ويکيپېډيا
pswiki
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%84%D9%88%D9%85%DA%93%DB%8C_%D9%85%D8%AE
MediaWiki 1.47.0-wmf.10
first-letter
رسنۍ
ځانگړی
خبرې اترې
کارن
د کارن خبرې اترې
ويکيپېډيا
د ويکيپېډيا خبرې اترې
دوتنه
د دوتنې خبرې اترې
مېډياويکي
د مېډياويکي خبرې اترې
کينډۍ
د کينډۍ خبرې اترې
لارښود
د لارښود خبرې اترې
وېشنيزه
د وېشنيزې خبرې اترې
تانبه
د تانبې خبرې اترې
مهالليک
د مهالليک خبرې اترې
چلنوال
د چلنوال خبرې اترې
پېښه
د پېښې خبرې اترې
اريايي ژبې
0
18718
365084
354956
2026-07-10T08:44:55Z
~2026-39106-33
40061
/* */
365084
wikitext
text/x-wiki
{{هراړخيز مالوماتبکس}}
د ایراني ژبو په لیست کې د دې سیمې ژبې شاملې دي، په شمول د افغانستان، ایران، عراق او تاجکستان کې ویل شوي لهجې. دا ژبې "ایراني" بلل کیږي، که څه هم دا اصطلاح دا معنی نلري چې دوی یوازې د ایران د عصري هیواد پورې اړه لري؛ بلکه، د "ایران" کلمه پخپله د "آریان" معنی لري، او د دواړو مفاهیمو ترمنځ هیڅ توپیر نشته - لکه څنګه چې د "ایران" نوم له آریانو څخه اخیستل شوی دی. د آریایي ژبو کورنۍ درې لویې رسمي ژبې لري: پښتو (د افغانستان رسمي ژبه)، فارسي (د ایران رسمي ژبه)، او کرد (د عراق رسمي ژبه). ژبو لړلیک کې د سيمې شمال لوېديځې [[ژبه|ژبې]] راځي، چې د [[افغانستان]]، [[ايران|اېران]]، [[عراق]] او [[تاجکستان]] هېوادونه ژبې پکې شاملې دي. اريايي ژبې په ايراني ژبې هم يادېږي، [[ایراني ژبې|اېراني ژبې]]: '''دا په دې معنا نه ده چې دا ژبې د اېران دي'''، بلکې د [[ایران]] معنا يعني ('''آریایي''') آريايي او اېراني هېڅ کوم توپير نه لري. دا چې اوس د اېران نوم له [[اريايان|اريايانو]] څخه غلا شوی، او [[ايران|ايرانيانو]] ځانونه په اريايانو پورې تړلي، په همدې ډول غواړي چې د اريائي کورنۍ نورې ژبې هم په ځان پورې وتړي.
{{ژبې مالومات|family=آريايي/ایراني ژبې|image=آريايي ژبې.jpeg|imagesize=3000×1695|Languages=[[پښتو]] ،|familycolor=}}
==د اريايي کورنۍ ژبې==
اريايي کورنۍ چې زياتره کسان يې يې د [[ایراني ژبې|اېراني کورنۍ]] په نوم پېژني، څلور ژوندۍ ژبې لري. [[پښتو]] د اريايي کورنۍ لومړنۍ او [[فارسي]] دويمه ژبه ده، خو ایرانیان په دې باور دي چې [[پاړسي ژبه|فارسي]] لومړۍ او [[پښتو]] دويمه ده، چې دا باور تر ډېره ناسم ګڼل شوی.
۱: [[پښتو]] د [[افغانستان]] رسمي ژبه، د اريايي کورنۍ لومړنۍ ژبه ده. چې لږ تر لږه 120 ميليونه ويونکې لري. افغانستان او پاکستان کې ترټولو ډېر ويونکي لري.
۲: [[پاړسي ژبه|فارسي]] د اېران هېواد رسمي ژبه، د اريائي کورنۍ دويمه لويه ژبه ده. چې حد اکثر 60 ميليونه ويونکي لري.
۳: [[کوردي ژبه|کوردي]] د اريايي کورنۍ درېيمه ژبه ده ، چې نږدې 40 ميليونه ويونکې لري. او همدا راز کوردي ژبه د عربي ترڅنګ په [[عراق]] کې رسمي ژبه ده.
۴: [[بلوڅي ژبه|بلوڅي]] ژبه، د اريايي کورنۍ وروستۍ غیر رسمي ژبه ده چې هېڅ هېواد کې رسميت نه لري، په داسې حال کې چې د دې ژبې الفباء هم څرګنده نه ده. خو تاریخي څېړونکي په دې اند دي چې بلوڅي ژبه د [[پښتو]] ژبې څخه زېږېدلې، او تر ډېره د پښتو لغاتونه پکې کارول شوي.
