ويکيپېډيا
pswiki
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%84%D9%88%D9%85%DA%93%DB%8C_%D9%85%D8%AE
MediaWiki 1.47.0-wmf.8
first-letter
رسنۍ
ځانگړی
خبرې اترې
کارن
د کارن خبرې اترې
ويکيپېډيا
د ويکيپېډيا خبرې اترې
دوتنه
د دوتنې خبرې اترې
مېډياويکي
د مېډياويکي خبرې اترې
کينډۍ
د کينډۍ خبرې اترې
لارښود
د لارښود خبرې اترې
وېشنيزه
د وېشنيزې خبرې اترې
تانبه
د تانبې خبرې اترې
مهالليک
د مهالليک خبرې اترې
چلنوال
د چلنوال خبرې اترې
پېښه
د پېښې خبرې اترې
څارندوی
0
8560
364878
353315
2026-06-27T11:38:05Z
Khalkyaar
35453
Khalkyaar د [[ساتونکی]] مخ [[څارندوی]] ته د مخ گرځونې له لارې ولېږداوه.: ناسم سرليک
353315
wikitext
text/x-wiki
'''ساتونکی''' یا '''څارندوی''' (په انګرېزۍ: Police)يو ټولنيز ځواك دی چې د [[قانون]] د پلى كولو او د [[امنيت]] په تامينولو كښې كار كوي، د زور په كارولو سره
== سرچینې ==
[[وېشنيزه:امنیت]]
mdtpkaedq2sxh0nrzo85xw5cxv5sd3o
364880
364878
2026-06-27T11:49:24Z
Khalkyaar
35453
سمول ورسرو د پښتو سم نوم پې ورسره ولیکلو
364880
wikitext
text/x-wiki
'''څارندوی''' یا '''پولیس''' (په انګرېزۍ: Police) يو ټولنيز ځواك دی چې د [[قانون]] د پلې كولو, د جرمونو مخنیوو, د ټولنې د وګړو د حقونو ژغورلو او د ساتنې په تامينولو كښې كار كوي.
که څه هم په ورځنیو خبرو اترو كښې د "پولیس" نړيواله کلمه په پراخه کچه کارول کېږي، خو "څارندوی" د دې نظامي او ملکي ځواک لپاره یوه اصيله او ژوره پښتو اصطلاح ده چې د امنیتي چارواکو د بیدارۍ او څارنې مانا ورکوي.
== سرچینې ==
[[وېشنيزه:امنیت]]
h5upg8r2hk1oh18xpuemjjvloq7f9eu
شيخ متي
0
16139
364872
364542
2026-06-26T17:01:54Z
~2026-36942-79
39951
مالومات
364872
wikitext
text/x-wiki
دا ستر فیلسوف، عارف او متقي شاعر د پښتنو د خرښبون په '''پرهېزګاره اولاده کې راځي'''، چې د پښتنو له '''غوریاخېل''' '''ټبر سره تړاو لري'''. د نوموړي مشهوره کورنۍ د خرښبون تر مړینې وروسته په ارغستان، پښین او پېښور کې خپره شوه. خو، شیخ متي بابا له دغو سیمو څخه بېرته د کندهار خوا ته راغی او د '''[[ترنک او جلدک ولسوالۍ|ترنک]]''' سیند پر غاړه مېشت شو. شیخ متي بابا په ۶۲۳ هجري قمري کال زېږېدلی و او په '''۶۸۸''' هـ کال کې د ۶۵ کلونو په عمر وفات شو. د ده مزار تر اوسه هم د کندهار په شمال ختیځ کې، نږدې ۵۰ میله لرې په یوه غونډۍ کې دی چې د کلات په نوم یادیږي او په «کلات بابا» مشهور دی. نوموړي خپل ژوند د [[ترنک سیند]] پر غاړه، د غونډان په غره او د کلات په حدودو کې تېر کړی دی.
د شېخ متي بابا کورنۍ اوس د غزني په '''شلګر'''، د کندهار په '''ناکودک'''، د زابل په '''قلات''' او '''پېښور''' کې اوسیږي.
د شیخ متي بابا د ژوند او اثارو په اړه تر اوسه خورا لږه څېړنه شوې ده. هغه څه چې د نوموړي د ژوند او ستر علمي شخصیت په اړه زموږ تر پوهې رسېدلي، یوازې د ولس ترمنځ د هغه پر محبوبیت او یا د ځینو لیکوالانو پر مقدماتي لیکنو ولاړ دي چې ډېر تمرکز یې د هغه پر شخصیت دی. دا چې نوموړي د پېړیو په تېرېدو سره لا هم د خلکو په زړونو کې خپل لوړ مقام ساتلی، دا په خپله د هغه د شخصیت یو داسې پیاوړی اړخ دی چې د لا نورو ژورو علمي څېړنو لپاره لاره هواروي.
د دغې علمي او روحاني کورنۍ په اړه وروستۍ څېړنې خورا نوي او ژور لیدلوري رابرسېره کوي. د '''«اسرار الافغان»'''<ref>{{Cite web|url=https://qamosona.com/j/index.php/all-articles-%D9%BC%D9%88%D9%84-%D9%85%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%A8/56-%D9%85%D8%AA%D9%86-%D9%BE%D9%88%D9%87%D9%86%D9%87/11-dummy/281-%D8%A7%D8%B3%D8%B1%D8%A7%D8%B1%D8%A7%D9%84%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86-%DB%8C%D8%A7-%D8%A7%D8%B3%D8%B1%D8%A7%D8%B1%D8%A7%D9%84%D8%A7%D9%81%D8%A7%D8%BA%D9%86%D9%87|title=}}</ref> په نوم دا تاریخي اثر، چې شاوخوا څلور سوه کاله وړاندې د حسین ابن صابر ابن خضر له لوري لیکل شوی، د مېرمن پروین ملال او ډاکټر زرین انځور په هڅو او لټون ترلاسه او د استاد حبیب الله رفیع په زیار او څېړنه راټول او وړاندې شوی دی. دغه ارزښتمن اثر د شیخ متي (رح) د کورنۍ او په ځانګړې توګه د نامتو روحاني شخصیت [https://qamosona.com/j/index.php/all-articles-%D9%BC%D9%88%D9%84-%D9%85%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%A8/56-%D9%85%D8%AA%D9%86-%D9%BE%D9%88%D9%87%D9%86%D9%87/11-dummy/281-%D8%A7%D8%B3%D8%B1%D8%A7%D8%B1%D8%A7%D9%84%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86-%DB%8C%D8%A7-%D8%A7%D8%B3%D8%B1%D8%A7%D8%B1%D8%A7%D9%84%D8%A7%D9%81%D8%A7%D8%BA%D9%86%D9%87 '''شیخ قاسم افغان متي'''] [https://qamosona.com/j/index.php/all-articles-%D9%BC%D9%88%D9%84-%D9%85%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%A8/56-%D9%85%D8%AA%D9%86-%D9%BE%D9%88%D9%87%D9%86%D9%87/11-dummy/281-%D8%A7%D8%B3%D8%B1%D8%A7%D8%B1%D8%A7%D9%84%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86-%DB%8C%D8%A7-%D8%A7%D8%B3%D8%B1%D8%A7%D8%B1%D8%A7%D9%84%D8%A7%D9%81%D8%A7%D8%BA%D9%86%D9%87 '''زي'''] د ژوند، لوړ علمي مقام، روحاني طریقت او په بېلابېلو هېوادونو کې د هغه د سلګونو زرو مریدانو او پیرووانو په اړه مفصل او مستند معلومات وړاندې کوي.
ترڅنګ، دا کتاب د شیخ متي د کورنۍ د لسګونو ښځینه متصوفینو (عارفانو) په اړه هم بحث کوي، چې دا په پښتني ټولنه کې د عامه تصور برعکس—چې ګواکې یوازې نارینه د علم او تصوف لوړ مقامونه ترلاسه کولای شي—یو لوی بدلون راولي او پیاوړې ثبوت وړاندې کوي چې پښتنو ښځو په دې روحاني او تصوفي کورنۍ کې اساسي او بنسټیز رول درلود.
== د شیخ متي بابا ستر روحاني شخصیت ==
شیخ متي بابا د خپل وخت یو [https://www.tolafghan.com/articles/13550 نامتو عارف، مخکښ عالم او د لوړ شخصیت خاوند] و، چې د خلکو په منځ کې یې بې کچې محبوبیت درلود. د نوموړي د ولسي منښت او قدر کچه له دې معلومېږي چې د سیمې خلکو ورته د بابا لوړ لقب ورکړی دی. په پښتني کلتور کې د «بابا» لقب هغو کسانو ته ورکول کېږي چې په علم، عرفان، ملي خدمتونو او ټولنیزو اصلاحاتو کې یې د پام وړ خدمتونه کړي وي او ولس یې په روحاني او ملي مشرۍ زړه پورې باور ولري. د شیخ متي بابا په اړه په پخوانیو تاریخونو او معتبرو کتابونو کې مستند معلومات او ګڼ روایتونه شته، چې د هغه معنوي او ټولنیز لارښود تاییدوي.
د «[[iarchive:20200522_20200522_0355/page/n1/mode/2up|پټې خزانې]]» مؤلف، [[محمد هوتک]]، شیخ متي بابا یو ستر زاهد، د حق عابد او پر خدای مین انسان معرفي کوي. دی نوموړی د دین یو داسې مرشد بولي چې په روحاني ژوند کې یې خورا لوړ مقام درلود. د همدې معنوي کمالاتو له امله، تر ننه د ولس په منځ کې د هغه د شخصیت او کراماتو په اړه ډېر روایتونه ژوندي پاتې دي.
محمود هوتک په خپل اثر کې له افضل الطرائق څخه یو اخلاقي حکایت را اخلي چې د شیخ متي بابا د خاکسارۍ او خدمت څرګندونه کوي.
په روایت کې راځي:
یوه ورځ شیخ متي پر یوه لاره تېرېده چې لویه ډبره پکې پرته وه او د خلکو لاره یې بنده کړې وه. شیخ چې دا حالت ولید، څو شپې پرله پسې راغی او په یوازې ځان یې هغه درنې ډبرې له لارې لرې کړې. یوه بزګر (دهقان) چې دا ننداره کوله، ورته ویې ویل: ته د خدای دوست او د دومره لوړ مقام خاوند یې، ټول خلک ستا درناوی کوي؛ نو ولې ځان ته دومره زحمت ورکوې او لاره پاکوې؟
شیخ متي په ځواب کې ورته وویل: د خلکو خدمت تر هر څه غوره عبادت دی.
'''[[نعمت الله هروي]]''' پخپل اثر '''[https://afghanpedia.com/depot/article/D2/xxj26E8O2lHHNaNd مخزن افغاني]''' کې د شیخ متي بابا د زهد او تقوا په اړه ليکي چې نوموړي خپل ټول عمر د حق په عبادت او ریاضت کې تېر کړ. د هروي په وینا، شیخ متي بابا په ولس کې دومره زیات محبوبیت او نفوذ درلود چې خلکو به ډلې ډلې د هغه حضور ته مخه کوله ترڅو د مریداینو په لړۍ کې یې شامل شي.
د نوموړي د کراماتو او معنوي شخصیت کیسې د ولس په منځ کې په پراخه کچه خپرې وې، چې همدې چارې هغه د خپل وخت یو له خورا منلو او مشهورو روحاني مشرانو څخه ګرځولی و.
د ولسي روایاتو له مخې، ویل کېږي چې یوه ورځ د شیخ متي بابا مشر زوی، شیخ محمد زهیر، د خپل پلار په زیارت کې د سختې تندې له امله بېحاله شو. په هغه وخت کې پر دغې غونډۍ اوبه نه وې او مریداینو او لیدونکو به اوبه په ډېر زحمت سره له لیرې واټن او د ترنک له سینده راوړلې.
د روایت پر بنسټ، د الله (ج) په امر د مزار تر څنګ له وچې ځمکې یوه شفافه او بهانده چینه راوخوټېده چې تر نن ورځې پورې بهېږي. د دغې چينې یوه ځانګړتیا دا ده چې اوبه یې د ژمي په موسم کې تودې او د اوړي په ګرمۍ کې خورا سړې وي. لـه دغي چينې څخه خلـك د پوستكي ناروغيو لپاره اوبه د درمل په توګه استعمالوي. د زیارت لیدونکي دا چینه د شیخ متي بابا د یو معنوي کرامت په توګه یادوي چې د زایرو ستونزه یې پرې حل کړې وه.
د کابل پوهنتون د تاریخ استاد او د تاریخي مطالعاتو د مرکز غړي، شاه محمود محمود، پخپلې یوې [https://afghanistanefarda.blogfa.com/post/304 ارزښتناکې څېړنیزې مقالې] کې چې د افغانستان د تمدني او روحاني میراثونو په اړه یې کښلې، د شیخ متي بابا شخصیت داسې څېړلی دی:
"دا به له ګټې خالي نه وي چې دلته د هغه مزار په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل شي چې په دغه سیمه کې شتون لري؛ د پښتو ژبې د مشهور فیلسوف او شاعر، شیخ متي علیه الرحمه مزار، چې په '''کلات بابا''' مشهور دی. دا مزار له پېړیو راهیسې د خلکو د پاملرنې او درناوي وړ دی. هغه څه چې خلک یې دغه مزار او مقبرې ته ډېر متوجه کړي دي، د دې سیمې د خلکو پاکه عقیده ده.
همدارنګه د دغه زیارت تر څنګ یو کارېز یا چینه بهېږي. د دغې چینې اوبه سره له دې چې خورا رڼې او سړې دي، خو کله چې د زیارت له ازغلي (پښو) څخه تېرېږي، تودوخه یې بدلون مومي او خپله یخنۍ له لاسه ورکوي. نن سبا د کلات ښاریانو د زیارت په شاوخوا کې کوټې (سقاخانې) ابادې کړې دي او د دغې چینې له اوبو څخه د پاکۍ، اودس او غسل لپاره ګټه اخلي."
== د شیخ متي بابا کورنۍ او علمي لړۍ ==
د پښتو ژبې تاریخپوهان په دې باور دي چې د شیخ متي بابا کورنۍ پښتني ټولنې ته ستر علمي او روحاني شخصیتونه وړاندې کړي دي. د شیخ متي بابا له وفات وروسته هم د هغه په کورنۍ کې د علم، عرفان، زهد او تقوا لړۍ روانه وه؛ په هره دوره کې له دغې کورنۍ څخه [Https://www.tolafghan.com/articles/13550 لويان، عالمان، عارفان، لیکوالان او شاعران راپورته شوي] چې د خپل وخت د علم او کلتور په وده کې یې اغېزناک رول لوبولی دی.
لکه څنګه چې د پټې خزانې په کتاب کې راغلي، شیخ متي درې وروڼه لرل: لومړی امران، دویم حسن، او درېیم پیر ګرمام. همداراز، هغوی یوه خور هم لرله چې بي بي خاله نومېده. د نعیم متي زي د دیوان په پای کې هم دا روایت تایید شوی دی.
د «توبې» غر چې د قندهار په سویل ختیځ کې پروت دی او اوسمهال د اڅکزي قوم مېشت ځای دی (او په پښتو ژبه ورته کوږک هم وايي)، همدې مشهور خواجه امران ته منسوب دی، چې د شیخ متي ورور و.
خو د حسن په اړه (چې په پټه خزانه کې د شیخ متي له وروڼو څخه شمېرل شوی)، د نعمت الله هروي په قول هغه د ده له زامنو څخه دی. د شیخ بل ورور په پیر ګرمام مشهور دی او خور یې، بي بي خاله، په پښین کې ښخه ده چې مزار یې تر اوسه پورې مشهور دی.<ref>{{Cite web|url=https://www.academia.edu/39122237/Shaikh_Imam_Al_Din_and_his_Tomb_at_Palosi_Piran|title=Shaikh Imam Al-Din and his Tomb at Palosi Piran}}</ref>
'''د شیخ متي بابا مشهور اولادونه او لمسيانو څو بیلګې:'''
* '''حضرت شیخ یوسف''' د حضرت شېخ متي بابا له پاک نفسه او نېکو زامنو څخه و، چې د لوړو روحاني مقاماتو، باطني درجو، فاخره احوالو او روښانه کراماتو خاوند و؛ تر دې چې د خپل وخت د اهلِ تمکین او سالکانو مقتدا او پېشوا بلل کېده. هغه د بشپړ کشف خاوند او د بصیرت په رڼا کې د باطني چارو په پټو حقیقتونو باندې په ښکاره توګه پوهېده (له همدې امله په «ظاهربین» ملقب و). د '''«اسرار الافغان»''' کتاب لیکلي دي چې شېخ متي د خپل تصوفي شخصیت له امله ډېر شهرت درلود، نو د ځینو رقیبانو له لوري به د ضرر رسولو هڅه نوموړي او د هغه کورنۍ ته کېدله؛ لکه کله به چې په خوړو کې د زهر غوندې باطني اغېز یا ککړتیا وه، هغه به د خپل باطني لید په واسطه سمدستي تشخیص کاوه او خپل د کورنۍ غړي او نور کسان به یې له خوړلو منع کول. د هغه روحاني ظهور او د حقایقو راسپړل د هغې ورځې په څېر خورا څرګند وو، چې د دولس قبیلو په غونډه کې (د افغانانو په منځ کې)، کله چې د افغان کبار صوفیه مشایخ راټول شوي وو او هر یو د خپل ولایت دعوا کوله، د شېخ یوسف د باطني او کشفي حقایقو څرګندېدو د هغه ځانګړی حقانیت او لوړ کمال ټولو ته روښانه کړ.
* '''شیخ حسن افغان'''، د معتبرو تاریخي منابعو پر اساس، په ځانګړې توګه د نعمت الله هروي د '''«تاریخ خان جهاني و مخزن افغاني»'''، د حسین بن خضر د '''«اسرار الافغان»''' او د امیر حسن سجزي د '''«فواید الفواد»''' د باوري روایاتو له مخې؛ د حضرت شېخ متي بابا زوی، د لوړو روحاني مقاماتو، باطني اسرارو او څرګندو کراماتو خاوند و، چې د سلیمان غره په لمنو کې یې ژوند کاوه او د زهد او مناقبو اوازه یې تر افغانستان او هندوستانه رسېدلې وه. هغه د خپل وخت د غوث العالم، حضرت شېخ بهاءالدین زکریا ملتاني لخوا دومره ستایل شوی و، چې فرمایلي یې وو: «که د قیامت په ورځ له ما څخه د الهي دربار د تحفې پوښتنه وشي، نو زه به د شېخ حسن افغان تحفه د بارګاه کبریا ته وړاندې کړم؛ ځکه هغه د خدایﷻ درګاه ته تر ټولو نږدې شخصیت دی.» دغه راز، د هند د چشتي طریقې د نامتو قطب او پیر، حضرت شېخ نظام الدین اولیاء په وینا او شهادت، د شېخ حسن افغان باطن د لوحِ محفوظ غوندې پاک او صفا و، چې له عرشه تر فرشه پورې له انوارو او روحاني رڼاوو څخه ډک و.
* '''شیخ خواجي صاحب''' د «اسرار الافغان» کتاب پر بنسټ، د شېخ متي زوی و، چې د خپل وخت یو ستر عارف او د کمالاتو، خارقالعاده کراماتو او پاکو انفاسو خاوند و. هغه د الهي جذبې تر اغېز لاندې له دنیا او خلکو څخه بشپړ لرې والی غوره کړه او خپل ټول عمر یې په غرونو او دښتو کې د حق په مینه او عبادت کې تېر کړ. دا مخلص زاهد له لذیذو طعامونو څخه په لرې پاتې کېدو او یوازې د ونو په پاڼو او بوټو ګوزارې کولو سره، په داسې وجد او روحاني مستۍ کې ډوب و چې مادي نړۍ او د هغې تعلقات یې بیخي هېر کړي وو. شېخ خواجي صاحب نه یوازې د خلوت او یوازېتوب مینه وال و، بلکې یو داسې «مستجابالدعوه» او «صاحبِ لفظ» شخصیت و چې د الهي قضا لخوا یې هیڅ دعا نه ردېدله او هر کلام یې په حقیقت بدلېدو.
* '''حضرت شیخ خضر''' د شیخ خواجي صاحب زوی، د حضرت شېخ متي بابا لمسی او د شېخ حسن افغان وریره، د غیبي مکاشفاتو، باطني مشاهدو، ښکاره کراماتو او لوړو روحاني معارفو خاوند شخصیت و. د اسرار الافغان د کتاب پر اساس هغه د خپل وخت د بېساري زهد او بندګۍ یو ښه بېلګه و؛ د هغه د ژوند تګلاره پر مطلق توکل، قناعت او پاکلمنۍ (عفاف) ولاړه وه او له مادي پلوه د تجرد او بېمالۍ بېنیازه مقام ته رسېدلی و. د هغه په سپېڅلي کرکټر کې خلوت او د شپې لخوا د سیند پر غاړه په خورا اخلاص او بېریا ډول د حق عبادت کول ځانګړی ځای درلود، تر دې چې د پرله پسې هاتفِ غیبي (ملکوتي غږونو) په واسطه رباني طاعت ته بلل شوی و. د هغه په روحاني شخصیت کې د حقیقت او معنوي مرکزیت په لور تمایل دومره ژور و چې د باطني جذبې په لارښوونه د تصوف او عرفان په لاره کې د یو لوړپوړي روحاني شخصیت په توګه ځلانده پاتې شو.
* [https://afghanpedia.com/depot/article/D2/w4LlYCebGWh5IuZx شیخ کټه] یو ستر عارف و چې د اتمې هجري پېړۍ په نیمايي (شاوخوا ۷۵۰ هـ.ق) کې ژوند کاوه. علامه '''عبدالحي حبیبي''' خپله څېړنیزه مقاله، ''«د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین»'' کې د دغه ستر علمي شخصیت په اړه داسې لیکي: "دا مدقق مؤرخ او د پښتنو د یوې خورا لویې علمي او ادبي کورنۍ رکن، د '''شیخ یوسف''' زوی او د '''شیخ متی''' لمسی دی. دی د شیخ متی تر مړینې وروسته د هغه پر علمي، ادبي او روحاني مسند کښېناست. شیخ یوسف اوه زامن درلودل، چې په هغوی کې '''شیخ کټه''' خورا مشهور شو. د ده مور '''بي بي مراد بخته''' نومېده چې په خټه زمنده وه." '''[https://afghanpedia.com/depot/article/D2/w4LlYCebGWh5IuZx د شیخ کټه علمي میراث]:''' دغه نامتو عالم د پښتنو د رجالو او مشاهیرو په تاریخ کې یو نفیس کتاب ولیکه چې '''«لرغوني پښتانه»''' نومېده. دا کتاب په پښتو ژبه و او د پښتو ادب په تاریخ کې ځانګړی ځای لري. د «پټې خزانې» مؤلف، '''محمد هوتک'''، په خپل اثر کې ډېر ځله د دغه کتاب یادونه کړې ده. داسې ښکاري چې د پخوانیو شاعرانو او مشاهیرو د پېژندنې په برخه کې د محمد هوتک تر ټولو مهم او یګانه ماخذ همدا د «لرغوني پښتانه» اثر و.
*د شیخ کټه له پښت څخه بل ستر شخصیت '''خواجه محمد زاهد خلیل متي زی''' و، چې د خپل وخت یو نامتو خدایپېژندونکی او پېژندل شوی عارف تېر شوی دی.
* د دې علمي او عرفاني کورنۍ بل ځلاند ستوری '''شیخ قدم متي زی''' و. نوموړی د خپل وخت له خورا مشهورو او منلو عارفانو څخه ګڼل کېده چې په معنوي ارشاد کې یې ځانګړی مقام درلود. شیخ قدم بالاخره په '''سرهند''' کې وفات شو او د نوموړي سپېڅلی مزار اوس هم په همدې سیمه کې د مینه والو او عقیدتمنو زیارت ځای دی.
* '''بي بي نیکبخته''' د پښتو ادب او عرفان په تاریخ کې یوه خورا منلې او عالمه څېره ده، چې په لسمه هجري پېړۍ کې یې د یوې عارفې مېرمنې په توګه شهرت درلود. د هغې ژوند او اثار نه یوازې د هغې د شخصي تقوا ښکارندویي کوي، بلکې د هغه وخت د علمي او روحاني کورنیو ترمنځ نږدې فکري اړیکې هم په ډاګه کوي. د پېښور پوهنتون د اریکولوژی پخواني استاد، ډاکتر عبدالرحمان په خپله یوه علمي مقاله کې [https://www.academia.edu/39122237/Shaikh_Imam_Al_Din_and_his_Tomb_at_Palosi_Piran لیکي] چې نوموړې د '''«ارشادالفقراء»''' په نامه یو ارزښتمن کتاب په ۹۶۹ هجري شمي کال کې لیکلی و. په دغه اثر کې هغې عرفاني حقایق او اخلاقي نصیحتونه په پښتو نظم بیان کړي دي، چې د متی زي کورنۍ د علمي حوزې د فکري بډاینې یوه غوره نمونه ګڼل کېږي.
همداراز، اغلې '''[[پروين فيض زاده ملال|پروین ملال]]''' په خپله یوه څېړنیزه مقاله کې د '''«[https://qamosona.com/j/index.php/all-articles-%D9%BC%D9%88%D9%84-%D9%85%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%A8/56-%D9%85%D8%AA%D9%86-%D9%BE%D9%88%D9%87%D9%86%D9%87/11-dummy/281-%D8%A7%D8%B3%D8%B1%D8%A7%D8%B1%D8%A7%D9%84%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86-%DB%8C%D8%A7-%D8%A7%D8%B3%D8%B1%D8%A7%D8%B1%D8%A7%D9%84%D8%A7%D9%81%D8%A7%D8%BA%D9%86%D9%87 اسرار الافغان]»''' کتاب پر صوفيی او عارفې مېرمنو رڼا اچولې او لیکي:
"په اسرار الافغان کې د ډېرو ښځینه وو ذکر راغلی چې ډېری یې [https://qamosona.com/j/index.php/all-articles-%D9%BC%D9%88%D9%84-%D9%85%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%A8/56-%D9%85%D8%AA%D9%86-%D9%BE%D9%88%D9%87%D9%86%D9%87/11-dummy/281-%D8%A7%D8%B3%D8%B1%D8%A7%D8%B1%D8%A7%D9%84%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86-%DB%8C%D8%A7-%D8%A7%D8%B3%D8%B1%D8%A7%D8%B1%D8%A7%D9%84%D8%A7%D9%81%D8%A7%D8%BA%D9%86%D9%87 د '''حضرت شیخ متی''' د] [https://qamosona.com/j/index.php/all-articles-%D9%BC%D9%88%D9%84-%D9%85%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%A8/56-%D9%85%D8%AA%D9%86-%D9%BE%D9%88%D9%87%D9%86%D9%87/11-dummy/281-%D8%A7%D8%B3%D8%B1%D8%A7%D8%B1%D8%A7%D9%84%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86-%DB%8C%D8%A7-%D8%A7%D8%B3%D8%B1%D8%A7%D8%B1%D8%A7%D9%84%D8%A7%D9%81%D8%A7%D8%BA%D9%86%D9%87 کورنۍ غړې دي]؛ لکه: '''بي بي رقیه''' د شیخ قاسم خور، '''بي بي توتیا''' د شیخ قاسم مېرمن، '''بي بي بسۍ، بي بي حاکمه، بي بي مرجانه، بي بي هاجره او بي بي خدیجه.''' دا هغه نومونه دي چې ما د بېلګې په توګه له دغه اثره راخیستي دي."[[دوتنه:Mausoleum of Kausim Solemance at Chunar Gur - British Library X432 3(23).jpg|بټنوک|د شاه قاسم سلیماني متي زي مقبره، چې په ۱۷۹۷ کال کې د توماس او ویلیم ډینیل لخوا انځور شوې او اوس په برېتانوي کتابتون کې ساتل کېږي، د هند د اترپردیش ایالت په میرزا پور کې د چونار کلا سویل لویدیز ته په نیم میل واټن کې موقعیت لري.]]
