکو د ترفېع او تقاعد اجراات، هم د دې رياست له واکونو څخه دي. د خدمتونو او اداري چارو رياست دا ریاست د اداري پالیسیو، ستراتيژیو او د ادارې کلنيو پروګرامونو جوړولو او د ادارې نورو برخو ته د اسانتیاوو برابرولو او خدمتونو وړاندې کولو برخه کې کار کوي. د ادارې له تجهیزاتو، دفتري وسایلو او کمپیوټري توکو څخه په سمه توګه کارونې برخه کې له مرکزي او ولایتي مرکزونو څخه ډاډ ترلاسه کولو برخه کې فعاليت کوي. د ټرانسپورټ سېسټم څخه څارنه، د وسایطو جوړولو او د ټکنالوژیکي وسایلو خدمتونه، د برېښنا سېسټمونو څخه ساتنې په موخه د اغېزمن مېکانیزم جوړول او پراختیا، اوبه رسونه، ودانیز او خدماتي چارې، د دې رياست له واکونو څخه دي. ===د تدارکاتو رياست=== دا رياست د تدارکاتو قانون او کړنلارو د پلي کېدو څارنې، له طرحو څخه څارنه، د داوطلبۍ سندونو ترتیب او تاييد، شرطپاڼې، د نرخ اخیستو اسنادو وړاندیزونه، تدارکاتي اعلانونه او د اسنادو او وړاندیزونو وړاندې کولو په موخه کار کوي څو تدارکاتي بهیرونه په سمه توګه ترسره کړي او د معیاري تدارکاتي اسنادو پړاوونو طی کولو برخه کې فعاليت کوي. د افر پرانیستو پلاوي د ټاکلو وړاندیز، پېرلو ارزونې او نور تدارکاتي بهیرونو ترسره کول هم د دې رياست له واکونو څخه دي. ===مالي او حسابي رياست=== دا رياست د کاري پلان پلي کولو، د مالي چارو سنبالښت، د پراختيايي او عادي بودیجې تنظیم، د بودیجوي فورمو طرح او ترتیبول، نورو ادارو او اغېز لاندې رياستونو سره د همغږۍ په موخه د اړيکو ټینګښت مېکانیزمونو جوړولو برخه کې فعاليت کوي. د مالیې وزارت په استماعيه کمېټه کې د کلنۍ بودیجې څخه دفاع او ستونزو حل په موخه پرېکړې، د یوه ځواکمن او سالم مالي سېسټم پراختیا، د دې رياست له کاري واکونو څخه دي. ==د ولایتي چارو د همغږۍ او اړيکو رياست== دا رياست د ولایتي څانګو د اړيکو او همغږۍ ټینګولو، د اصلاحاتو پلي کولو، د پالیسيو تشرېح او له لېږلو څخه ډاډ ترلاسه کولو او ولایتي څانګو ته د ادارې مشرتابه د لارښوودنو او لارښوونو لېږلو په موخه جوړ شوی دی. د راپورونو راټولولو، شننې او یوځای کولو، د میاشتنیو، درې میاشتنیو او کلنيو راپورونو وړاندې کولو او د اړتیا پر مهال د لاسته راوړنو، مقرراتو او د ادارې موخو په تړاو د راپورونو وړاندې کول د دې رياست د مسووليتونو څخه دي. == د معلوماتي ټکنالوژۍ رياست== دا ریاست، مرکزي ادارې او دویمي واحدونو ته د باکیفیته معلوماتي ټکنالوژۍ خدمتونو، د شبکې محافظتي سېسټم خوندي کولو، معلوماتي ټکنالوژۍ او مخابراتو پورې اړوند تخنيکي فعاليتونو (سافټ ویر، هارډ ویر او مخابراتي سېسټم) مدیریت، څارنه او کنټرول چارې ترسره کوي. داخلي شبکو سره د تجهیزاتو نښلولو مدیریت، په انځوریز او غږیز ډول د ادارې کارکوونکو ترمنځ د اړيکو ټينګول، د معلوماتي او مخابراتي بهبود لپاره د پالیسيو طرحه کولو مدیريت، همدرانګه د ادارې وبسایټ او اطلاعاتي زېرمتون پراختیا او ډیزاین بهیر څخه څارنه هم پرغاړه لري. ==د احصایې معاونیت تر اثر لاندې رياستونه== ===د