== سرچينې ==
{{لړسرچينې}}
73ka43ga7eow21n1uo6q385v30hn8tk
متمرکزه لمریزه برېښنا
0
60794
365075
356916
2026-07-10T00:36:25Z
InternetArchiveBot
24283
Rescuing 1 sources and tagging 0 as dead.) #IABot (v2.0.9.5
365075
wikitext
text/x-wiki
'''د متمرکزې لمریزې برېښنا''' سیستمونه (چې '''متمرکزه لمریزه تودوخه''' هم بلل کېږي) له ښيښو او لېنزونو (عدسیو) څخه په استفادې سره د یوه جذبوونکي پر مخ د لمر د رڼا د پراخې ساحې په متمرکزولو سره لمریزه برېښنا تولیدوي. برېښنا هغه وخت تولیدېږي چې متمرکزه رڼا پر تودوخې (لمریزه حرارتي انرژي) بدله شي، د تودوخې انجن (معمولاً د بخار توربین) چې له یوه برېښنايي الکتریکي جنراتور سره وصل دی، په حرکت راولي یا ترمو کیمیاوي غبرګون ته ځواک ورکوي.<ref>{{Cite web|url=https://www.solarpaces.org/how-csp-works/|title=How CSP Works: Tower, Trough, Fresnel or Dish|date=June 12, 2018|website=SolarPACES|access-date=November 29, 2019}}</ref><ref>{{cite journal|last1=Boerema|first1=Nicholas|last2=Morrison|first2=Graham|last3=Taylor|first3=Robert|last4=Rosengarten|first4=Gary|date=1 November 2013|title=High temperature solar thermal central-receiver billboard design|journal=Solar Energy|volume=97|pages=356–368|doi=10.1016/j.solener.2013.09.008|bibcode=2013SoEn...97..356B}}</ref><ref>{{cite journal|last1=Law|first1=Edward W.|last2=Prasad|first2=Abhnil A.|last3=Kay|first3=Merlinde|last4=Taylor|first4=Robert A.|date=1 October 2014|title=Direct normal irradiance forecasting and its application to concentrated solar thermal output forecasting – A review|journal=Solar Energy|volume=108|pages=287–307|doi=10.1016/j.solener.2014.07.008|bibcode=2014SoEn..108..287L}}</ref><ref>{{cite journal|last1=Law|first1=Edward W.|last2=Kay|first2=Merlinde|last3=Taylor|first3=Robert A.|date=1 February 2016|title=Calculating the financial value of a concentrated solar thermal plant operated using direct normal irradiance forecasts|journal=Solar Energy|volume=125|pages=267–281|doi=10.1016/j.solener.2015.12.031|bibcode=2016SoEn..125..267L}}</ref><ref name="Sunshine to Petrol">{{cite web|title=Sunshine to Petrol|url=http://energy.sandia.gov/wp/wp-content/gallery/uploads/S2P_SAND2009-5796P.pdf|publisher=Sandia National Laboratories|access-date=11 April 2013|archive-date=19 February 2013|archive-url=https://web.archive.org/web/20130219194404/http://energy.sandia.gov/wp/wp-content/gallery/uploads/S2P_SAND2009-5796P.pdf|url-status=dead}}</ref><ref name="SunShot">{{cite web|title=Integrated Solar Thermochemical Reaction System|url=https://web.archive.org/liveweb/http://www1.eere.energy.gov/solar/sunshot/csp_sunshotrnd_pnnl.html|publisher=U.S. Department of Energy|access-date=11 April 2013}}</ref><ref name="NYT41013">{{cite news|title=New Solar Process Gets More Out of Natural Gas|url=https://www.nytimes.com/2013/04/11/business/energy-environment/new-solar-process-gets-more-out-of-natural-gas.html|access-date=11 April 2013|newspaper=The New York Times|date=10 April 2013|first=Matthew L.|last=Wald}}</ref>
په ۲۰۱۸ ز کال کې په نړیواله کچه د نصب شوې متمرکزې لمریزې برېښنا د تولید ټول ظرفیت ۵۵۰۰ مېګاواټه و چې دا شمېره په ۲۰۰۵ ز کال کې یوازې ۳۵۴ مېګاواټه وه. هسپانیا د نړۍ نیمايي دغه ظرفیت جوړوي چې ۲۳۰۰ مېګاواټه دی، که څه هم له ۲۰۱۳ ز کال را په دېخوا د دغه هېواد سوداګریزو فعالیتونو ته هېڅ نوی ظرفیت نه دی داخل شوی. متحد ایالتونه د ۱۷۴۰ ز مېګاواټه لمریزې برېښنا په لرلو سره دویم مقام لري. د دې برېښنا د تولید لپاره لېوالتیا په شمالي افریقا، منځني ختیځ، هند او [[چین د خلکو جمهوریت|چین]] کې هم ډېره ده. نړیوال بازار په لومړي سر کې پارابولیک لمریزې تودوخې ټولوونکو سیستمونو نیولی و چې یو وخت یې د متمرکزې لمریزې برېښنا ۹۰ سلنه برخه جوړوله. له ۲۰۱۰ کال راهیسې د مرکزي برېښنا برجونه (پایې) د متمرکزې لمریزې برېښنا د لوړې تودوخې د فعالیت په خاطر د پام وړ ګرځېدلي چې دا تودوخه تر ۵۶۵ سانتي ګرېد (۱۰۴۹ ز کال ) فارنهایټ پورې لوړېږي، په داسې حال کې چې د پارابولیک تودوخې ټولوونکو لوړه تودوخه تر ۴۰۰ سانتي ګرېد درجو او ۷۵۲ فارنهایټ پورې رسېدای شي او د لوړې تودوخې دا وړتیا ډېر کارندوالی لري.