* '''[https://qamosona.com/j/index.php/all-articles-%D9%BC%D9%88%D9%84-%D9%85%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%A8/56-%D9%85%D8%AA%D9%86-%D9%BE%D9%88%D9%87%D9%86%D9%87/11-dummy/281-%D8%A7%D8%B3%D8%B1%D8%A7%D8%B1%D8%A7%D9%84%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86-%DB%8C%D8%A7-%D8%A7%D8%B3%D8%B1%D8%A7%D8%B1%D8%A7%D9%84%D8%A7%D9%81%D8%A7%D8%BA%D9%86%D9%87 شیخ قاسم]''' (۹۵۶ هـ / ۱۵۴۹ م) د خپلې زمانې مشهور عارف او د '''«[https://afghanpedia.com/depot/article/D2/92dOfxc4yLlMCwFd تذکرة الاولیای افغان]»''' اثر مؤلف و. د پېښور پوهنتون د اریکولوژی پخواني استاد، ډاکتر عبدالرحمان [https://www.academia.edu/39122237/Shaikh_Imam_Al_Din_and_his_Tomb_at_Palosi_Piran لیکي]: "د شیخ پراخ ولسي نفوذ د مغول پاچا، '''جلال الدین اکبر'''، کینه او شک راوپاراوه. اکبر وېرېده چې شیخ به سیاسي ستونزې ورته جوړې کړي، نو ځکه یې هغه له پېښور څخه لاهور ته جلاوطن کړ. خو لاهور د شیخ د فعالیتونو لپاره لا ښه زمینه برابره کړه. په دې جریان کې اکبر مړ شو او د هغه ځای ناستي، '''جهانګیر'''، په ۱۶۰۵-۰۶ز کال کې شیخ سمدستي «چنار ګړ» ته ولېږه او هلته یې په کلا کې بندي کړ. که څه هم مغول پاچا جهانګیر په خپل توزک (تزکِ جهانګیري) کې شېخ قاسم متيزی د 'شېخ ابراهیم بابا' په نوم یاد کړی، خو محققین او ځايي اسناد هغه د شاه قاسم سلېماني (متيزي) په نوم پېژني. شیخ قاسم په ۱۶۰۷-۰۸ میلادي کال کې په هماغه زندان کې وفات شو او په '''چنار ګړ''' کې خاورو ته وسپارل شو. شیخ قاسم اووه زامن لرل. د تاریخي روایاتو له مخې، لکه څنګه چې یې نیکونو په علمي ډګر کې نوم درلود، د نوموړي ټول زامن د خپل وخت غوره عالمان ول."
* '''شیخ کبیر متي زي''' چې په «بالا پیر» مشهور و، په عرفان او تقوا کې یې خورا لوړ مقام درلود. نوموړی د اوولسمې پېړۍ یو وتلی صوفي او عارف و چې د هند د اترپردېش په قنوج کې یې ژوند کاوه. د هغه ژوند له معنوي عبادت، عاجزۍ او ژور فکري اغېز څخه ډک و، تر دې چې نفوذ یې ان د مغولي واکمنۍ تر ټولو لوړو چارواکو او حلقو پورې رسېده. شیخ کبیر د مغولي دورې یو له سترو روحاني شخصیتونو څخه و چې په خپلې پوهې او حکمت سره به یې د خپلو مینه والو ترمنځ پېچلې مذهبي شخړې او بحثونه حل کول. د مغولو پادشاهانو، شاه جهان او اورنګزېب، د نوموړي او د هغه د زوی، بل ستر روحاني شخصیت '''شیخ محمد مهدي متي زي''' په ویاړ د معمارۍ شهکار بیلابیل مزارونه جوړ کړ، چې په هند کې د [https://nmma.nic.in/nmma/NAS1/nmma_doc/IAR/Indian%20Archaeology%201998-99%20A%20Review.pdf تاریخي ابداتو په ثبت کې شامل] دی او یو له خورا مهمو تاريخي ځایونو څخه شمېرل کېږي.
* '''شیخ واصل متي زی''' د دې [https://archive.org/stream/b-pashto-adabiyat-tarikh/B_Pashto_Adabiyat_Tarikh_djvu.txt کورنۍ یو بل ستر ولي، عالم او متصوف شخصیت] '''و''' چې په ۱۰۰۷ هجري قمري کال کې زېږېدلی دی. نوموړي پښتنو ته د عرفان، روحاني بیدارۍ او د ظلم په وړاندې د مقاومت فکر ورکړ او د هغوی په منځ کې یې علمي شعور بیدار کړ. شیخ واصل د وحدتالوجود غوندې پېچلي فلسفي او عرفاني مسایل په خورا ساده او روانه پښتو ژبه بیان کړل، چې دا کار پښتو ژبې ته له علمي پلوه د سیمې د نورو ژبو (لکه فارسي او عربي) سره د سیالۍ ځواک ورکړ. خوشحال بابا د هغه په اړه وایي:
چې دا لاف وهي د شعر، نن په دا دور دی ډېر خدای دې ناکا چې به حال وایم، د دوی تېر او بېر<ref>{{Cite web|url=https://archive.org/stream/b-pashto-adabiyat-tarikh/B_Pashto_Adabiyat_Tarikh_djvu.txt|title=}}</ref>
څوک پاوي څوک نیم پاوي دی، قلندر پکې نیم سېر هېڅ مې نه دی واصل هېر، بل دولت فقیر پاوي
زه تېری څو سېره شاهي تېر!
* '''شیخ امام الدین متي زي''' (زوکړه: ۱۰۲۰ هـ) د خپل وخت عالم او لیکوال و چې '''«تاریخ افغان»''' او '''«اولیای افغان»''' یې مشهور اثار دي. د پېښور پوهنتون د اریکولوژی پخواني استاد، ډاکتر عبدالرحمان [https://www.academia.edu/39122237/Shaikh_Imam_Al_Din_and_his_Tomb_at_Palosi_Piran لیکي]: "د شیخ د ماشومتوب او لومړني ژوند په اړه ډېر معلومات په لاس کې نشته؛ همداراز د هغه د زده کړو د ځای او یا د هغو استادانو په اړه چې ده ورڅخه ګټه پورته کړې وي، کره معلومات نه تر سترګو کېږي. احتمالاً هغه د خپلې کورنۍ په روحاني او عرفاني فضا کې روزل شوی وي، چې همدې چارې د هغه د ژوند راتلونکی مسیر وټاکه. شیخ د خپلو هغو نیکونو په څېر چې په تقوا او پوهه کې یې نوم درلود، ډېر ژر په پېښور او شاوخوا سیمو کې د یو ستر عالم او عارف په توګه شهرت وموند."
* '''میا متو صاحب (متيزي)''' یو مخکښ رهبر او روحاني شخصیت و، چې په اوولسمه پېړۍ کې (تقریباً تر ۱۶۱۴ میلادي کال وروسته) یې د [https://jalandhar.nic.in/about-district/ هند پنجاب ایالات جالندھر له مشهورو دولسو بستیو (استوګنځیو) څخه یوه مهمه مستحکمه کلا او مېشته، «بستي متو صاحب»، بنسټ کېښود]. د هغه دا اقدام له پېښور درې څخه د پنجاب میدانونو ته د پښتنو د لوېدیځ لوري د پراختیا او کډوالۍ یو تاریخي پړاو بلل کېږي، چې موخه یې د مغولي واکمنۍ پر مهال د پښتني کلتور ساتنه او د خپلې ټولنې لپاره د یوې خوندي سیمې رامنځته کول وو. میا متو صاحب یوازې یو متفکر مشر نه، بلکې د متي زي په کورنۍ پورې د تړاو له امله د خپلې سیمې روحاني او مذهبي لارښود هم ګڼل کېده، چې تر ۳۰۰ کلونو زیات یې د جالندھر په سیمه کې د پښتنو معنوي او ټولنیز نفوذ خوندي وساتلو؛ نن ورځ هم دغه سیمه په هند کې د هغه په نوم یادیږي چې د نوموړي د تاریخي میراث او اغېز ژوندۍ بېلګه ده.
* د دغې علمي کورنۍ بل مشهور مؤلف او شاعر '''نعیم متي زي''' دی چې په '''۱۲۳۰ هـ (۱۸۱۴ م)''' کال وفات شوی او په کندهار کې یې ژوند کاوه.
د دې کورنۍ ځانګړتیا دا ده چې ميراث يې یوازې په نسب پورې تړلی نه دی، بلکې هغه علمي او روحاني پانګه ده چې پېړۍ پېړۍ یې د پښتنو د هویت او عرفان ساتنه کړې ده.
== د شیخ متي بابا عرفاني اشعار او مناجات ==
شیخ متي بابا د پښتنو یو له خورا لویو صوفي شاعرانو او عارفانو څخه دی، چې د غونډان په غره (د کلات په حدودو کې) یې په یوې غار کې د عبادت پر مهال د '''«خداى مينه»''' په نوم یو کتاب لیکلی و. د «پټې خزانې» مؤلف، محمود هوتک، روایت کوي چې دا کتاب د شیخ متي تر مړینې وروسته د هغه پر مزار پروت و او خلکو به په ډېر عقیدت سره لوست.
د شیخ متي بابا ډېری عرفاني اشعار او مناجات په داسې یو سوزناک او مانیز انداز ویل شوي، چې د هغو په اورېدو به د خلکو زړونه ولړزېدل او ژور اغېز به یې پرې کاوه. که څه هم نن سبا د دغه مقتدر صوفي شاعر د اشعارو بشپړه ټولګه زموږ په لاس کې نشته، خو د پټې خزانې مؤلف یوه خورا مشهوره عرفاني منظومه (مناجات) له خپل پلار څخه اورېدلې او په خپل کتاب کې یې خوندي کړې ده.
دلته د دغه مناجات نهم بند ته لنډه کتنه کوو چې په لاندې ډول دی:
ستا په جمال باندي شيدا سوم
لـه خپلي سټي را جلا سوم
په ژړا ژاړم چي بېلتون دى
يمه پردېسى بل مي تون دى
== د شیخ متي بابا عرفاني او فلسفي لیدلوری ==
د شیخ متي بابا د مناجاتو له بندونو څخه د هغه لوړ عرفاني، فکري او فلسفي مقام په څرګند ډول ښکاري. نوموړی په خپل دغه لیدلوري کې کاینات د یوه ابدي حقیقت څرګندوی بولي. د هغه په باور:
که لمر او سپوږمۍ نړۍ روښانه کوي، که په دښتو کې ګلان خاندي، که په پسرلي کې د ځمکې پر مخ د زرغونېدو مېله وي، که په غرونو کې د مینې شپېلۍ غږېږي او که بورا د ګل پر سر له مینې کړېږي؛ دا ټول د هغه '''«ابدي عرفاني جمال»''' بېلابېل مظاهر او نښې دي.
شیخ متي بابا په دې باور دی چې انسان تل د همدغه ازلي ښکلا او جمال په مینه ژوندی پاتې دی. د هغه د فلسفې له مخې، انسان پخپله هم له یوې فیاضې او ښکلې منبع څخه راوتلی (صادر شوی) دی؛ ځکه خو په دې نړۍ کې هم د فطرت پر ښکلا مین دی او تل دا میل ورسره وي چې بېرته خپلې هغې ښکلې مرجع (حقیقي محبوب) ته ور وګرځي.
== د شیخ متي بابا د افکارو ارزونه او ادبي مقام ==
که څه هم د شیخ متي بابا اشعار په ظاهري بڼه ساده او روان برېښي، خو په حقیقت کې خورا ژور مفاهیم پکې نغښتي دي. سره له دې چې نوموړی د پوهې، تصوف او پرهېزګارۍ په لوړو پوړیو کې و، خو بیا هم د حق له دربار څخه د بېلتون شېبې ورته سختې تمامېدې. هغه په دې نړۍ کې خپل ټول زهد او نېک کړه وړه د الله (ج) د رضا په وړاندې ډېر ناڅیزه ګڼل او تل یې پر دې ټینګار کاوه چې د دنیا ژوند موقتي او یوازې آخروي ژوند ابدي او همېشنی دی.