ملي محاسبو ریاست=== دا ریاست د قیم احصاييو څانګو (د بیو مستهلک برخو)، د ملي لګښتونو سنجونه (د ټولیز اقتصاد عمومي لګښتونه) ملي توليدات ( د کرنې، صنعت او خدمتونو برخه کې) اقتصادي شننې ( د ټولیز اقتصاد شننه) او ملي محاسباتو (بانکي فعاليتونه او مالي – بوديجوي احصاییو) برخو کې فعاليت کوي. د دې فعاليتونو پایله عبارت ده له؛ د قیم مستهلک شاخص خپرول (CPI) او ناخالص کورني توليدات (GDP)، د هېواد اقتصادي وده او د صنعت ټاکلو ونډه او په ناخالصو کورنيو توليداتو کې کرنه او خدمتونه دي. همدارنګه اقتصادي شننې د بدلونونو اغېزې د ناخالصو کورنيو توليداتو یو یا څو مهم لاملونه مطالعه کوي چې د دولت په مهمو اقتصادي پالیسيو کې مهم رول لري. ===د اقتصادي احصاييو ریاست=== د بې وزلۍ شننې او خوړو خونديتوب برخو کې، د کرنیزو توليداتو او صنايعو ارقامو راټولول، دولتي پانګونې، خصوصي، عامه چوپړتیاوې، کورنۍ او بهرنۍ سوداګرۍ برخو کې فعالیت کوي. پورته یاد شوي ارقام د دولتي او خصوصي او نورو اړونده ادارو سره په همغږۍ راټولوي، یوځای کوي او تحلیلوي او د اقتصادي تحلیلونو او ملي محاسباتو په موخه یې اړونده ادارو او خلکو په واک کې ورکوي. د دې رياست خپاره شوي ارقام، دولتي او خصوصي ادارو، نړيوالو بنسټونه او مدني ټولنو سره د شواهدو پربنسټ د پالیسيو په طرحه کولو کې مرسته کوي. ===د ټولنیزو احصاييو ریاست=== دا ریاست هڅه کوي څو د مسلکي کسانو نه په ګټنې، د بنسټونو ځواکمنتیا او نوي کولو او سرچینو څخه د کره، پروخت معلوماتو او ارقامو وړاندې کولو برخه کې کار وکړي. په دې برخه کې د روغتیا احصایيو (روغتونونه او روغتيايي مرکزونه، روغتيايي کارکوونکي، واکسیناسيون او درملتونونه) معلوليت، د کار احصایې (د کار ځواک او د کار بازار) ټولنیزې احصایې (کلتور، جېنډر، جرمونه او استوګنځي) او د ښوونې او تحصيل احصایې (ښوونځي، پوهنتونونه، زده کوونکي او محصلين) ارقام راټول، یوځای او تحلیلوي او دولتي، خصوصي، نړيوالو او کورنیو موسسو او څېړونکو ته دا ارقام د دوی د ګټنې لپاره وړاندې کوي. ===د ساحوي عملياتو رياست=== دا ریاست د هېواد په کچه سروې ګانې، سرشمېرنې، نمونو اخیستلو چوکاټ، د نمونه اخیستلو اندازې تثبیتول او د اړتیا وړ ارقامو اخیستو په موخه د هغوی کوډ جوړونه کوي او د احصاييوي معلوماتو بډاینې په پار یې ترتیبوي. د سروې ګانو او سرشمېرنو ترلاسه شوو ارقامو پروسس په موخه لارښوودونه جوړوي، همدرانګه د نقشو له سکېج، توپوګرافي نقشو جوړول، کړنلارې، فورمې او پوښتنليکونو نه څارنه او څېړنه کوي. په افغانستان کې د ژوند څرنګوالي سروې او اقتصادي، ټولنیزې او ډيموګرافيکي، روغتیا او ډیموګرافيکي، د کار ځواک او د کورنیو د عايد او لګښت سروې ګانې یې له مهمو هغو څخه دي. ===د نفوسو احصايې رياست=== دا رياست په دريو عمده برخو کې، د ژوند احصایې ( زېږېدنې، مړينې، ودونه او طلاقونه) د نفوسو احصایې او ډيموګرافيکي شننې (د نفوسو اټکل د ښاري، کليوال، عمر، جنس او اداري واحدونو په تفکیک) او د کډوالۍ احصایې ( نړيواله او کورني بې ځايه شوي کډوالي) برخو کې فعاليت کوي. د احصاييوي سروې ګانو او ارقامو څخه ترلاسه شوي معلومات، روانو ارقامو او نورو احصاييوي معلوماتو څخه څارنه، ارزونه او کنټرول کوي، هر کال د علمي او احصاييوي لارو څخه په ګټنې د نفوسو اړوند احصایې ترسره کوي. ===د څېړنې او زده کړو رياست=== دا رياست د څېړنې او ښوونې او معلوماتو راټولولو اړوند چارې مدیریت کوي، د احصایيوي راپورونو شننه، د څېړنې لارو چارو ښوونه، د ارقامو شننې او له ملي پروګرامونو سره سم د احصايې ملي ادارې د کارکوونکو، د دولتي ادارو د کارکوونکو او احصایې برخې د محصلینو ظرفیت لوړونه ترسره کوي. نو په دې اساس، ورکشاپونه، سيمينارونه، کنفرانسونه او د احصایې اړوند ښوونیز پروګرامونه جوړوي او له کورنيو، بهرنيو او لوړو زده کړو موسسو سره په همغږۍ د څېړنیزو او ښوونیزو پروګرامونو له څرنګوالي څخه څارنه کوي. دا رياست کابل پوهنتون کې موقعیت لري، چې د مطالعې، ښوونې او څېړنې کارونه هم محصلينو ته ښيي. ===د چاپېريال او طبیعي سرچينو د احصاییو رياست=== دا ریاست طبیعي سرچينو احصایيو په دوو عمده برخو لکه، کانونو، اوبو، ودانیو او د ژوند چاپيريال احصاييو لکه، اوبه، هوا، د ژويو ژوند او ژوند چاپيريال برخو کې فعاليت کوي. د ژوند چاپيريال احصاييو اړوند برخو، بنسټونو او طبیعي سرچینو احصایې راټولوي، يوځای او تحلیلوي او ارقام او معلومات یې دولتي، خصوصي ادارو او عامو خلکو ته په واک کې ورکوي. همدارنګه دا رياست د تلپاتې پرمختیا شاخصونو پراساس د ارقامو خلا تشخیص او د ژوند چاپيریال، بنسټونو او طبیعي سرچينو احصاييو ارقامو کیفيت کنټرولولو مسووليت پرغاړه لري او هڅه کوي څو د یادو احصایيو او ارقامو څخه د سمې ګټنې منظم سېسټم جوړ کړي. ===د معلوماتو د انسجام رياست=== دا ریاست د دولتي او نا دولتي ادارو جاريه ارقامو د توليدوونکو ترمنځ همغږي تامینوي او د معلوماتي سېسټمونو پواسطه احصایيوي ارقام او معلومات راټول او پروسس کوي او د ثبت شوو معلوماتو او ارقامو کره والی او روغ والی مدیريت کوي. د احصاييوي معیاري فورمو ډیجیټل کول او د همغږۍ جوړول د نويو سافټویرونو څخه په ګټنې د معلوماتو راټولول، د نننيو اړتیاو پراساس د ځواب ويوونکو او عملياتي سېسټمونو جوړولو سره کولای شي کره او نوي بشپړ معلومات په لږ وخت کې په چټکۍ سره د ګټې اخیستوونکو په واک کې ورکړي. ===د ارقامو د کیفیت د کنټرول آمریت=== د ارقامو د کیفیت د کنټرول آمریت د دې ادارې د څانګو لخوا د چمتو شویو ارقامو د کیفیت د تفتیش او کنټرول لپاره رامنځته شوی چې د قانون، مقرراتو او مسلکي معیارونو سره سم د ارقامو او جغرافیایي معلوماتو د کیفیت څارنه او کنټرول ترسره کوي. د تولید په ټولو پړاونو کې د معیارونو پلي کېدو څخه ډاډمنتیا، د احصایوي اصولو او قواعدو رعایت، د تعلیمي پروګرامونو او څېړنیزو فعالیتونو د کیفیت تفتیش او کنټرول، د سرشمېرنې او سروې ګانو د پړاونو د کیفیت تفتیش او کنټرول او د معیارونو له پلي کېدو ډاډمن کېدل د دې آمریت