<ref name="HeliosCSP">{{cite web|url=http://helioscsp.com/concentrated-solar-power-increasing-cumulative-global-capacity-more-than-11-to-just-under-5-5-gw-in-2018/|title=Concentrated Solar Power increasing cumulative global capacity more than 11% to just under 5.5 GW in 2018|access-date=18 June 2019}}</ref><ref name="saw2011">{{cite web|url=http://www.renewableenergyworld.com/rea/news/article/2011/09/renewables-bounced-back-in-2010-finds-ren21-global-report|title=Renewables Bounced Back in 2010, Finds REN21 Global Report|first1=Janet L.|last1=Sawin|first2=Eric|last2=Martinot|name-list-style=amp|date=29 September 2011|work=Renewable Energy World|archive-url=https://web.archive.org/web/20111102183605/http://www.renewableenergyworld.com/rea/news/article/2011/09/renewables-bounced-back-in-2010-finds-ren21-global-report|archive-date=2 November 2011}}</ref>
د متمرکزې لمریزې برېښنا د لویو پروژو له ډلې په متحدو ایالتونو کې د اېوانپا د لمریزې برېښنا مرکز دی چې ۳۹۲ مېګاواټه برېښنا تولیدوي او د تودوخې د انرژۍ له ذخیره کولو پرته د لمریزې برېښنا د برجونو ټېکنالوژي کاروي؛ په مراکش کې د اوارزازېت د لمریزې برېښنا سټېشن ته هم اشاره کولی شو چې د لمریزې تودوخې ټولوونکې او د برج د ټېکنالوژیو په یوځای کېدو سره ټولټال ۵۱۰ مېګاواټه برېښنا د څو ساعتونو لپاره ذخیره کوي.<ref>Louis Boisgibault, Fahad Al Kabbani (2020): [http://www.iste.co.uk/book.php?id=1591 ''Energy Transition in Metropolises, Rural Areas and Deserts''] {{Webarchive|url=https://web.archive.org/web/20200121141134/http://iste.co.uk/book.php?id=1591 |date=2020-01-21 }}. [[Wiley - ISTE]]. (Energy series) {{ISBN|9781786304995}}.</ref>
متمرکزه لمریزه برېښنا د حرارتي انرژۍ د تولیدوونکې برېښنا د یوه سټېشن په توګه د برېښنا له حرارتي سټېشنونو سره ډېر ګډ ټکي لري، لکه د ډبرو سکاره، ګاز یا د ځمکې تودوخه. د متمرکزې لمریزې برېښنا یو سټېشن حرارتي انرژي ذخیره کولی شي، دا انرژي د محسوسې تودوخې یا پټې تودوخې په ډول (د بېلګې په توګه په اوبو کې منحل شوې مالګه) ذخیره کوي، دا کار دغه سټېشن ته وړتیا ورکوي چې د اړتیا پر مهال شپه او ورځ برېښنا تولید کړي. دا کار د دې لامل کېږي چې متمرکزه لمریزه برېښنا د غوښتنې له مخې پر استول کېدونکې یا مدیریت کېدونکې برېښنا بدله شي. د غوښتنې له مخې استول کېدونکې یا مدیریت کېدونکې تجدیدي انرژي د کلفورنیا په څېر په هغو ځایونو کې ډېر ارزښت لري چې له وړاندې د فوټوولټايک (پر برېښنا د رڼا بدلول) نفوذ ډېر وي، ځکه د لمر پرېوتو ته نږدې په دغه وخت کې د برېښنا لپاره غوښتنه ډېره لوړېږي او د فوټوولټايک ظرفیت را ټيټېږي.<ref>{{cite web|url=http://www.solarpaces.org/chance-csp-california-outlaws-gas-fired-peaker-plants/|title=New Chance for US CSP? California Outlaws Gas-Fired Peaker Plants|access-date=23 February 2018}}</ref><ref>{{cite web|last=Deign|first=Jason|title=Concentrated Solar Power Quietly Makes a Comeback|url=https://www.greentechmedia.com/articles/read/concentrated-solar-power-quietly-makes-a-comeback|website=GreenTechMedia.com|date=24 June 2019}}</ref>
متمرکزه لمریزه برېښنا تر ډېره له فوټوولټایک لمریزې برېښنا سره پرتله کېږي، ځکه دواړه له لمریزې برېښنا څخه استفاده کوي. که څه هم فوټوولټایک لمریزې برېښنا په وروستیو کلونو کې د بیو د ټيټوالي له امله ډېره وده کړې، خو د متمرکزې لمریزې برېښنا وده د تخنیکي ستونزو او لوړو بیو له امله سسته وه. په ۲۰۱۷ ز کال کې متمرکزې لمریزې برېښنا په ټوله نړۍ کې د لمریزې برېښنا د نصب شویو سیستمونو د ظرفیت دوه سلنه برېښنا جوړوله. سره له دې، متمرکزه لمریزه برېښنا په اسانۍ سره د شپې په جریان کې انرژي ذخیره کولی شي او د غوښتنې له مخې له استول کېدونکو یا مدیریت کېدونکو جنراتورونو او د اساسي ظرفیت له سیستمونو سره لا ډېره رقابتي کېږي.