د پورتنیو څېړنو پر بنسټ ویلی شو چې شیخ متي بابا د خپل عصر پر تصوفي علومو بشپړ حاکمیت درلود او په عرفاني برخه کې یې خورا پاخه او پیاوړي افکار وړاندې کړي دي. له همدې امله، نوموړی د پښتو د متصوفو شاعرانو «امام» او مخکښ ګڼل کېږي. د هغه د فکر او سبک اغېزې تر ده پېړۍ وروسته د روښانیانو په اثارو، او د عبدالقادر خان خټک، رحمان بابا او نورو عارفو شاعرانو په کلام کې په څرګند ډول لیدل کېږي.
r7yg0wgfh48qv4qxfrsoiykebj99zpb
364873
364872
2026-06-26T17:27:48Z

د شېخ متي بابا فکر او روحاني فلسفه د نوموړي له مناجاتو، بندونو، پاتې روایاتو، تاریخي اثارو او د کورنۍ له علمي او روحاني ستر میراث څخه په ښه توګه معلومېږي. نوموړی د خدای مینه تر هر څه لوړه بولي او د انسانانو خدمت تر ټولو لوړ عبادت ګڼي. هغه کاینات یوه ابدي حقیقت شمېري؛ که لمر او سپوږمۍ نړۍ روښانه کوي، که په دښتو کې ګلان خاندي، که په پسرلي کې د ځمکې پر مخ د زرغونېدو مېله وي، که په غرونو کې د مینې شپېلۍ غږېږي او که بورا د ګل پر سر له مینې کړېږي؛ دا ټول د هغه «ابدي عرفاني جمال» بېلابېل مظاهر او نښې دي.
شېخ متي بابا په دې باور دی چې انسان تل د همدې ازلي ښکلا او جمال په مینه ژوندی پاتې دی. د هغه د فلسفې له مخې، انسان پخپله هم له یوې فیاضې او ښکلې منبع څخه رامنځته شوی ځکه خو په دې نړۍ کې هم د فطرت پر ښکلا مین دی او تل دا مېل ورسره وي چې بېرته خپلې هغې ښکلې مرجع (حقیقي محبوب) ته ور وګرځي.
شېخ متي بابا په لومړي ځل پښتنو ته روحاني او عرفاني فلسفه په داسې تدبیر او ځیرکتیا سره وړاندې کړه، چې د کیفیت له اړخه یې له نورو سترو روحاني مکتبونو سره برابري کوله. نوموړي دا روحاني فلسفه د غونډان په غرونو کې له ۴۰ کلن عبادت، پېژندنې او ریاضت په ترڅ کې پخه کړه. د خپلې کورنۍ له لارې یې داسې روحاني میراث پر ځای پرېښود، چې د سلګونو کلونو لپاره یې د پښتنو د روحاني او عرفاني روزنې او پالنې خدمت وکړ. همدا روحاني ځواک (قوت) و چې د پښتنو خپل سیاسي، اقتصادي او ټولنیز نفوذ او رېښې تر هندوستانه ورسولې.

qgqjvs1691wizjg2elnokm1s8m9utru
364874
364873
2026-06-26T18:19:55Z

* '''حضرت شیخ میرداد''' د شېخ متي بابا د کورنۍ بل ستر ولي او عارف و. د نوموړي روحاني نفوذ د هغه وخت له افغانستان، خراسان او هندوستانه پورې پراخ و. نوموړی له روحاني رازونو باخبره او د کایناتو پر اسرارو پوه شخص و. نوموړي د روحانیت تر څنګ د علم پر ارزښت هم ښه سر خلاصاوه؛ ځکه علم یې د حقیقت د درک وسیله او خدای ته د نږدې کېدو وروستی هدف ګاڼه. په «اسرار الافغان» کې د یو روایت له مخې ذکر شوي، چې یوه ورځ یو کس حضرت شیخ ته راغی او ورته ویې ویل: «ما ته تر ټولو غوره لاره وښیه.» هغه ورته وویل چې علم زده کړه. هغه سړی لاړ او په خپله لاره بوخت شو. وروسته بېرته شېخ ته راغی او ویې ویل: زه علم نشم زده کولي او راته سخته ده داسې څه راوښیه چې ماته اسانه وي. شیخ ورته وفرمایل: د علم په لاره کې هر وخت خدای ته دعا کوه او وایه چې خدایه زه یوازې تاته اړتیا لرم، او اې ربه! ما ځان ته نږدي کړه. د نوموړي کرامات او له خدای سره مینه د پښتنو د ساتني سبب ګرځېدل او د پښتنو ترمنځ یې یووالی رامنځته کاوه. د تاریخي روایتونو له مخې، کله چې مغول [[:fa:امیر_ارغون|ذوالنون ارغون]] د قندهار ښار پر لوري د پښتنو د ځپلو لپاره لښکر راغونډ کړ، خبر تر خلکو ورسېد او شېخ میرداد ته ورغلل او ورته ویې ویل: «موږ د دې قاهر لښکر مخه نشو نیولای.» حضرت شېخ میرداد ورته وویل: «صبر وکړئ، په خپلو کورونو کې کښېنئ او منتظر اوسئ چې د غیب له لوري څه پېښېږي.» وروسته یې خدای ته دعا وکړه چې د ده قوم او د ذوالنون ارغون د لښکر ترمنځ یو حجاب (پرده) رامنځته کړي. په هماغه شپه دومره واوره وشوه چې د تلو راتلو لارې بندې شوې او د ارغون لښکر ونشوای کولای مخکې لاړ شي. په اسرار الافغان کې حسین بن خضر د ده په اړه داسې لیکي: دعایش چنان کرد حق مستجاب که پیدا شد از برف، محکم حجاب ببارید در شب چنان ابر، برف که هنجار پیدا نشد هیچ طرف بشد کوتل از برف یکسر پنهان که ره گم شد از دیده رهبران چو یاجوج شد برف سد سپاه که ارغون بر افغان نمی برد راه
*د شیخ کټه له پښت څخه بل ستر شخصیت '''خواجه محمد زاهد خلیل متي زی''' و، چې د خپل وخت یو نامتو خدایپېژندونکی او پېژندل شوی عارف تېر شوی دی.
* د دې علمي او عرفاني کورنۍ بل ځلاند ستوری '''شیخ قدم متي زی''' و. نوموړی د خپل وخت له خورا مشهورو او منلو عارفانو څخه ګڼل کېده چې په معنوي ارشاد کې یې ځانګړی مقام درلود. شیخ قدم بالاخره په '''سرهند''' کې وفات شو او د نوموړي سپېڅلی مزار اوس هم په همدې سیمه کې د مینه والو او عقیدتمنو زیارت ځای دی.
* '''بي بي نیکبخته''' د پښتو ادب او عرفان په تاریخ کې یوه خورا منلې او عالمه څېره ده، چې په لسمه هجري پېړۍ کې یې د یوې عارفې مېرمنې په توګه شهرت درلود. د هغې ژوند او اثار نه یوازې د هغې د شخصي تقوا ښکارندویي کوي، بلکې د هغه وخت د علمي او روحاني کورنیو ترمنځ نږدې فکري اړیکې هم په ډاګه کوي. د پېښور پوهنتون د اریکولوژی پخواني استاد، ډاکتر عبدالرحمان په خپله یوه علمي مقاله کې [https://www.academia.edu/39122237/Shaikh_Imam_Al_Din_and_his_Tomb_at_Palosi_Piran لیکي] چې نوموړې د '''«ارشادالفقراء»''' په نامه یو ارزښتمن کتاب په ۹۶۹ هجري شمي کال کې لیکلی و. په دغه اثر کې هغې عرفاني حقایق او اخلاقي نصیحتونه په پښتو نظم بیان کړي دي، چې د متی زي کورنۍ د علمي حوزې د فکري بډاینې یوه غوره نمونه ګڼل کېږي.
همداراز، اغلې '''[[پروين فيض زاده ملال|پروین ملال]]''' په خپله یوه څېړنیزه مقاله کې د '''«[https://qamosona.com/j/index.php/all-articles-%D9%BC%D9%88%D9%84-%D9%85%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%A8/56-%D9%85%D8%AA%D9%86-%D9%BE%D9%88%D9%87%D9%86%D9%87/11-dummy/281-%D8%A7%D8%B3%D8%B1%D8%A7%D8%B1%D8%A7%D9%84%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86-%DB%8C%D8%A7-%D8%A7%D8%B3%D8%B1%D8%A7%D8%B1%D8%A7%D9%84%D8%A7%D9%81%D8%A7%D8%BA%D9%86%D9%87 اسرار الافغان]»''' کتاب پر صوفيی او عارفې مېرمنو رڼا اچولې او لیکي:
"په اسرار الافغان کې د ډېرو ښځینه وو ذکر راغلی چې ډېری یې [https://qamosona.com/j/index.php/all-articles-%D9%BC%D9%88%D9%84-%D9%85%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%A8/56-%D9%85%D8%AA%D9%86-%D9%BE%D9%88%D9%87%D9%86%D9%87/11-dummy/281-%D8%A7%D8%B3%D8%B1%D8%A7%D8%B1%D8%A7%D9%84%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86-%DB%8C%D8%A7-%D8%A7%D8%B3%D8%B1%D8%A7%D8%B1%D8%A7%D9%84%D8%A7%D9%81%D8%A7%D8%BA%D9%86%D9%87 د '''حضرت شیخ متی''' د] [https://qamosona.com/j/index.php/all-articles-%D9%BC%D9%88%D9%84-%D9%85%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%A8/56-%D9%85%D8%AA%D9%86-%D9%BE%D9%88%D9%87%D9%86%D9%87/11-dummy/281-%D8%A7%D8%B3%D8%B1%D8%A7%D8%B1%D8%A7%D9%84%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86-%DB%8C%D8%A7-%D8%A7%D8%B3%D8%B1%D8%A7%D8%B1%D8%A7%D9%84%D8%A7%D9%81%D8%A7%D8%BA%D9%86%D9%87 کورنۍ غړې دي]؛ لکه: '''بي بي رقیه''' د شیخ قاسم خور، '''بي بي توتیا''' د شیخ قاسم مېرمن، '''بي بي بسۍ، بي بي حاکمه، بي بي مرجانه، بي بي هاجره او بي بي خدیجه.''' دا هغه نومونه دي چې ما د بېلګې په توګه له دغه اثره راخیستي دي."[[دوتنه:Mausoleum of Kausim Solemance at Chunar Gur - British Library X432 3(23).jpg|بټنوک|د شاه قاسم سلیماني متي زي مقبره، چې په ۱۷۹۷ کال کې د توماس او ویلیم ډینیل لخوا انځور شوې او اوس په برېتانوي کتابتون کې ساتل کېږي، د هند د اترپردیش ایالت په میرزا پور کې د چونار کلا سویل لویدیز ته په نیم میل واټن کې موقعیت لري.]]
* '''[https://qamosona.com/j/index.php/all-articles-%D9%BC%D9%88%D9%84-%D9%85%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%A8/56-%D9%85%D8%AA%D9%86-%D9%BE%D9%88%D9%87%D9%86%D9%87/11-dummy/281-%D8%A7%D8%B3%D8%B1%D8%A7%D8%B1%D8%A7%D9%84%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86-%DB%8C%D8%A7-%D8%A7%D8%B3%D8%B1%D8%A7%D8%B1%D8%A7%D9%84%D8%A7%D9%81%D8%A7%D8%BA%D9%86%D9%87 شیخ قاسم]''' (۹۵۶ هـ / ۱۵۴۹ م) د خپلې زمانې مشهور عارف او د '''«[https://afghanpedia.com/depot/article/D2/92dOfxc4yLlMCwFd تذکرة الاولیای افغان]»''' اثر مؤلف و. د پېښور پوهنتون د اریکولوژی پخواني استاد، ډاکتر عبدالرحمان [https://www.academia.edu/39122237/Shaikh_Imam_Al_Din_and_his_Tomb_at_Palosi_Piran لیکي]: "د شیخ پراخ ولسي نفوذ د مغول پاچا، '''جلال الدین اکبر'''، کینه او شک راوپاراوه. اکبر وېرېده چې شیخ به سیاسي ستونزې ورته جوړې کړي، نو ځکه یې هغه له پېښور څخه لاهور ته جلاوطن کړ. خو لاهور د شیخ د فعالیتونو لپاره لا ښه زمینه برابره کړه. په دې جریان کې اکبر مړ شو او د هغه ځای ناستي، '''جهانګیر'''، په ۱۶۰۵-۰۶ز کال کې شیخ سمدستي «چنار ګړ» ته ولېږه او هلته یې په کلا کې بندي کړ. که څه هم مغول پاچا جهانګیر په خپل توزک (تزکِ جهانګیري) کې شېخ قاسم متيزی د 'شېخ ابراهیم بابا' په نوم یاد کړی، خو محققین او ځايي اسناد هغه د شاه قاسم سلېماني (متيزي) په نوم پېژني. شیخ قاسم په ۱۶۰۷-۰۸ میلادي کال کې په هماغه زندان کې وفات شو او په '''چنار ګړ''' کې خاورو ته وسپارل شو. شیخ قاسم اووه زامن لرل. د تاریخي روایاتو له مخې، لکه څنګه چې یې نیکونو په علمي ډګر کې نوم درلود، د نوموړي ټول زامن د خپل وخت غوره عالمان ول."
* '''شیخ کبیر متي زي''' چې په «بالا پیر» مشهور و، په عرفان او تقوا کې یې خورا لوړ مقام درلود. نوموړی د اوولسمې پېړۍ یو وتلی صوفي او عارف و چې د هند د اترپردېش په قنوج کې یې ژوند کاوه. د هغه ژوند له معنوي عبادت، عاجزۍ او ژور فکري اغېز څخه ډک و، تر دې چې نفوذ یې ان د مغولي واکمنۍ تر ټولو لوړو چارواکو او حلقو پورې رسېده. شیخ کبیر د مغولي دورې یو له سترو روحاني شخصیتونو څخه و چې په خپلې پوهې او حکمت سره به یې د خپلو مینه والو ترمنځ پېچلې مذهبي شخړې او بحثونه حل کول. د مغولو پادشاهانو، شاه جهان او اورنګزېب، د نوموړي او د هغه د زوی، بل ستر روحاني شخصیت '''شیخ محمد مهدي متي زي''' په ویاړ د معمارۍ شهکار بیلابیل مزارونه جوړ کړ، چې په هند کې د [https://nmma.nic.in/nmma/NAS1/nmma_doc/IAR/Indian%20Archaeology%201998-99%20A%20Review.pdf تاریخي ابداتو په ثبت کې شامل] دی او یو له خورا مهمو تاريخي ځایونو څخه شمېرل کېږي.
* '''شیخ واصل متي زی''' د دې [https://archive.org/stream/b-pashto-adabiyat-tarikh/B_Pashto_Adabiyat_Tarikh_djvu.txt کورنۍ یو بل ستر ولي، عالم او متصوف شخصیت] '''و''' چې په ۱۰۰۷ هجري قمري کال کې زېږېدلی دی. نوموړي پښتنو ته د عرفان، روحاني بیدارۍ او د ظلم په وړاندې د مقاومت فکر ورکړ او د هغوی په منځ کې یې علمي شعور بیدار کړ. شیخ واصل د وحدتالوجود غوندې پېچلي فلسفي او عرفاني مسایل په خورا ساده او روانه پښتو ژبه بیان کړل، چې دا کار پښتو ژبې ته له علمي پلوه د سیمې د نورو ژبو (لکه فارسي او عربي) سره د سیالۍ ځواک ورکړ. خوشحال بابا د هغه په اړه وایي:
چې دا لاف وهي د شعر، نن په دا دور دی ډېر خدای دې ناکا چې به حال وایم، د دوی تېر او بېر<ref>{{Cite web|url=https://archive.org/stream/b-pashto-adabiyat-tarikh/B_Pashto_Adabiyat_Tarikh_djvu.txt|title=}}</ref>
څوک پاوي څوک نیم پاوي دی، قلندر پکې نیم سېر هېڅ مې نه دی واصل هېر، بل دولت فقیر پاوي
زه تېری څو سېره شاهي تېر!
* '''شیخ امام الدین متي زي''' (زوکړه: ۱۰۲۰ هـ) د خپل وخت عالم او لیکوال و چې '''«تاریخ افغان»''' او '''«اولیای افغان»''' یې مشهور اثار دي. د پېښور پوهنتون د اریکولوژی پخواني استاد، ډاکتر عبدالرحمان [https://www.academia.edu/39122237/Shaikh_Imam_Al_Din_and_his_Tomb_at_Palosi_Piran لیکي]: "د شیخ د ماشومتوب او لومړني ژوند په اړه ډېر معلومات په لاس کې نشته؛ همداراز د هغه د زده کړو د ځای او یا د هغو استادانو په اړه چې ده ورڅخه ګټه پورته کړې وي، کره معلومات نه تر سترګو کېږي. احتمالاً هغه د خپلې کورنۍ په روحاني او عرفاني فضا کې روزل شوی وي، چې همدې چارې د هغه د ژوند راتلونکی مسیر وټاکه. شیخ د خپلو هغو نیکونو په څېر چې په تقوا او پوهه کې یې نوم درلود، ډېر ژر په پېښور او شاوخوا سیمو کې د یو ستر عالم او عارف په توګه شهرت وموند."
* '''میا متو صاحب (متيزي)''' یو مخکښ رهبر او روحاني شخصیت و، چې په اوولسمه پېړۍ کې (تقریباً تر ۱۶۱۴ میلادي کال وروسته) یې د [https://jalandhar.nic.in/about-district/ هند پنجاب ایالات جالندھر له مشهورو دولسو بستیو (استوګنځیو) څخه یوه مهمه مستحکمه کلا او مېشته، «بستي متو صاحب»، بنسټ کېښود]. د هغه دا اقدام له پېښور درې څخه د پنجاب میدانونو ته د پښتنو د لوېدیځ لوري د پراختیا او کډوالۍ یو تاریخي پړاو بلل کېږي، چې موخه یې د مغولي واکمنۍ پر مهال د پښتني کلتور ساتنه او د خپلې ټولنې لپاره د یوې خوندي سیمې رامنځته کول وو. میا متو صاحب یوازې یو متفکر مشر نه، بلکې د متي زي په کورنۍ پورې د تړاو له امله د خپلې سیمې روحاني او مذهبي لارښود هم ګڼل کېده، چې تر ۳۰۰ کلونو زیات یې د جالندھر په سیمه کې د پښتنو معنوي او ټولنیز نفوذ خوندي وساتلو؛ نن ورځ هم دغه سیمه په هند کې د هغه په نوم یادیږي چې د نوموړي د تاریخي میراث او اغېز ژوندۍ بېلګه ده.
* د دغې علمي کورنۍ بل مشهور مؤلف او شاعر '''نعیم متي زي''' دی چې په '''۱۲۳۰ هـ (۱۸۱۴ م)''' کال وفات شوی او په کندهار کې یې ژوند کاوه.
د دې کورنۍ ځانګړتیا دا ده چې ميراث يې یوازې په نسب پورې تړلی نه دی، بلکې هغه علمي او روحاني پانګه ده چې پېړۍ پېړۍ یې د پښتنو د هویت او عرفان ساتنه کړې ده.
== د شیخ متي بابا عرفاني اشعار او مناجات ==
شیخ متي بابا د پښتنو یو له خورا لویو صوفي شاعرانو او عارفانو څخه دی، چې د غونډان په غره (د کلات په حدودو کې) یې په یوې غار کې د عبادت پر مهال د '''«خداى مينه»''' په نوم یو کتاب لیکلی و. د «پټې خزانې» مؤلف، محمود هوتک، روایت کوي چې دا کتاب د شیخ متي تر مړینې وروسته د هغه پر مزار پروت و او خلکو به په ډېر عقیدت سره لوست.
د شیخ متي بابا ډېری عرفاني اشعار او مناجات په داسې یو سوزناک او مانیز انداز ویل شوي، چې د هغو په اورېدو به د خلکو زړونه ولړزېدل او ژور اغېز به یې پرې کاوه. که څه هم نن سبا د دغه مقتدر صوفي شاعر د اشعارو بشپړه ټولګه زموږ په لاس کې نشته، خو د پټې خزانې مؤلف یوه خورا مشهوره عرفاني منظومه (مناجات) له خپل پلار څخه اورېدلې او په خپل کتاب کې یې خوندي کړې ده.
دلته د دغه مناجات نهم بند ته لنډه کتنه کوو چې په لاندې ډول دی:
ستا په جمال باندي شيدا سوم
لـه خپلي سټي را جلا سوم
په ژړا ژاړم چي بېلتون دى
يمه پردېسى بل مي تون دى
== د شیخ متي بابا عرفاني او فلسفي لیدلوری ==
د شېخ متي بابا فکر او روحاني فلسفه د نوموړي له مناجاتو، بندونو، پاتې روایاتو، تاریخي اثارو او د کورنۍ له علمي او روحاني ستر میراث څخه په ښه توګه معلومېږي. نوموړی د خدای مینه تر هر څه لوړه بولي او د انسانانو خدمت تر ټولو لوړ عبادت ګڼي. هغه کاینات یوه ابدي حقیقت شمېري؛ که لمر او سپوږمۍ نړۍ روښانه کوي، که په دښتو کې ګلان خاندي، که په پسرلي کې د ځمکې پر مخ د زرغونېدو مېله وي، که په غرونو کې د مینې شپېلۍ غږېږي او که بورا د ګل پر سر له مینې کړېږي؛ دا ټول د هغه «ابدي عرفاني جمال» بېلابېل مظاهر او نښې دي.
شېخ متي بابا په دې باور دی چې انسان تل د همدې ازلي ښکلا او جمال په مینه ژوندی پاتې دی. د هغه د فلسفې له مخې، انسان پخپله هم له یوې فیاضې او ښکلې منبع څخه رامنځته شوی ځکه خو په دې نړۍ کې هم د فطرت پر ښکلا مین دی او تل دا مېل ورسره وي چې بېرته خپلې هغې ښکلې مرجع (حقیقي محبوب) ته ور وګرځي.
شېخ متي بابا په لومړي ځل پښتنو ته روحاني او عرفاني فلسفه په داسې تدبیر او ځیرکتیا سره وړاندې کړه، چې د کیفیت له اړخه یې له نورو سترو روحاني مکتبونو سره برابري کوله. نوموړي دا روحاني فلسفه د غونډان په غرونو کې له ۴۰ کلن عبادت، پېژندنې او ریاضت په ترڅ کې پخه کړه. د خپلې کورنۍ له لارې یې داسې روحاني میراث پر ځای پرېښود، چې د سلګونو کلونو لپاره یې د پښتنو د روحاني او عرفاني روزنې او پالنې خدمت وکړ. همدا روحاني ځواک (قوت) و چې د پښتنو خپل سیاسي، اقتصادي او ټولنیز نفوذ او رېښې تر هندوستانه ورسولې.
== د شیخ متي بابا د افکارو ارزونه او ادبي مقام ==
که څه هم د شیخ متي بابا اشعار په ظاهري بڼه ساده او روان برېښي، خو په حقیقت کې خورا ژور مفاهیم پکې نغښتي دي. سره له دې چې نوموړی د پوهې، تصوف او پرهېزګارۍ په لوړو پوړیو کې و، خو بیا هم د حق له دربار څخه د بېلتون شېبې ورته سختې تمامېدې. هغه په دې نړۍ کې خپل ټول زهد او نېک کړه وړه د الله (ج) د رضا په وړاندې ډېر ناڅیزه ګڼل او تل یې پر دې ټینګار کاوه چې د دنیا ژوند موقتي او یوازې آخروي ژوند ابدي او همېشنی دی.
د پورتنیو څېړنو پر بنسټ ویلی شو چې شیخ متي بابا د خپل عصر پر تصوفي علومو بشپړ حاکمیت درلود او په عرفاني برخه کې یې خورا پاخه او پیاوړي افکار وړاندې کړي دي. له همدې امله، نوموړی د پښتو د متصوفو شاعرانو «امام» او مخکښ ګڼل کېږي. د هغه د فکر او سبک اغېزې تر ده پېړۍ وروسته د روښانیانو په اثارو، او د عبدالقادر خان خټک، رحمان بابا او نورو عارفو شاعرانو په کلام کې په څرګند ډول لیدل کېږي.
dt9wamec6lt7v0wp214kzj5pgjjrsdp
364875
364874
2026-06-26T18:22:21Z
~2026-36942-79
39951
سمول
364875
wikitext
text/x-wiki
دا ستر فیلسوف، عارف او متقي شاعر د پښتنو د خرښبون په '''پرهېزګاره اولاده کې راځي'''، چې د پښتنو له '''غوریاخېل''' '''ټبر سره تړاو لري'''. د نوموړي مشهوره کورنۍ د خرښبون تر مړینې وروسته په ارغستان، پښین او پېښور کې خپره شوه. خو، شیخ متي بابا له دغو سیمو څخه بېرته د کندهار خوا ته راغی او د '''[[ترنک او جلدک ولسوالۍ|ترنک]]''' سیند پر غاړه مېشت شو. شیخ متي بابا په ۶۲۳ هجري قمري کال زېږېدلی و او په '''۶۸۸''' هـ کال کې د ۶۵ کلونو په عمر وفات شو. د ده مزار تر اوسه هم د کندهار په شمال ختیځ کې، نږدې ۵۰ میله لرې په یوه غونډۍ کې دی چې د کلات په نوم یادیږي او په «کلات بابا» مشهور دی. نوموړي خپل ژوند د [[ترنک سیند]] پر غاړه، د غونډان په غره او د کلات په حدودو کې تېر کړی دی.
د شېخ متي بابا کورنۍ اوس د غزني په '''شلګر'''، د کندهار په '''ناکودک'''، د زابل په '''قلات''' او '''پېښور''' کې اوسیږي.
د شیخ متي بابا د ژوند او اثارو په اړه تر اوسه خورا لږه څېړنه شوې ده. هغه څه چې د نوموړي د ژوند او ستر علمي شخصیت په اړه زموږ تر پوهې رسېدلي، یوازې د ولس ترمنځ د هغه پر محبوبیت او یا د ځینو لیکوالانو پر مقدماتي لیکنو ولاړ دي چې ډېر تمرکز یې د هغه پر شخصیت دی. دا چې نوموړي د پېړیو په تېرېدو سره لا هم د خلکو په زړونو کې خپل لوړ مقام ساتلی، دا په خپله د هغه د شخصیت یو داسې پیاوړی اړخ دی چې د لا نورو ژورو علمي څېړنو لپاره لاره هواروي.