مسوولیتونه دي. ==د نفوسو د احوال ثبتولو معاونیت تر اثر لاندې رياستونه== ===د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو رياست=== دا رياست د ژوند پېښو ( زېږېدنې، مړينې، ودونو، د ودونو له منځه وړل او کډواليو) برخو کې د هېواد، ولایتونو او ولسواليو په کچه چوپړتیاوې وړاندې کوي او نور ادارو سره په ګډه د دې پېښو د راټولولو او ثبتولو چارې پرمخ وړي. د بهرنيو وګړو چارو برخه کې لکه د تابعیت اخېستل او پرېښودل، د افغانستان پرخاوره د بهرنیو وګړو داخلېدل او بهر کېدل، همدرانګه زموږ هېواد ته د هغوی د سفر موخو تشخيصولو برخه کې فعاليت کوي. د نفوسو د احوال ثبتولو قانون سره سم د ژوند پېښو ثبتولو او د زېږېدنو او مړينو برخه کې د روغتيا سېکتور، د ژوند پېښو ودونو او د ودونو پرېښودل له سترې محکمې او ولایتونو د محکمو رياستونو سره او کډوالۍ چارو کې د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت سره په کډه دا رياست کار کوي. ===د هویت د تثبیت او آرشیفونو د تنظیم ریاست=== دا ریاست د هویت تثبیتولو، په غیابي ډول وېش، د نویو او مثنی تذکرو او په بهرنیو هېوادونو کې د هېواد د اتباعو لپاره د نفوسو د ثبت د اسانتیاوو د برابرولو مسوولیت په غاړه لري. د محرمیت په ساتلو سره په ارشیف کې د اساس کتابونو سکن کول، د هویت تثبیت، او د هېواد د اتباعو لپاره د نفوسو د احوالو د ثبت د مختلفو خدمتونو وړاندې کول، آرشیف ته د تذکرو سپارل او له آرشیف څخه یې ترلاسه کول، د تابعیت د تذکرو اړوند د ټولو اسنادو ساتل او د اساس کتابونو ډیجیټل کول او د راټول شویو راپورونو تحلیل، ارزونه او پایله اخیستل د دې ریاست اصلي دندې او مسوولیتونه ګڼل کېږي. ===د الکترونیکي تذکرو د خدمتونو ریاست=== د مراجعینو لپاره د الکترونیکي تذکرو د فورمو وېش او د هغو د ترلاسه کولو لپاره د ملاتړ اسنادو چمتو کولو په اړه اړینې لارښوونې، د مراجعینو بایومتریک (د ګوتو نښان، د سترګو عنبیه نښان، عکس او ډیجیټل لاسلیک) په سمه توګه ترسره کول، په برېښنایي سیسټم کې د بایومتریک معلوماتو سمول، په مرکزونو کې د الکترونیکي تذکرو له وېش وروسته د خدمتونو چمتو کول، د هویت د تثبیت پروسې له بشپړېدو وروسته د الکترونیکي تذکرو په سیسټم کې د مراجعینو نوم ثبتول، د الکترونیکي تذکرو د کارتونو تجدید او ډیټابیس کې د کارتونو په اړه نور بدلونونه راوستل او د اتباعو د تذکرو فسخه، یا نوي کول د دې ریاست اصلي مسوولیتونه دي. ===د الکترونیکي تذکرو د تخنیکي چارو د انسجام ریاست=== په ځانګړې توګه د الکترونیکي تذکرو په برخه کې د خلکو لپاره د نفوسو د احوالو د ثبت په اړه د کیفیت لرونکو خدمتونو وړاندې کول، د الکترونیکي تذکرو له وېش وروسته خدمتونو چمتو کول او د نوم د ثبت فورمو چمتو کول، د تذکرو د چاپ سیسټم د وضعیت د ښه کولو لپاره د پالیسي طرحه کول، د کارتونو د چاپ معیاري کول، د کارت ذخیره کول، د MX چاپ ماشین د کیفیت کنټرول او د DPP اجزاوو تنظیمات، د چاپ ماشینونو تنظیمات (د سرعت ټاکل)، په چیپ کې د معلوماتو بیا لیکل