<ref>{{cite web|url=http://helioscsp.com/as-concentrated-solar-power-bids-fall-to-record-lows-prices-seen-diverging-between-different-regions/|title=As Concentrated Solar Power bids fall to record lows, prices seen diverging between different regions|access-date=23 February 2018}}</ref><ref>{{cite web|url=http://www.kcet.org/news/redefine/rewire/solar/concentrating-solar/are-solar-power-towers-doomed-in-california.html|title=Are Solar Power Towers Doomed in California?|author=Chris Clarke|work=KCET}}</ref><ref>{{cite web|url=http://www.solarpaces.org/csp-competes-with-natural-gas-not-pv/|title=CSP Doesn't Compete With PV – it Competes with Gas|access-date=4 March 2018}}</ref><ref>{{cite web|url=https://cleantechnica.com/2019/06/04/concentrated-solar-power-costs-fell-46-from-2010-2018/|title=Concentrated Solar Power Costs Fell 46% From 2010–2018|access-date=3 June 2019}}</ref><ref name="dub">{{cite web|url=http://helioscsp.com/uaes-push-on-concentrated-solar-power-should-open-eyes-across-world/|title=UAE's push on concentrated solar power should open eyes across world|access-date=29 October 2017}}</ref><ref>{{cite web|url=http://helioscsp.com/concentrated-solar-power-dropped-50-in-six-months/|title=Concentrated Solar Power Dropped 50% in Six Months|access-date=31 October 2017}}</ref><ref>{{cite web|url=https://www.ethz.ch/en/news-and-events/eth-news/news/2017/09/concentrating-solar-power.html|title=After the Desertec hype: is concentrating solar power still alive?|access-date=24 September 2017}}</ref>
د [[دوبۍ]] د برېښنا او اوبو د ادارې پروژه چې په ۲۰۱۹ ز کال کې کار پرې روان و، په ۲۰۱۷ ز کال کې یې د متمرکزې لمریزې برېښنا د ټيټې بیې ریکارډ درلود؛ یعنې د ۷۰۰ مېګاواټي پروژې لپاره یې په هر ساعت مېګاواټ ۷۳ ډالره بیه لرله چې کانال یې ۶۰۰ مېګاواټه او ټاور یې ۱۰۰ مېګاواټه و او په ورځ کې يې د ۱۵ ساعته حرارتي انرژۍ د ذخیره کولو وړتیا لرله. د چیلي په خورا وچه «اتاکاما» سیمه کې د متمرکزې لمریزې برېښنا د اساسي ظرفیت تعرفه د ۲۰۱۷ ز کال په مزایدو (لیلامونو) کې په هر ساعت مېګاواټ تر ۵۰ ډالرو ټيټه شوه.<ref>{{Cite web|url=https://analysis.newenergyupdate.com/csp-today/acwa-power-scales-tower-trough-design-set-record-low-csp-price|title=ACWA Power scales up tower-trough design to set record-low CSP price|last=Reuters|date=September 20, 2017|website=New Energy Update / CSP Today|access-date=November 29, 2019|archive-date=July 28, 2020|archive-url=https://web.archive.org/web/20200728195623/https://analysis.newenergyupdate.com/csp-today/acwa-power-scales-tower-trough-design-set-record-low-csp-price|url-status=dead}}</ref><ref name="chile">{{cite web|url=http://www.solarpaces.org/solarreserve-bids-csp-5-cents-chilean-auction/|title=SolarReserve Bids CSP Under 5 Cents in Chilean Auction|access-date=29 October 2017}}</ref><ref name="Kraemer">{{cite web|url=https://cleantechnica.com/2017/03/13/solarreserve-bids-24-hour-solar-6-3-cents-chile/|title=SolarReserve Bids 24-Hour Solar At 6.3 Cents In Chile|date=13 March 2017|publisher=CleanTechnica|access-date=14 March 2017}}</ref>
== تاریخچه ==
داسې ویل کېږي چې ارکیمیډیس له سېراکوس [د لرغوني یونان یو تاریخي ښار دی چې ارکیمیډیس په کې زیږېدلی] څخه د رومي یرغلګرو د شړلو لپاره د دوی پر بېړیو د لمرینې رڼا د متمرکز کولو لپاره «سووځوونکې ښيښې» کارولې. په ۱۹۷۳ ز کال کې یوه یوناني ساینسپوه «ډاکتر یوانیس ساکاس» څېړنه وکړه چې ایا په رښتیا هم ارکیمیډیس کولی شوای تر میلاد ۲۱۲ ز کاله وړاندې د روميانو جنګي بېړۍ له منځه یوسي، ده نږدې ۶۰ یوناني بېړۍ چلوونکي یو په بل پسې په لیکه ودرول، هر یوه ته یې مستطیل شکله ښيښه ورکړه او د هغو د لمر وړانګې یې په ۴۹ مترۍ (۱۶۰ فوټ) واټن کې درې لایه جوړې شوې بېړۍ ته برابرې کړې. له څو دقیقو وروسته بېړۍ اور واخیست. خو سره له دې هم تاریخپوهان د ارکیمیډیس پر کیسه شکمن دي.<ref>{{cite journal|author=Thomas W. Africa|jstor=4348211|title=Archimedes through the Looking Glass|date=1975|journal=The Classical World|volume=68|issue=5|pages=305–308|doi=10.2307/4348211}}</ref>