د دغې علمي او روحاني کورنۍ په اړه وروستۍ څېړنې خورا نوي او ژور لیدلوري رابرسېره کوي. د '''«اسرار الافغان»'''<ref>{{Cite web|url=https://qamosona.com/j/index.php/all-articles-%D9%BC%D9%88%D9%84-%D9%85%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%A8/56-%D9%85%D8%AA%D9%86-%D9%BE%D9%88%D9%87%D9%86%D9%87/11-dummy/281-%D8%A7%D8%B3%D8%B1%D8%A7%D8%B1%D8%A7%D9%84%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86-%DB%8C%D8%A7-%D8%A7%D8%B3%D8%B1%D8%A7%D8%B1%D8%A7%D9%84%D8%A7%D9%81%D8%A7%D8%BA%D9%86%D9%87|title=}}</ref> په نوم دا تاریخي اثر، چې شاوخوا څلور سوه کاله وړاندې د حسین ابن صابر ابن خضر له لوري لیکل شوی، د مېرمن پروین ملال او ډاکټر زرین انځور په هڅو او لټون ترلاسه او د استاد حبیب الله رفیع په زیار او څېړنه راټول او وړاندې شوی دی. دغه ارزښتمن اثر د شیخ متي (رح) د کورنۍ او په ځانګړې توګه د نامتو روحاني شخصیت [https://qamosona.com/j/index.php/all-articles-%D9%BC%D9%88%D9%84-%D9%85%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%A8/56-%D9%85%D8%AA%D9%86-%D9%BE%D9%88%D9%87%D9%86%D9%87/11-dummy/281-%D8%A7%D8%B3%D8%B1%D8%A7%D8%B1%D8%A7%D9%84%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86-%DB%8C%D8%A7-%D8%A7%D8%B3%D8%B1%D8%A7%D8%B1%D8%A7%D9%84%D8%A7%D9%81%D8%A7%D8%BA%D9%86%D9%87 '''شیخ قاسم افغان متي'''] [https://qamosona.com/j/index.php/all-articles-%D9%BC%D9%88%D9%84-%D9%85%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%A8/56-%D9%85%D8%AA%D9%86-%D9%BE%D9%88%D9%87%D9%86%D9%87/11-dummy/281-%D8%A7%D8%B3%D8%B1%D8%A7%D8%B1%D8%A7%D9%84%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86-%DB%8C%D8%A7-%D8%A7%D8%B3%D8%B1%D8%A7%D8%B1%D8%A7%D9%84%D8%A7%D9%81%D8%A7%D8%BA%D9%86%D9%87 '''زي'''] د ژوند، لوړ علمي مقام، روحاني طریقت او په بېلابېلو هېوادونو کې د هغه د سلګونو زرو مریدانو او پیرووانو په اړه مفصل او مستند معلومات وړاندې کوي.
ترڅنګ، دا کتاب د شیخ متي د کورنۍ د لسګونو ښځینه متصوفینو (عارفانو) په اړه هم بحث کوي، چې دا په پښتني ټولنه کې د عامه تصور برعکس—چې ګواکې یوازې نارینه د علم او تصوف لوړ مقامونه ترلاسه کولای شي—یو لوی بدلون راولي او پیاوړې ثبوت وړاندې کوي چې پښتنو ښځو په دې روحاني او تصوفي کورنۍ کې اساسي او بنسټیز رول درلود.
== د شیخ متي بابا ستر روحاني شخصیت ==
شیخ متي بابا د خپل وخت یو [https://www.tolafghan.com/articles/13550 نامتو عارف، مخکښ عالم او د لوړ شخصیت خاوند] و، چې د خلکو په منځ کې یې بې کچې محبوبیت درلود. د نوموړي د ولسي منښت او قدر کچه له دې معلومېږي چې د سیمې خلکو ورته د بابا لوړ لقب ورکړی دی. په پښتني کلتور کې د «بابا» لقب هغو کسانو ته ورکول کېږي چې په علم، عرفان، ملي خدمتونو او ټولنیزو اصلاحاتو کې یې د پام وړ خدمتونه کړي وي او ولس یې په روحاني او ملي مشرۍ زړه پورې باور ولري. د شیخ متي بابا په اړه په پخوانیو تاریخونو او معتبرو کتابونو کې مستند معلومات او ګڼ روایتونه شته، چې د هغه معنوي او ټولنیز لارښود تاییدوي.
د «[[iarchive:20200522_20200522_0355/page/n1/mode/2up|پټې خزانې]]» مؤلف، [[محمد هوتک]]، شیخ متي بابا یو ستر زاهد، د حق عابد او پر خدای مین انسان معرفي کوي. دی نوموړی د دین یو داسې مرشد بولي چې په روحاني ژوند کې یې خورا لوړ مقام درلود. د همدې معنوي کمالاتو له امله، تر ننه د ولس په منځ کې د هغه د شخصیت او کراماتو په اړه ډېر روایتونه ژوندي پاتې دي.
محمود هوتک په خپل اثر کې له افضل الطرائق څخه یو اخلاقي حکایت را اخلي چې د شیخ متي بابا د خاکسارۍ او خدمت څرګندونه کوي.
په روایت کې راځي:
یوه ورځ شیخ متي پر یوه لاره تېرېده چې لویه ډبره پکې پرته وه او د خلکو لاره یې بنده کړې وه. شیخ چې دا حالت ولید، څو شپې پرله پسې راغی او په یوازې ځان یې هغه درنې ډبرې له لارې لرې کړې. یوه بزګر (دهقان) چې دا ننداره کوله، ورته ویې ویل: ته د خدای دوست او د دومره لوړ مقام خاوند یې، ټول خلک ستا درناوی کوي؛ نو ولې ځان ته دومره زحمت ورکوې او لاره پاکوې؟
شیخ متي په ځواب کې ورته وویل: د خلکو خدمت تر هر څه غوره عبادت دی.
'''[[نعمت الله هروي]]''' پخپل اثر '''[https://afghanpedia.com/depot/article/D2/xxj26E8O2lHHNaNd مخزن افغاني]''' کې د شیخ متي بابا د زهد او تقوا په اړه ليکي چې نوموړي خپل ټول عمر د حق په عبادت او ریاضت کې تېر کړ. د هروي په وینا، شیخ متي بابا په ولس کې دومره زیات محبوبیت او نفوذ درلود چې خلکو به ډلې ډلې د هغه حضور ته مخه کوله ترڅو د مریداینو په لړۍ کې یې شامل شي.
د نوموړي د کراماتو او معنوي شخصیت کیسې د ولس په منځ کې په پراخه کچه خپرې وې، چې همدې چارې هغه د خپل وخت یو له خورا منلو او مشهورو روحاني مشرانو څخه ګرځولی و.
د ولسي روایاتو له مخې، ویل کېږي چې یوه ورځ د شیخ متي بابا مشر زوی، شیخ محمد زهیر، د خپل پلار په زیارت کې د سختې تندې له امله بېحاله شو. په هغه وخت کې پر دغې غونډۍ اوبه نه وې او مریداینو او لیدونکو به اوبه په ډېر زحمت سره له لیرې واټن او د ترنک له سینده راوړلې.
د روایت پر بنسټ، د الله (ج) په امر د مزار تر څنګ له وچې ځمکې یوه شفافه او بهانده چینه راوخوټېده چې تر نن ورځې پورې بهېږي. د دغې چينې یوه ځانګړتیا دا ده چې اوبه یې د ژمي په موسم کې تودې او د اوړي په ګرمۍ کې خورا سړې وي. لـه دغي چينې څخه خلـك د پوستكي ناروغيو لپاره اوبه د درمل په توګه استعمالوي. د زیارت لیدونکي دا چینه د شیخ متي بابا د یو معنوي کرامت په توګه یادوي چې د زایرو ستونزه یې پرې حل کړې وه.
د کابل پوهنتون د تاریخ استاد او د تاریخي مطالعاتو د مرکز غړي، شاه محمود محمود، پخپلې یوې [https://afghanistanefarda.blogfa.com/post/304 ارزښتناکې څېړنیزې مقالې] کې چې د افغانستان د تمدني او روحاني میراثونو په اړه یې کښلې، د شیخ متي بابا شخصیت داسې څېړلی دی:
"دا به له ګټې خالي نه وي چې دلته د هغه مزار په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل شي چې په دغه سیمه کې شتون لري؛ د پښتو ژبې د مشهور فیلسوف او شاعر، شیخ متي علیه الرحمه مزار، چې په '''کلات بابا''' مشهور دی. دا مزار له پېړیو راهیسې د خلکو د پاملرنې او درناوي وړ دی. هغه څه چې خلک یې دغه مزار او مقبرې ته ډېر متوجه کړي دي، د دې سیمې د خلکو پاکه عقیده ده.
همدارنګه د دغه زیارت تر څنګ یو کارېز یا چینه بهېږي. د دغې چینې اوبه سره له دې چې خورا رڼې او سړې دي، خو کله چې د زیارت له ازغلي (پښو) څخه تېرېږي، تودوخه یې بدلون مومي او خپله یخنۍ له لاسه ورکوي. نن سبا د کلات ښاریانو د زیارت په شاوخوا کې کوټې (سقاخانې) ابادې کړې دي او د دغې چینې له اوبو څخه د پاکۍ، اودس او غسل لپاره ګټه اخلي."
== د شیخ متي بابا کورنۍ او علمي لړۍ ==
د پښتو ژبې تاریخپوهان په دې باور دي چې د شیخ متي بابا کورنۍ پښتني ټولنې ته ستر علمي او روحاني شخصیتونه وړاندې کړي دي. د شیخ متي بابا له وفات وروسته هم د هغه په کورنۍ کې د علم، عرفان، زهد او تقوا لړۍ روانه وه؛ په هره دوره کې له دغې کورنۍ څخه [Https://www.tolafghan.com/articles/13550 لويان، عالمان، عارفان، لیکوالان او شاعران راپورته شوي] چې د خپل وخت د علم او کلتور په وده کې یې اغېزناک رول لوبولی دی.
لکه څنګه چې د پټې خزانې په کتاب کې راغلي، شیخ متي درې وروڼه لرل: لومړی امران، دویم حسن، او درېیم پیر ګرمام. همداراز، هغوی یوه خور هم لرله چې بي بي خاله نومېده. د نعیم متي زي د دیوان په پای کې هم دا روایت تایید شوی دی.
د «توبې» غر چې د قندهار په سویل ختیځ کې پروت دی او اوسمهال د اڅکزي قوم مېشت ځای دی (او په پښتو ژبه ورته کوږک هم وايي)، همدې مشهور خواجه امران ته منسوب دی، چې د شیخ متي ورور و.
خو د حسن په اړه (چې په پټه خزانه کې د شیخ متي له وروڼو څخه شمېرل شوی)، د نعمت الله هروي په قول هغه د ده له زامنو څخه دی. د شیخ بل ورور په پیر ګرمام مشهور دی او خور یې، بي بي خاله، په پښین کې ښخه ده چې مزار یې تر اوسه پورې مشهور دی.<ref>{{Cite web|url=https://www.academia.edu/39122237/Shaikh_Imam_Al_Din_and_his_Tomb_at_Palosi_Piran|title=Shaikh Imam Al-Din and his Tomb at Palosi Piran}}</ref>
'''د شیخ متي بابا مشهور اولادونه او لمسيانو څو بیلګې:'''
* '''حضرت شیخ یوسف''' د حضرت شېخ متي بابا له پاک نفسه او نېکو زامنو څخه و، چې د لوړو روحاني مقاماتو، باطني درجو، فاخره احوالو او روښانه کراماتو خاوند و؛ تر دې چې د خپل وخت د اهلِ تمکین او سالکانو مقتدا او پېشوا بلل کېده. هغه د بشپړ کشف خاوند او د بصیرت په رڼا کې د باطني چارو په پټو حقیقتونو باندې په ښکاره توګه پوهېده (له همدې امله په «ظاهربین» ملقب و). د '''«اسرار الافغان»''' کتاب لیکلي دي چې شېخ متي د خپل تصوفي شخصیت له امله ډېر شهرت درلود، نو د ځینو رقیبانو له لوري به د ضرر رسولو هڅه نوموړي او د هغه کورنۍ ته کېدله؛ لکه کله به چې په خوړو کې د زهر غوندې باطني اغېز یا ککړتیا وه، هغه به د خپل باطني لید په واسطه سمدستي تشخیص کاوه او خپل د کورنۍ غړي او نور کسان به یې له خوړلو منع کول. د هغه روحاني ظهور او د حقایقو راسپړل د هغې ورځې په څېر خورا څرګند وو، چې د دولس قبیلو په غونډه کې (د افغانانو په منځ کې)، کله چې د افغان کبار صوفیه مشایخ راټول شوي وو او هر یو د خپل ولایت دعوا کوله، د شېخ یوسف د باطني او کشفي حقایقو څرګندېدو د هغه ځانګړی حقانیت او لوړ کمال ټولو ته روښانه کړ.
* '''شیخ حسن افغان'''، د معتبرو تاریخي منابعو پر اساس، په ځانګړې توګه د نعمت الله هروي د '''«تاریخ خان جهاني و مخزن افغاني»'''، د حسین بن خضر د '''«اسرار الافغان»''' او د امیر حسن سجزي د '''«فواید الفواد»''' د باوري روایاتو له مخې؛ د حضرت شېخ متي بابا زوی، د لوړو روحاني مقاماتو، باطني اسرارو او څرګندو کراماتو خاوند و، چې د سلیمان غره په لمنو کې یې ژوند کاوه او د زهد او مناقبو اوازه یې تر افغانستان او هندوستانه رسېدلې وه. هغه د خپل وخت د غوث العالم، حضرت شېخ بهاءالدین زکریا ملتاني لخوا دومره ستایل شوی و، چې فرمایلي یې وو: «که د قیامت په ورځ له ما څخه د الهي دربار د تحفې پوښتنه وشي، نو زه به د شېخ حسن افغان تحفه د بارګاه کبریا ته وړاندې کړم؛ ځکه هغه د خدایﷻ درګاه ته تر ټولو نږدې شخصیت دی.» دغه راز، د هند د چشتي طریقې د نامتو قطب او پیر، حضرت شېخ نظام الدین اولیاء په وینا او شهادت، د شېخ حسن افغان باطن د لوحِ محفوظ غوندې پاک او صفا و، چې له عرشه تر فرشه پورې له انوارو او روحاني رڼاوو څخه ډک و.