او د چیپ معلومات له منځه وړل او د الکترونیکي تذکرې چیپ کارت کې د رمز بیا ټاکل د دې ریاست اصلي دندې او مسوولیتونه دي. ===د الکترونیکي تذکرو د وېش څانګو د انسجام ریاست=== د الکترونیکي تذکرو د وېش د مرکزونو د انسجام ریاست د CPF سیسټمونو له لارې د الکترونیکي تذکرو د چاپولو، د وېش د پروسې د چټکتیا، پراختیا، د اسنادو تعقیبولو د سیسټم کارولو مسوولیت لري. دغه رياست د الکترونیکي تذکرو د نورو خدمتونو لپاره د تخنيکي زیربناوو د جوړولو او د وېش پروسې د ګړندي کولو لپاره د سیسټمونو او پروګرامونو د جوړولو او پراختيا لپاره هم کار کوي. ==د جغرافيايي معلوماتو د انسجام عمومي ریاست== ===د جغرافيايي معلوماتو د انسجام ریاست=== دا ریاست د پوهنې، لوړو زده کړو او روغتیا برخه کې ټولنیزې، کمي او کیفي ملي سروې ګانې د فرېم او کچې له مخې د جغرافيايي سيمو د تثبيت، د څړځایونو اټکل، د سپوږمکۍ انځورونو نه په ګټنې د حيواناتو ژوند او له هغوی څخه د ترلاسه شویو ګټو په هکله ترسره کوي. د جفرافيايي معلوماتو راټولول او پروسس، په طبیعي پېښو کې د زیانمنو شوو سیمو په موخه د دې معلوماتو تقسیم بندي او سټنډرډ جوړول او د آفت وهلو سیمو لکه د واورو ښوېدنو، سېلاب، زلزلې، ځمکې ښوېدنې تثبیتوي او د زیانمنو وګړو د ثبت په برخه کې فعالیت کوي. ===د ریموټ سنسنګ رياست=== دا ریاست د احصاییوي معلوماتو د تحلیل او له جغرافيايي معلوماتو سره یې د یو ځای کولو، جغرافيايي معلوماتو سیستمونو ته د پراختیا ورکولو او د ارقامو د شننې په برخه کې څېړنې کوي. دا ریاست د GIS کارونې پراختیا او ریموټ سنسنګ په منظور د سپوږمکۍ نه په ګټنې د بوټو او نباتاتو سیمو معلومات راټولوي او پدې تړاو منظم پلانونه ترتیبوي او ریموټ سنسنګ ټکنالوژۍ نه په ګټنې یاد ارقام راټولوي. ===د جغرافيايي معلوماتو د زیربنا ریاست=== د افغان جیوپورټل پراختیا برخه، چې ټول راټول شوي معلومات پکې ځای پرځای شوي او په ځانګړې توګه، هغه ادارې چې د دې انلاین مرکز غړې دي، ورته د کارونې حساب جوړ شوی دی. د افغانستان لپاره د معلوماتو برخې د فارمټونو جوړولو په موخه د سپوږمکۍ انځورونو او د اساسي کرښو د تثبیت اصلاح کول، چې د ولایتونو، ولسواليو، ناحيو او کليو پولې او د سرکونو او سیندونه کرښې تثبیتول، د جغرافيايي معلوماتو دېټابیس پراختیا او طرحه کول، له دولتي ادارو څخه د معلوماتو راټولول او له توحيدولو وروسته، یاد ټول ارقام د جغرافيايي معلوماتو بانک کې دننه کول او وروسته یې د ګټه اخیستوونکو په واک کې ورکول، د دې ریاست له مهمو او بنسټیزو دندو څخه شمېرل کېږي. ==ماموریت:== د احصایې سېسټم مدیریت، پیاوړي او معیاري کول؛ د اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو په بېلابېلو برخو کې د باکیفیته ارقامو د تولید او وړاندې کولو په موخه د احصاییوي فعالیتونو پرمختگ او پراختیا ==موخې== ۱- د احصایيوي ارقامو ثبتولو د یوه واحد سیسټم جوړول ۲- په هېواد کې د احصاییوي فعالیتونو انسجام او همغږۍ ټیګښت ==تړلې لیکنې== ==سرچینې== {{لړسرچينې}} == بهرنۍ اړیکې == * [https://nsia.gov.af د NSIA ویب پاڼه] ejxltnphf1lfjpp7rflwvk7wyz5c72l د احصایې او معلوماتي ملي اداري 0 63093 284268 283402 2022-08-11T06:41:30Z EmausBot 3239 ربات: اصلاح تغییرمسیر دوتایی به [[د احصایې او معلوماتو ملي اداره]] wikitext text/x-wiki #REDIRECT [[د احصایې او معلوماتو ملي اداره]] ij62w6j41il6g7u0gdib56tc50gtm0i د کارن خبرې اترې:南賀之風 3 63517 284256 2022-08-10T14:07:58Z ښه راغلاست پیغام ورکوونکی 11444 د يوه نوي کارن د خبرواترو مخ کې د [[ښه راغلئ|ښه راغلاست پيغام]] ورگډوي wikitext text/x-wiki {{ښه راغلئ|realName=|name=南賀之風}} -- <span style="font-family: MCS Quds SU normal; font-size: 15px; text-shadow: silver 0.2em 0.2em 0.1em;"> '''[[کارن:Af420|<font color="black">'''Af420''']]''' </span> <sup><font face="MCS Quds SU normal" size="3">'''[[د کارن خبرې اترې:Af420|<font color="#69 69 69">'''اړیکه''']] '''</font></sup> ۱۴:۰۷, ۱۰ اگسټ ۲۰۲۲ ([[همغږي نړیوال وخت|‌‌‌‌'''نړیوال ‌وخت''']]) 5jx2qr9sa96o1heocx67frknnrsfn2f د کارن خبرې اترې:Alirezashredder 3 63518 284257 2022-08-10T20:22:30Z ښه راغلاست پیغام ورکوونکی 11444 د يوه نوي کارن د خبرواترو مخ کې د [[ښه راغلئ|ښه راغلاست پيغام]] ورگډوي wikitext text/x-wiki {{ښه راغلئ|realName=|name=Alirezashredder}} -- <span style="font-family: MCS Quds SU normal; font-size: 15px; text-shadow: silver 0.2em 0.2em 0.1em;"> '''[[کارن:Af420|<font color="black">'''Af420''']]''' </span> <sup><font face="MCS Quds SU normal" size="3">'''[[د کارن خبرې اترې:Af420|<font color="#69 69 69">'''اړیکه''']] '''</font></sup> ۲۰:۲۲, ۱۰ اگسټ ۲۰۲۲ ([[همغږي نړیوال وخت|‌‌‌‌'''نړیوال ‌وخت''']]) lyn1hlnj6r48ga82ml6kph963yxjqiu د کارن خبرې اترې:Iamansaar 3 63519 284258 2022-08-10T20:35:37Z ښه راغلاست پیغام ورکوونکی 11444 د يوه نوي کارن د خبرواترو مخ کې د [[ښه راغلئ|ښه راغلاست پيغام]] ورگډوي wikitext text/x-wiki {{ښه راغلئ|realName=|name=Iamansaar}} -- <span style="font-family: MCS Quds SU normal; font-size: 15px; text-shadow: silver 0.2em 0.2em 0.1em;"> '''[[کارن:Af420|<font color="black">'''Af420''']]''' </span> <sup><font face="MCS Quds SU normal" size="3">'''[[د کارن خبرې اترې:Af420|<font color="#69 69 69">'''اړیکه''']] '''</font></sup> ۲۰:۳۵, ۱۰ اگسټ ۲۰۲۲ ([[همغږي نړیوال وخت|‌‌‌‌'''نړیوال ‌وخت''']]) 3z7yvvawhcxvltct7b6x9xe3jr07s7b د کارن خبرې اترې:Al Houssein 3 63520 284259 2022-08-10T21:13:01Z ښه راغلاست پیغام ورکوونکی 11444 د يوه نوي کارن د خبرواترو مخ کې د [[ښه راغلئ|ښه راغلاست پيغام]] ورگډوي wikitext text/x-wiki {{ښه راغلئ|realName=|name=Al Houssein}} -- <span style="font-family: MCS Quds SU normal; font-size: 15px; text-shadow: silver 0.2em 