په ۱۸۶۶ ز کال کې «اګست موچوټ» د لومړي لمریز بخار ماشین د بخار د تولید لپاره د لمر د وړانګو د راټولولو یو پارابولیک (لیندۍ ته ورته شکل) وکاراوه. د لمر د وړانګو د راټولولو اختراع د لومړي ځل لپاره په ۱۸۸۶ ز کال کې د [[اېټاليا|ایټالیا]] په جینېوا کې ایټالوي «الېسانډرو باتاګلیا» وکړه. په را وروسته کلونو کې نورو مخترعانو لکه «جان اریکسون» او «فرانک شومان» د اوبو لګولو، سړولو او له یوه ځایه بل ځای ته د حرکت لپاره د لمریزې برېښنا متمرکزوونکې دستګاوې پراخې کړې. په ۱۹۱۳ ز کال کې «شومان» د مصر په مادي کې د اوبو لګولو لپاره د لمریزې تودوخې د انرژۍ یو ۵۵ هارس پاوره (۴۱ کیلوواټه) پارابولیک سټېشن بشپړ کړ. له ښيښه لرونکي ډېش [یا د ډېرینو ښيښو لرونکی لوی قاب چې یوه ځای ته د لمر د وړانګو د را ټولولو لپاره کارېږي] څخه په استفادې د لمریزې انرژۍ لومړی سیستم «ډاکتر ار اېچ ګوډارډ» جوړ کړ، دی له وړاندې د مایع سونتوکو د راکټونو په برخه کې د څېړنو په اړه مشهور و او په ۱۹۲۹ ز کال کې یې یوه مقاله لیکلې وه، په دې مقاله کې یې ادعا کړې وه چې ټول پخواني خنډونه لرې شوي دي.<ref>Ken Butti, John Perlin (1980) ''A Golden Thread: 2500 Years of Solar Architecture and Technology'', Cheshire Books, pp. 66–100, {{ISBN|0442240058}}.</ref><ref>{{cite web|first=CM|last=Meyer|url=http://eepublishers.co.za/article/from-troughs-to-triumph-segs-and-gas.html|title=From Troughs to Triumph: SEGS and Gas|website=EEPublishers.co.za|access-date=22 April 2013|archive-url=https://web.archive.org/web/20110807122351/http://eepublishers.co.za/article/from-troughs-to-triumph-segs-and-gas.html|archive-date=7 August 2011}}</ref><ref>Cutler J. Cleveland (23 August 2008). [http://www.eoearth.org/article/Shuman,_Frank Shuman, Frank]. Encyclopedia of Earth.</ref><ref>Paul Collins (Spring 2002) [http://www.cabinetmagazine.org/issues/6/beautifulpossibility.php The Beautiful Possibility]. Cabinet Magazine, Issue 6.</ref><ref>[https://books.google.com/books?id=FSgDAAAAMBAJ&pg=PA22 "A New Invention To Harness The Sun"] ''Popular Science'', November 1929</ref>
پروفیسور جیوواني فرانسیا د لمر د وړانګو لومړنی متمرکز سیستم ډیزاین او جوړ کړ، دا سیستم په ۱۹۶۸ ز کال کې په ایټالیا کې «جینیوا» ښار ته نږدې په «سانټیلاریو» کې ګټې اخیستنې ته برابر شو. دغه سیستم د اوسنیو برېښنايي برجونو د سیستمونو په څېر جوړښت درلود چې د لمر د وړانګو د راټولوونکو د یوې ساحې په منځ کې یې دغه وړانګې را جذبولې. دغه سیستم له ۱۰۰ بار او ۵۰۰ سانتي ګرېد سره د یوه مېګاواټ په اندازه فوقالعاده ګرم بخار تولیداوه. په ۱۹۸۱ ز کال کې په سوېلي کلفورنیا کې د «سولر ون» په نامه د ۱۰ مېګاواټه برېښنا برج جوړ شو. سولر ون په ۱۹۹۵ ز کال کې پر «سولر ټو» بدل شو او د منحل مالګې د مخلوط (۶۰ سلنه سوډیم نایټرېټ، ۴۰ سلنه پوتاشیم نایټرېټ) نوې طرحه یې د کاري مایع ترلاسه کوونکي او منځني ذخیره کوونکي په توګه اجرا کړه. د منحل مالګې طریقه اغېزناکه وه، سولر ټو په بریالیتوب سره کار وکړ او په ۱۹۹۹ ز کال کې لغوه شو. د لمریزې انرژۍ د تولید د سیستمونو پارابولیک (لیندۍ ډوله) ټېکنالوژي چې په ۱۹۸۴ ز کال کې پيل شوه، ډېره کارنده وه. د لمریزې انرژۍ د تولید سیستمونه تر ۲۰۱۴ ز کال پورې په ۳۵۴ مېګاواټه سره د نړۍ د لمریزې برېښنا تر ټولو لوی سیستم و.<ref>{{Cite web|url=http://large.stanford.edu/courses/2015/ph240/dodaro2/|title=Molten Salt Storage|website=large.stanford.edu|access-date=2019-03-31}}</ref><ref>Ken Butti, John Perlin (1980) ''A Golden Thread: 2500 Years of Solar Architecture and Technology'', Cheshire Books, p. 68, {{ISBN|0442240058}}.</ref>
له ۱۹۹۰ ز کال راهیسې چې د لمریزې انرژۍ د تولید سیستمونه بشپړ شول، تر ۲۰۰۶ ز کال پورې چې د اسټرالیا په لیډل برېښنا سټېشن کې د متراکم شوي خطي فرینشیل انعکاس سیستم جوړ شو، هېڅ سوداګریزه متمرکزه برېښنا جوړه نه شوه. ډېر کم نور سیستمونه له دغه ډيزاین سره جوړ شول، که څه هم د کیمبرلینا د لمریز حرارت د انرژۍ سیستم په ۲۰۰۹ ز کال کې د ۵ مېګاواټو په ظرفیت سره پرانیستل شو.