* '''شیخ خواجي صاحب''' د «اسرار الافغان» کتاب پر بنسټ، د شېخ متي زوی و، چې د خپل وخت یو ستر عارف او د کمالاتو، خارقالعاده کراماتو او پاکو انفاسو خاوند و. هغه د الهي جذبې تر اغېز لاندې له دنیا او خلکو څخه بشپړ لرې والی غوره کړه او خپل ټول عمر یې په غرونو او دښتو کې د حق په مینه او عبادت کې تېر کړ. دا مخلص زاهد له لذیذو طعامونو څخه په لرې پاتې کېدو او یوازې د ونو په پاڼو او بوټو ګوزارې کولو سره، په داسې وجد او روحاني مستۍ کې ډوب و چې مادي نړۍ او د هغې تعلقات یې بیخي هېر کړي وو. شېخ خواجي صاحب نه یوازې د خلوت او یوازېتوب مینه وال و، بلکې یو داسې «مستجابالدعوه» او «صاحبِ لفظ» شخصیت و چې د الهي قضا لخوا یې هیڅ دعا نه ردېدله او هر کلام یې په حقیقت بدلېدو.
* '''حضرت شیخ خضر''' د شیخ خواجي صاحب زوی، د حضرت شېخ متي بابا لمسی او د شېخ حسن افغان وریره، د غیبي مکاشفاتو، باطني مشاهدو، ښکاره کراماتو او لوړو روحاني معارفو خاوند شخصیت و. د اسرار الافغان د کتاب پر اساس هغه د خپل وخت د بېساري زهد او بندګۍ یو ښه بېلګه و؛ د هغه د ژوند تګلاره پر مطلق توکل، قناعت او پاکلمنۍ (عفاف) ولاړه وه او له مادي پلوه د تجرد او بېمالۍ بېنیازه مقام ته رسېدلی و. د هغه په سپېڅلي کرکټر کې خلوت او د شپې لخوا د سیند پر غاړه په خورا اخلاص او بېریا ډول د حق عبادت کول ځانګړی ځای درلود، تر دې چې د پرله پسې هاتفِ غیبي (ملکوتي غږونو) په واسطه رباني طاعت ته بلل شوی و. د هغه په روحاني شخصیت کې د حقیقت او معنوي مرکزیت په لور تمایل دومره ژور و چې د باطني جذبې په لارښوونه د تصوف او عرفان په لاره کې د یو لوړپوړي روحاني شخصیت په توګه ځلانده پاتې شو.
* [https://afghanpedia.com/depot/article/D2/w4LlYCebGWh5IuZx شیخ کټه] یو ستر عارف و چې د اتمې هجري پېړۍ په نیمايي (شاوخوا ۷۵۰ هـ.ق) کې ژوند کاوه. علامه '''عبدالحي حبیبي''' خپله څېړنیزه مقاله، ''«د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین»'' کې د دغه ستر علمي شخصیت په اړه داسې لیکي: "دا مدقق مؤرخ او د پښتنو د یوې خورا لویې علمي او ادبي کورنۍ رکن، د '''شیخ یوسف''' زوی او د '''شیخ متی''' لمسی دی. دی د شیخ متی تر مړینې وروسته د هغه پر علمي، ادبي او روحاني مسند کښېناست. شیخ یوسف اوه زامن درلودل، چې په هغوی کې '''شیخ کټه''' خورا مشهور شو. د ده مور '''بي بي مراد بخته''' نومېده چې په خټه زمنده وه." '''[https://afghanpedia.com/depot/article/D2/w4LlYCebGWh5IuZx د شیخ کټه علمي میراث]:''' دغه نامتو عالم د پښتنو د رجالو او مشاهیرو په تاریخ کې یو نفیس کتاب ولیکه چې '''«لرغوني پښتانه»''' نومېده. دا کتاب په پښتو ژبه و او د پښتو ادب په تاریخ کې ځانګړی ځای لري. د «پټې خزانې» مؤلف، '''محمد هوتک'''، په خپل اثر کې ډېر ځله د دغه کتاب یادونه کړې ده. داسې ښکاري چې د پخوانیو شاعرانو او مشاهیرو د پېژندنې په برخه کې د محمد هوتک تر ټولو مهم او یګانه ماخذ همدا د «لرغوني پښتانه» اثر و.
* '''حضرت شیخ میرداد''' د شېخ متي بابا د کورنۍ بل ستر ولي او عارف و. د نوموړي روحاني نفوذ د هغه وخت له افغانستان، خراسان او هندوستانه پورې پراخ و. نوموړی له روحاني رازونو باخبره او د کایناتو پر اسرارو پوه شخص و. نوموړي د روحانیت تر څنګ د علم پر ارزښت هم ښه سر خلاصاوه؛ ځکه علم یې د حقیقت د درک وسیله او خدای ته د نږدې کېدو وروستی هدف ګاڼه. په «اسرار الافغان» کې د یو روایت له مخې ذکر شوي، چې یوه ورځ یو کس حضرت شیخ ته راغی او ورته ویې ویل: «ما ته تر ټولو غوره لاره وښیه.» هغه ورته وویل چې علم زده کړه. هغه سړی لاړ او په خپله لاره بوخت شو. وروسته بېرته شېخ ته راغی او ویې ویل: زه علم نشم زده کولي او راته سخته ده داسې څه راوښیه چې ماته اسانه وي. شیخ ورته وفرمایل: د علم په لاره کې هر وخت خدای ته دعا کوه او وایه چې خدایه زه یوازې تاته اړتیا لرم، او اې ربه! ما ځان ته نږدي کړه.
د نوموړي کرامات او له خدای سره مینه د پښتنو د ساتني سبب ګرځېدل او د پښتنو ترمنځ یې یووالی رامنځته کاوه. د تاریخي روایتونو له مخې، کله چې مغول [[:fa:امیر_ارغون|ذوالنون ارغون]] د قندهار ښار پر لوري د پښتنو د ځپلو لپاره لښکر راغونډ کړ، خبر تر خلکو ورسېد او شېخ میرداد ته ورغلل او ورته ویې ویل: «موږ د دې قاهر لښکر مخه نشو نیولای.» حضرت شېخ میرداد ورته وویل: «صبر وکړئ، په خپلو کورونو کې کښېنئ او منتظر اوسئ چې د غیب له لوري څه پېښېږي.» وروسته یې خدای ته دعا وکړه چې د ده قوم او د ذوالنون ارغون د لښکر ترمنځ یو حجاب (پرده) رامنځته کړي. په هماغه شپه دومره واوره وشوه چې د تلو راتلو لارې بندې شوې او د ارغون لښکر ونشوای کولای مخکې لاړ شي. په اسرار الافغان کې حسین بن خضر د ده په اړه داسې لیکي:
دعایش چنان کرد حق مستجاب
که پیدا شد از برف، محکم حجاب
ببارید در شب چنان ابر، برف
که هنجار پیدا نشد هیچ طرف
بشد کوتل از برف یکسر پنهان
که ره گم شد از دیده رهبران
چو یاجوج شد برف سد سپاه
که ارغون بر افغان نمی برد راه
*د شیخ کټه له پښت څخه بل ستر شخصیت '''خواجه محمد زاهد خلیل متي زی''' و، چې د خپل وخت یو نامتو خدایپېژندونکی او پېژندل شوی عارف تېر شوی دی.
* د دې علمي او عرفاني کورنۍ بل ځلاند ستوری '''شیخ قدم متي زی''' و. نوموړی د خپل وخت له خورا مشهورو او منلو عارفانو څخه ګڼل کېده چې په معنوي ارشاد کې یې ځانګړی مقام درلود. شیخ قدم بالاخره په '''سرهند''' کې وفات شو او د نوموړي سپېڅلی مزار اوس هم په همدې سیمه کې د مینه والو او عقیدتمنو زیارت ځای دی.
* '''بي بي نیکبخته''' د پښتو ادب او عرفان په تاریخ کې یوه خورا منلې او عالمه څېره ده، چې په لسمه هجري پېړۍ کې یې د یوې عارفې مېرمنې په توګه شهرت درلود. د هغې ژوند او اثار نه یوازې د هغې د شخصي تقوا ښکارندویي کوي، بلکې د هغه وخت د علمي او روحاني کورنیو ترمنځ نږدې فکري اړیکې هم په ډاګه کوي. د پېښور پوهنتون د اریکولوژی پخواني استاد، ډاکتر عبدالرحمان په خپله یوه علمي مقاله کې [https://www.academia.edu/39122237/Shaikh_Imam_Al_Din_and_his_Tomb_at_Palosi_Piran لیکي] چې نوموړې د '''«ارشادالفقراء»''' په نامه یو ارزښتمن کتاب په ۹۶۹ هجري شمي کال کې لیکلی و. په دغه اثر کې هغې عرفاني حقایق او اخلاقي نصیحتونه په پښتو نظم بیان کړي دي، چې د متی زي کورنۍ د علمي حوزې د فکري بډاینې یوه غوره نمونه ګڼل کېږي.
همداراز، اغلې '''[[پروين فيض زاده ملال|پروین ملال]]''' په خپله یوه څېړنیزه مقاله کې د '''«[https://qamosona.com/j/index.php/all-articles-%D9%BC%D9%88%D9%84-%D9%85%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%A8/56-%D9%85%D8%AA%D9%86-%D9%BE%D9%88%D9%87%D9%86%D9%87/11-dummy/281-%D8%A7%D8%B3%D8%B1%D8%A7%D8%B1%D8%A7%D9%84%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86-%DB%8C%D8%A7-%D8%A7%D8%B3%D8%B1%D8%A7%D8%B1%D8%A7%D9%84%D8%A7%D9%81%D8%A7%D8%BA%D9%86%D9%87 اسرار الافغان]»''' کتاب پر صوفيی او عارفې مېرمنو رڼا اچولې او لیکي:
"په اسرار الافغان کې د ډېرو ښځینه وو ذکر راغلی چې ډېری یې [https://qamosona.com/j/index.php/all-articles-%D9%BC%D9%88%D9%84-%D9%85%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%A8/56-%D9%85%D8%AA%D9%86-%D9%BE%D9%88%D9%87%D9%86%D9%87/11-dummy/281-%D8%A7%D8%B3%D8%B1%D8%A7%D8%B1%D8%A7%D9%84%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86-%DB%8C%D8%A7-%D8%A7%D8%B3%D8%B1%D8%A7%D8%B1%D8%A7%D9%84%D8%A7%D9%81%D8%A7%D8%BA%D9%86%D9%87 د '''حضرت شیخ متی''' د] [https://qamosona.com/j/index.php/all-articles-%D9%BC%D9%88%D9%84-%D9%85%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%A8/56-%D9%85%D8%AA%D9%86-%D9%BE%D9%88%D9%87%D9%86%D9%87/11-dummy/281-%D8%A7%D8%B3%D8%B1%D8%A7%D8%B1%D8%A7%D9%84%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86-%DB%8C%D8%A7-%D8%A7%D8%B3%D8%B1%D8%A7%D8%B1%D8%A7%D9%84%D8%A7%D9%81%D8%A7%D8%BA%D9%86%D9%87 کورنۍ غړې دي]؛ لکه: '''بي بي رقیه''' د شیخ قاسم خور، '''بي بي توتیا''' د شیخ قاسم مېرمن، '''بي بي بسۍ، بي بي حاکمه، بي بي مرجانه، بي بي هاجره او بي بي خدیجه.''' دا هغه نومونه دي چې ما د بېلګې په توګه له دغه اثره راخیستي دي."[[دوتنه:Mausoleum of Kausim Solemance at Chunar Gur - British Library X432 3(23).jpg|بټنوک|د شاه قاسم سلیماني متي زي مقبره، چې په ۱۷۹۷ کال کې د توماس او ویلیم ډینیل لخوا انځور شوې او اوس په برېتانوي کتابتون کې ساتل کېږي، د هند د اترپردیش ایالت په میرزا پور کې د چونار کلا سویل لویدیز ته په نیم میل واټن کې موقعیت لري.]]
* '''[https://qamosona.com/j/index.php/all-articles-%D9%BC%D9%88%D9%84-%D9%85%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%A8/56-%D9%85%D8%AA%D9%86-%D9%BE%D9%88%D9%87%D9%86%D9%87/11-dummy/281-%D8%A7%D8%B3%D8%B1%D8%A7%D8%B1%D8%A7%D9%84%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86-%DB%8C%D8%A7-%D8%A7%D8%B3%D8%B1%D8%A7%D8%B1%D8%A7%D9%84%D8%A7%D9%81%D8%A7%D8%BA%D9%86%D9%87 شیخ قاسم]''' (۹۵۶ هـ / ۱۵۴۹ م) د خپلې زمانې مشهور عارف او د '''«[https://afghanpedia.com/depot/article/D2/92dOfxc4yLlMCwFd تذکرة الاولیای افغان]»''' اثر مؤلف و. د پېښور پوهنتون د اریکولوژی پخواني استاد، ډاکتر عبدالرحمان [https://www.academia.edu/39122237/Shaikh_Imam_Al_Din_and_his_Tomb_at_Palosi_Piran لیکي]: "د شیخ پراخ ولسي نفوذ د مغول پاچا، '''جلال الدین اکبر'''، کینه او شک راوپاراوه. اکبر وېرېده چې شیخ به سیاسي ستونزې ورته جوړې کړي، نو ځکه یې هغه له پېښور څخه لاهور ته جلاوطن کړ. خو لاهور د شیخ د فعالیتونو لپاره لا ښه زمینه برابره کړه. په دې جریان کې اکبر مړ شو او د هغه ځای ناستي، '''جهانګیر'''، په ۱۶۰۵-۰۶ز کال کې شیخ سمدستي «چنار ګړ» ته ولېږه او هلته یې په کلا کې بندي کړ. که څه هم مغول پاچا جهانګیر په خپل توزک (تزکِ جهانګیري) کې شېخ قاسم متيزی د 'شېخ ابراهیم بابا' په نوم یاد کړی، خو محققین او ځايي اسناد هغه د شاه قاسم سلېماني (متيزي) په نوم پېژني. شیخ قاسم په ۱۶۰۷-۰۸ میلادي کال کې په هماغه زندان کې وفات شو او په '''چنار ګړ''' کې خاورو ته وسپارل شو. شیخ قاسم اووه زامن لرل. د تاریخي روایاتو له مخې، لکه څنګه چې یې نیکونو په علمي ډګر کې نوم درلود، د نوموړي ټول زامن د خپل وخت غوره عالمان ول."