0.2em 0.1em;"> '''[[کارن:Af420|<font color="black">'''Af420''']]''' </span> <sup><font face="MCS Quds SU normal" size="3">'''[[د کارن خبرې اترې:Af420|<font color="#69 69 69">'''اړیکه''']] '''</font></sup> ۲۱:۱۳, ۱۰ اگسټ ۲۰۲۲ ([[همغږي نړیوال وخت|‌‌‌‌'''نړیوال ‌وخت''']]) f1zc6ck6nrq6k43ykauverprmfqhkuw د کارن خبرې اترې:محمدرفیق زاهدی 3 63521 284260 2022-08-11T05:35:39Z ښه راغلاست پیغام ورکوونکی 11444 د يوه نوي کارن د خبرواترو مخ کې د [[ښه راغلئ|ښه راغلاست پيغام]] ورگډوي wikitext text/x-wiki {{ښه راغلئ|realName=|name=محمدرفیق زاهدی}} -- <span style="font-family: MCS Quds SU normal; font-size: 15px; text-shadow: silver 0.2em 0.2em 0.1em;"> '''[[کارن:Af420|<font color="black">'''Af420''']]''' </span> <sup><font face="MCS Quds SU normal" size="3">'''[[د کارن خبرې اترې:Af420|<font color="#69 69 69">'''اړیکه''']] '''</font></sup> ۰۵:۳۵, ۱۱ اگسټ ۲۰۲۲ ([[همغږي نړیوال وخت|‌‌‌‌'''نړیوال ‌وخت''']]) ial7fj3yb61rtru1d4uvtkco9w9oetm د کارن خبرې اترې:Velimir Ivanovic 3 63522 284264 2022-08-11T05:41:02Z Liuxinyu970226 4623 د "<div lang="en" dir="ltr" class="mw-content-ltr"> == Global ban proposal notification == {{subst:#ifeq:{{subst:CONTENTLANG}}|en||Apologies for writing in English. {{int:Please-translate}}}} There is an on-going discussion about a proposal that you be globally banned from editing all Wikimedia projects. You are invited to participate at [[:m:Requests for comment/Global ban for Velimir Ivanovic|Requests for comment/Global ban for Velimir Ivanovic]] on Meta-Wiki...." تورو مخ جوړ شو wikitext text/x-wiki <div lang="en" dir="ltr" class="mw-content-ltr"> == Global ban proposal notification == Apologies for writing in English. {{int:Please-translate}} There is an on-going discussion about a proposal that you be globally banned from editing all Wikimedia projects. You are invited to participate at [[:m:Requests for comment/Global ban for Velimir Ivanovic|Requests for comment/Global ban for Velimir Ivanovic]] on Meta-Wiki. {{int:Feedback-thanks-title}} [[کارن:Liuxinyu970226|Liuxinyu970226]] ([[د کارن خبرې اترې:Liuxinyu970226|خبرې اترې]]) ۰۵:۴۱, ۱۱ اگسټ ۲۰۲۲ ([[همغږي نړیوال وخت|‌‌‌‌'''نړیوال ‌وخت''']]) db4jul2ksihu2fdiryujm5ihceztmu8 ويکيپېډيا:د مياشتي غوره ليکنه/۲۰۲۲/۰۸ 4 63523 284269 2022-08-11T11:37:51Z شاه زمان پټان 26102 پښتو ويکي پېډيا لا زياتو ليکنو او ژباړو ته اړتيا لري wikitext text/x-wiki پښتو ويکي پېډيا لا زياتو ليکنو او ليکوالانو ته اړتيا لري، که تاسې ژباړې کولای شئ، نو ځانته په پښتو ويکي پېډيا کې ګڼوڼ جوړ کړئ او له نورو ژبو څخه پښتو ژبې ته ليکنې وژباړئ qoe9c9pbeini3rd25qbvmd7acvwackj