په ۲۰۰۷ ز کال کې د ۷۵ مېګاواټه په ظرفیت سره «نېواډا سولر ون» سیستم جوړ شو، دا یو لیندۍ شکله ډيزاین و او د لمریزې انرژۍ د تولید د سیستمونو له وخته لومړنی لوی سیستم بلل کېده. د ۲۰۰۹ ز کال او ۲۰۱۳ ز کلونو تر منځ هسپانیا تر ۴۰ ډېر پارابولیک لیندۍ ډوله سیستمونه جوړ کړل چې په ۵۰ مېګاواټه بلاکونو کې معیاري شوي وو.
د «سولر ټو» بریالیتوب ته په کتو سره په ۲۰۱۱ ز کال کې په هسپانیا کې د «سولر ټرېس پاور ټاور» په نامه یو سوداګریز سیستم جوړ شو ، چې وروسته یې نوم ګېمسولر تېرموسولر سیستم ته بدل شو. د ګېمسولر پایلو په خپل ډول کې د لا ډېرو سیستمونو لپاره لاره هواره کړه.<ref>{{Cite news|url=https://www.greentechmedia.com/articles/read/why-concentrating-solar-power-needs-storage-to-survive#gs.zD6uAiA|title=Why Concentrating Solar Power Needs Storage to Survive|access-date=21 November 2017}}</ref><ref>{{cite web|url=http://ww2.kqed.org/news/2015/12/15/nrg-ivanpah-faces-chance-of-default-PGE-contract|title=Ivanpah Solar Project Faces Risk of Default on PG&E Contracts|work=KQED News|url-status=dead|archive-url=https://web.archive.org/web/20160325144752/http://ww2.kqed.org/news/2015/12/15/nrg-ivanpah-faces-chance-of-default-PGE-contract|archive-date=25 March 2016}}</ref><ref>{{Cite web|url=http://guntherportfolio.com/2013/04/esolar-sierra-suntower-a-history-of-concentrating-solar-power-underperformance/|title=eSolar Sierra SunTower: a History of Concentrating Solar Power Underperformance | GUNTHER Portfolio|website=guntherportfolio.com}}</ref>
== سرچينې ==
825u61qvcbhk9guum0idfwv4eai3bi6
د ګلبدین اسلامي حزب
0
70616
365074
299644
2026-07-09T23:45:28Z
InternetArchiveBot
24283
Rescuing 1 sources and tagging 0 as dead.) #IABot (v2.0.9.5
365074
wikitext
text/x-wiki
د ګلبدین حکمتیار د اسلامي حزب په نامه ګوند په افغانستان کې یو له سیاسي ګوندونو څخه دی چې په ۱۹۷۶ زکال کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ تاسیس شو. په ۱۹۷۹ زکال کې مولوي خالص له حکمتیار څخه جلا شو او ځانته یې خپله ډله جوړه کړه چې د مولوي خالص د اسلامي حزب په نوم پېژندل کېږي؛ د دغه ګوند پاتې برخه چې تر اوسه پورې یې حکمتیار مشري کوي د ګلبدین د اسلامي حزب په نامه پېژندل کېږي. دغه ګوند د اخوان المسلمین له مفکورې څخه په تقلید د افغانستان له مختلفو قومونو څخه غړي لري او د متحد اسلامي دولت د جوړېدو موخه لري. دغه چاره لامل ګرځي چې دغه ډله د طالبانو له قبیلې محوره ډلې (ډېری غړي یې کندهاري پښتانه دي) څخه توپیر لرونکې وګڼل شي. <ref name="Schism2">[http://www.jamestown.org/programs/gta/single/?tx_ttnews%5Btt_news%5D=26615&tx_ttnews%5BbackPid%5D=179&no_cache=1 Trojan Horse or Genuine Schism? The Hezb-e-islami Split], David C. Isby, June 2, 2004</ref><ref name="Jamestown">{{Cite news|url=http://www.jamestown.org/news_details.php?news_id=325|date=June 29, 2008|title=Gulbuddin Hekmatyar's Return to the Afghan Insurgency|author=Muhammad Tahir|publisher=[[Jamestown Foundation]]|access-date=2008-07-02|archive-url=https://web.archive.org/web/20080602104444/http://www.jamestown.org/news_details.php?news_id=325|archive-date=2008-06-02}}</ref><ref>[[Seth Jones (political scientist)|Seth Jones]], "The Rise of Afghanistan's Insurgency: State Failure and Jihad", ''International Security'', vol 32, no. 4 (2008) pages 28–29</ref>