* '''شیخ کبیر متي زي''' چې په «بالا پیر» مشهور و، په عرفان او تقوا کې یې خورا لوړ مقام درلود. نوموړی د اوولسمې پېړۍ یو وتلی صوفي او عارف و چې د هند د اترپردېش په قنوج کې یې ژوند کاوه. د هغه ژوند له معنوي عبادت، عاجزۍ او ژور فکري اغېز څخه ډک و، تر دې چې نفوذ یې ان د مغولي واکمنۍ تر ټولو لوړو چارواکو او حلقو پورې رسېده. شیخ کبیر د مغولي دورې یو له سترو روحاني شخصیتونو څخه و چې په خپلې پوهې او حکمت سره به یې د خپلو مینه والو ترمنځ پېچلې مذهبي شخړې او بحثونه حل کول. د مغولو پادشاهانو، شاه جهان او اورنګزېب، د نوموړي او د هغه د زوی، بل ستر روحاني شخصیت '''شیخ محمد مهدي متي زي''' په ویاړ د معمارۍ شهکار بیلابیل مزارونه جوړ کړ، چې په هند کې د [https://nmma.nic.in/nmma/NAS1/nmma_doc/IAR/Indian%20Archaeology%201998-99%20A%20Review.pdf تاریخي ابداتو په ثبت کې شامل] دی او یو له خورا مهمو تاريخي ځایونو څخه شمېرل کېږي.
* '''شیخ واصل متي زی''' د دې [https://archive.org/stream/b-pashto-adabiyat-tarikh/B_Pashto_Adabiyat_Tarikh_djvu.txt کورنۍ یو بل ستر ولي، عالم او متصوف شخصیت] '''و''' چې په ۱۰۰۷ هجري قمري کال کې زېږېدلی دی. نوموړي پښتنو ته د عرفان، روحاني بیدارۍ او د ظلم په وړاندې د مقاومت فکر ورکړ او د هغوی په منځ کې یې علمي شعور بیدار کړ. شیخ واصل د وحدتالوجود غوندې پېچلي فلسفي او عرفاني مسایل په خورا ساده او روانه پښتو ژبه بیان کړل، چې دا کار پښتو ژبې ته له علمي پلوه د سیمې د نورو ژبو (لکه فارسي او عربي) سره د سیالۍ ځواک ورکړ. خوشحال بابا د هغه په اړه وایي:
چې دا لاف وهي د شعر، نن په دا دور دی ډېر خدای دې ناکا چې به حال وایم، د دوی تېر او بېر<ref>{{Cite web|url=https://archive.org/stream/b-pashto-adabiyat-tarikh/B_Pashto_Adabiyat_Tarikh_djvu.txt|title=}}</ref>
څوک پاوي څوک نیم پاوي دی، قلندر پکې نیم سېر هېڅ مې نه دی واصل هېر، بل دولت فقیر پاوي
زه تېری څو سېره شاهي تېر!
* '''شیخ امام الدین متي زي''' (زوکړه: ۱۰۲۰ هـ) د خپل وخت عالم او لیکوال و چې '''«تاریخ افغان»''' او '''«اولیای افغان»''' یې مشهور اثار دي. د پېښور پوهنتون د اریکولوژی پخواني استاد، ډاکتر عبدالرحمان [https://www.academia.edu/39122237/Shaikh_Imam_Al_Din_and_his_Tomb_at_Palosi_Piran لیکي]: "د شیخ د ماشومتوب او لومړني ژوند په اړه ډېر معلومات په لاس کې نشته؛ همداراز د هغه د زده کړو د ځای او یا د هغو استادانو په اړه چې ده ورڅخه ګټه پورته کړې وي، کره معلومات نه تر سترګو کېږي. احتمالاً هغه د خپلې کورنۍ په روحاني او عرفاني فضا کې روزل شوی وي، چې همدې چارې د هغه د ژوند راتلونکی مسیر وټاکه. شیخ د خپلو هغو نیکونو په څېر چې په تقوا او پوهه کې یې نوم درلود، ډېر ژر په پېښور او شاوخوا سیمو کې د یو ستر عالم او عارف په توګه شهرت وموند."
* '''میا متو صاحب (متيزي)''' یو مخکښ رهبر او روحاني شخصیت و، چې په اوولسمه پېړۍ کې (تقریباً تر ۱۶۱۴ میلادي کال وروسته) یې د [https://jalandhar.nic.in/about-district/ هند پنجاب ایالات جالندھر له مشهورو دولسو بستیو (استوګنځیو) څخه یوه مهمه مستحکمه کلا او مېشته، «بستي متو صاحب»، بنسټ کېښود]. د هغه دا اقدام له پېښور درې څخه د پنجاب میدانونو ته د پښتنو د لوېدیځ لوري د پراختیا او کډوالۍ یو تاریخي پړاو بلل کېږي، چې موخه یې د مغولي واکمنۍ پر مهال د پښتني کلتور ساتنه او د خپلې ټولنې لپاره د یوې خوندي سیمې رامنځته کول وو. میا متو صاحب یوازې یو متفکر مشر نه، بلکې د متي زي په کورنۍ پورې د تړاو له امله د خپلې سیمې روحاني او مذهبي لارښود هم ګڼل کېده، چې تر ۳۰۰ کلونو زیات یې د جالندھر په سیمه کې د پښتنو معنوي او ټولنیز نفوذ خوندي وساتلو؛ نن ورځ هم دغه سیمه په هند کې د هغه په نوم یادیږي چې د نوموړي د تاریخي میراث او اغېز ژوندۍ بېلګه ده.
* د دغې علمي کورنۍ بل مشهور مؤلف او شاعر '''نعیم متي زي''' دی چې په '''۱۲۳۰ هـ (۱۸۱۴ م)''' کال وفات شوی او په کندهار کې یې ژوند کاوه.
د دې کورنۍ ځانګړتیا دا ده چې ميراث يې یوازې په نسب پورې تړلی نه دی، بلکې هغه علمي او روحاني پانګه ده چې پېړۍ پېړۍ یې د پښتنو د هویت او عرفان ساتنه کړې ده.
== د شیخ متي بابا عرفاني اشعار او مناجات ==
شیخ متي بابا د پښتنو یو له خورا لویو صوفي شاعرانو او عارفانو څخه دی، چې د غونډان په غره (د کلات په حدودو کې) یې په یوې غار کې د عبادت پر مهال د '''«خداى مينه»''' په نوم یو کتاب لیکلی و. د «پټې خزانې» مؤلف، محمود هوتک، روایت کوي چې دا کتاب د شیخ متي تر مړینې وروسته د هغه پر مزار پروت و او خلکو به په ډېر عقیدت سره لوست.
د شیخ متي بابا ډېری عرفاني اشعار او مناجات په داسې یو سوزناک او مانیز انداز ویل شوي، چې د هغو په اورېدو به د خلکو زړونه ولړزېدل او ژور اغېز به یې پرې کاوه. که څه هم نن سبا د دغه مقتدر صوفي شاعر د اشعارو بشپړه ټولګه زموږ په لاس کې نشته، خو د پټې خزانې مؤلف یوه خورا مشهوره عرفاني منظومه (مناجات) له خپل پلار څخه اورېدلې او په خپل کتاب کې یې خوندي کړې ده.
دلته د دغه مناجات نهم بند ته لنډه کتنه کوو چې په لاندې ډول دی:
ستا په جمال باندي شيدا سوم
لـه خپلي سټي را جلا سوم
په ژړا ژاړم چي بېلتون دى
يمه پردېسى بل مي تون دى
== د شیخ متي بابا عرفاني او فلسفي لیدلوری ==
د شېخ متي بابا فکر او روحاني فلسفه د نوموړي له مناجاتو، بندونو، پاتې روایاتو، تاریخي اثارو او د کورنۍ له علمي او روحاني ستر میراث څخه په ښه توګه معلومېږي. نوموړی د خدای مینه تر هر څه لوړه بولي او د انسانانو خدمت تر ټولو لوړ عبادت ګڼي. هغه کاینات یوه ابدي حقیقت شمېري؛ که لمر او سپوږمۍ نړۍ روښانه کوي، که په دښتو کې ګلان خاندي، که په پسرلي کې د ځمکې پر مخ د زرغونېدو مېله وي، که په غرونو کې د مینې شپېلۍ غږېږي او که بورا د ګل پر سر له مینې کړېږي؛ دا ټول د هغه «ابدي عرفاني جمال» بېلابېل مظاهر او نښې دي.
شېخ متي بابا په دې باور دی چې انسان تل د همدې ازلي ښکلا او جمال په مینه ژوندی پاتې دی. د هغه د فلسفې له مخې، انسان پخپله هم له یوې فیاضې او ښکلې منبع څخه رامنځته شوی ځکه خو په دې نړۍ کې هم د فطرت پر ښکلا مین دی او تل دا مېل ورسره وي چې بېرته خپلې هغې ښکلې مرجع (حقیقي محبوب) ته ور وګرځي.
شېخ متي بابا په لومړي ځل پښتنو ته روحاني او عرفاني فلسفه په داسې تدبیر او ځیرکتیا سره وړاندې کړه، چې د کیفیت له اړخه یې له نورو سترو روحاني مکتبونو سره برابري کوله. نوموړي دا روحاني فلسفه د غونډان په غرونو کې له ۴۰ کلن عبادت، پېژندنې او ریاضت په ترڅ کې پخه کړه. د خپلې کورنۍ له لارې یې داسې روحاني میراث پر ځای پرېښود، چې د سلګونو کلونو لپاره یې د پښتنو د روحاني او عرفاني روزنې او پالنې خدمت وکړ. همدا روحاني ځواک (قوت) و چې د پښتنو خپل سیاسي، اقتصادي او ټولنیز نفوذ او رېښې تر هندوستانه ورسولې.
== د شیخ متي بابا د افکارو ارزونه او ادبي مقام ==
که څه هم د شیخ متي بابا اشعار په ظاهري بڼه ساده او روان برېښي، خو په حقیقت کې خورا ژور مفاهیم پکې نغښتي دي. سره له دې چې نوموړی د پوهې، تصوف او پرهېزګارۍ په لوړو پوړیو کې و، خو بیا هم د حق له دربار څخه د بېلتون شېبې ورته سختې تمامېدې. هغه په دې نړۍ کې خپل ټول زهد او نېک کړه وړه د الله (ج) د رضا په وړاندې ډېر ناڅیزه ګڼل او تل یې پر دې ټینګار کاوه چې د دنیا ژوند موقتي او یوازې آخروي ژوند ابدي او همېشنی دی.
د پورتنیو څېړنو پر بنسټ ویلی شو چې شیخ متي بابا د خپل عصر پر تصوفي علومو بشپړ حاکمیت درلود او په عرفاني برخه کې یې خورا پاخه او پیاوړي افکار وړاندې کړي دي. له همدې امله، نوموړی د پښتو د متصوفو شاعرانو «امام» او مخکښ ګڼل کېږي. د هغه د فکر او سبک اغېزې تر ده پېړۍ وروسته د روښانیانو په اثارو، او د عبدالقادر خان خټک، رحمان بابا او نورو عارفو شاعرانو په کلام کې په څرګند ډول لیدل کېږي.
hzcq7pw0xfbqxg970itby4158f82m13
سورنا
0
78801
364877
331794
2026-06-26T21:22:50Z
~2026-36917-94
39954
/* */
364877
wikitext
text/x-wiki
[[جنرال سورنا رستم پهلوان]] سورنا(رستم پهلوان) د اشکانی د پادشاهی زړور جنرال او د سورن قبیلی مشر وه هغه د روم امپراتوری ته لس زرو جنګیالیو پښتانو په مرسته ماته ورکړه او څلويښت زره شاؤخوا رومي عساکر یی د هغوی مشرتابه په ګډون د ځمکی تلين ته ولیږل چي رومیان ورته ده نسل کشی لفظ هم کارولي
سورنا زیږدیز ٥٣ پ. م
مړینه ٨٢ پ. م
hkcv3t7v2l1e5kjjbfzce21a2nd3nsw
د کارن خبرې اترې:محمدالله ناصري
3
87459
364876
2026-06-26T19:24:28Z
ښه راغلاست پیغام ورکوونکی
11444
د يوه نوي کارن د خبرواترو مخ کې د [[ښه راغلئ|ښه راغلاست پيغام]] ورگډوي
364876
wikitext
text/x-wiki
{{ښه راغلئ|realName=|name=محمدالله ناصري}}
-- <span style="font-family: MCS Quds SU normal; font-size: 15px; text-shadow: silver 0.2em 0.2em 0.1em;"> '''[[کارن:Af420|<font color="black">'''Af420''']]''' </span> <sup><font face="MCS Quds SU normal" size="3">'''[[د کارن خبرې اترې:Af420|<font color="#69 69 69">'''اړیکه''']] '''</font></sup> ۲۶ جون ۲۰۲۶، گړۍ ۱۹:۲۴ ([[همغږي نړیوال وخت|'''نړۍوال وخت''']])
4oif8nugll6s2sisar4x08u0mfbk020
ساتونکی
0
87460
364879
2026-06-27T11:38:05Z
Khalkyaar
35453
Khalkyaar د [[ساتونکی]] مخ [[څارندوی]] ته د مخ گرځونې له لارې ولېږداوه.: ناسم سرليک
364879
wikitext
text/x-wiki
#مخګرځ [[څارندوی]]
lwehp83ckuu7hk5yt40yfk2mks7a4w7