د افغان – شوروي د جګړې پر مهال (۱۹۷۹- ۱۹۸۹ زکال) د ګلبدین اسلامي حزب د پاکستان د استخباراتي ادارې (ISI) په مرسته د شوروي ضد هېوادونو څخه پریمانه مالي مرستې ترلاسه کولې. د ۱۹۹۰مې لسیزې په نیمايي کې دغه ګوند د طالبانو په واک ته رسېدو سره «د افغانستان د سیاست له صحنې څخه ځان ګوښه کړ». په افغانستان کې د ۲۰۰۱ زکال راوروسته جګړې په پیلېدو سره «دغه ګوند بیاځلي د تیري کوونکې ملیشه ډلې په توګه را څرګند شو او په افغانستان کې یې د ائتلافي ځواکونو او د ولسمشر حامد کرزي د دولت پر ضد د پریمانه خونړیو بریدونو مسئولیت پرغاړه واخیست». د دغې ډلې جنګي ځواک «ځینې مهالونه په زرګونو تنه اټکل شوی». دغې ډلې په ۲۰۱۶ زکال کې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ افغان حکومت سره د سولې تړون لاسلیک کړ. <ref name="Jamestown2">{{Cite news|url=http://www.jamestown.org/news_details.php?news_id=325|date=June 29, 2008|title=Gulbuddin Hekmatyar's Return to the Afghan Insurgency|author=Muhammad Tahir|publisher=[[Jamestown Foundation]]|access-date=2008-07-02|archive-url=https://web.archive.org/web/20080602104444/http://www.jamestown.org/news_details.php?news_id=325|archive-date=2008-06-02}}</ref><ref name="crowley">[http://www.tnr.com/print/article/politics/our-man-kabul Our Man in Kabul?], Michael Crowley, ''The New Republic'', March 9, 2010</ref>
د افغانستان د اسلامي جمهوریت له پاشل کېدو وروسته حکمتیار د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي مصالحې د شورا له مشر او پخواني اجرایوي مشر ډاکټر عبدالله سره د ۲۰۲۱ زکال د اګست په ۱۷مه په دوحه کې ولیدل او د یو دولت په جوړولو یې خبرې وکړې. (په داسې حال کې چې دا ناڅرګنده ده چې کرزی یا عبدالله دې په مستقیم ډول په دغه ډول حکومت کې ونډه ولري). وروسته له هغه چې ولسمشر محمد اشرف غني ازبکستان او بیا له هغه ځایه عربي متحده اماراتو ته ولاړ، هغه له دغه ډول خبرو څخه ملاتړ وکړ او څرګنده یې کړه چې که چېرې شرایط برابر شي جلا وطني به پرېږدي او هېواد ته به وګرځي.<ref>{{Cite web |date=2021-08-16 |title=Afghanistan's Hekmatyar says heading for Doha with Karzai, Abdullah Abdullah to meet Taliban - Al Jazeera |url=https://www.reuters.com/world/asia-pacific/afghanistans-hekmatyar-says-heading-doha-with-karzai-abdullah-abdullah-meet-2021-08-16/ |access-date=2021-08-18 |website=Reuters |language=en}}</ref><ref>{{Cite web |last=AFP |date=2021-08-18 |title=Taliban met ex-Afghan leader Karzai, Abdullah Abdullah |url=https://www.brecorder.com/news/40114270 |access-date=2021-08-18 |website=Brecorder |language=en}}</ref><ref>{{Cite web |last=Macias |first=Natasha Turak,Amanda |date=2021-08-18 |title=Ousted Afghan President Ashraf Ghani resurfaces in UAE after fleeing Kabul, Emirati government says |url=https://www.cnbc.com/2021/08/18/afghan-president-ashraf-ghani-is-in-uae-after-fleeing-afghanistan.html |access-date=2021-08-19 |website=CNBC |language=en}}</ref><ref>{{Cite news|title=Ghani says he backs talks as Taliban meet with Karzai, Abdullah|url=https://www.newagebd.net/article/146741/ghani-says-he-backs-talks-as-taliban-meet-with-karzai-abdullah|access-date=2021-08-18|work=New Age|language=en|archive-date=2021-08-18|archive-url=https://web.archive.org/web/20210818215958/https://www.newagebd.net/article/146741/ghani-says-he-backs-talks-as-taliban-meet-with-karzai-abdullah|url-status=dead}}</ref>
== تاریخچه ==
=== مخینه: د اسلامي حزب وېشل کېدل ===
د اسلامي حزب په نامه سیاسي ګوند د لومړي ځل لپاره د ۱۹۷۶ زکال په جون میاشت کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ تاسیس شو.<ref>{{cite book|last1=Sands|first1=Chris|last2=Fazelminallah|first2=Qazizai|date=2019|title=Night Letters: Gulbuddin Hekmatyar and the Afghan Islamists Who Changed the World|url=https://books.google.com/books?id=strBDwAAQBAJ&pg=PA94|location=London|publisher=Hurst & Company|isbn=978-0-199-32798-0|pages=94}}</ref>
په ۱۹۷۹ زکال کې، مولوي یونس خالص له حکمتیار څخه جلا شو او د اسلامي حزب جلا ډله یې د خپل نفوذ په ساحه یا ننګرهار ولایت کې تاسیس کړه چې د خالص په اسلامي حزب یې شهرت وموند. د دغه ګوند پاتې برخه چې اوس هم د حکمتیار له خوا اداره کېږي له دغه مهال را وروسته د «ګلبدین اسلامي حزب» بلل کېږي.
=== د شورویانو او افغان دولت پر وړاندې جګړه ===
د افغان – شوروي د جګړې پر مهال (۱۹۷۹- ۱۹۸۹ زکال) د ګلبدین اسلامي حزب د پاکستان د استخباراتي ادارې (ISI) په مرسته د شوروي ضد هېوادونو څخه پریمانه مالي مرستې ترلاسه کولې. سربېره پر دې یې د بریتانیا له استخباراتي ادارې (MI6) سره اړیکې لرلې هغوی ورته پوځي روزنې او تجهیزات وړاندې کول او همدارنګه یې تبلیغاتي ملاتړ ترې کاوه؛ د دې ټولو په خوا کې د دغه ګوند مشر، حکمتیار په ۱۹۸۶ زکال کې له مارګاریت تارچر سره په ډاونېنګ سټریټ کې ملاقات وکړ. <ref>{{cite web |date=4 September 2021 |title=DECLASSIFIED UK: How MI6 backed 'right-wing religious fanatics' in Afghanistan |url=https://www.dailymaverick.co.za/article/2021-09-04-how-mi6-backed-right-wing-religious-fanatics-in-afghanistan/}}</ref>
له ۱۹۸۱ زکال څخه تر ۱۹۸۵ زکال پورې د ګلبدین اسلامي حزب په پېښور کې د سني مجاهدینو د اووه ګوني هغه ائتلاف برخه جوړوله چې د شوروي پر وړاندې یې جګړه کوله.
له ۱۹۷۹ زکال څخه تر ۱۹۸۱ زکال پورې دغه ډله د پېښور په ډلو کې تر ټولو پیاوړې مقاومت کوونکې بلل کېده. د حکمتیار د خپل شخصیت له امله د دغې ډلې نفوذ را کم شو او په ۱۹۸۳ زکال کې یې د نورو افغان مجاهدینو ترمنځ خپل ځانګړی ځایګی له لاسه ورکړ. <ref>{{cite book|last=Amstutz|first=J. Bruce|publisher=Diane Publishing|isbn=978-0-7881-1111-2|url=https://archive.org/details/bub_gb_RUSNyMH1aFQC|title=Afghanistan: The First Five Years of Soviet Occupation|year=1994|oclc=948347893}}</ref>
حکمتیار او د هغه ډلې د پاکستان پولې ته څېرمه د شوروي د ملاتړ لرونکي افغان دولت پر وړاندې جګړه کوله. دوی په کنړ، لغمان، جلال آباد او پکتیا کې پیاوړي سنګرونه لرل. دغه ګوند په پیاوړې کچه د حکمتیار تر مرکزي قوماندې لاندې و او تر ۱۹۹۴ زکال پورې یې له پاکستان سره نږدې اړیکې لرلې.
=== کورنۍ جګړه (۱۹۹۲ – ۲۰۰۱ زکال) ===
د ۱۹۹۲ زکال په اپرېل میاشت کې د حکمتیار اسلامي حزب د افغانستان د کورنۍ جګړې په پیل کې اصلي ونډه لرله.
د هغه ډلې په ۱۹۹۴ زکال کې پلازمېنه کابل ښار بمبارد کړ؛ د راپورونو له مخې په دغه بمبارد کې «له ۲۵۰۰۰ څخه زیات ملکي وګړي ووژل شول». د پاکستان استخباراتي اداره (ISI) وروسته له هغه چې له دغه ویجاړونکي جنګ سالار څخه نوره ستړې شوې وه په ۱۹۹۴ زکال کې یې نوموړي ته شا کړه او له طالبانو یې ملاتړ وکړ. <ref name="Jamestown3">{{Cite news|url=http://www.jamestown.org/news_details.php?news_id=325|date=June 29, 2008|title=Gulbuddin Hekmatyar's Return to the Afghan Insurgency|author=Muhammad Tahir|publisher=[[Jamestown Foundation]]|access-date=2008-07-02|archive-url=https://web.archive.org/web/20080602104444/http://www.jamestown.org/news_details.php?news_id=325|archive-date=2008-06-02}}</ref>
د ۱۹۹۶ زکال په سپټمبر میاشت کې وروسته له هغه چې طالبانو د دغه ګوند ګڼ شمېر غړي له کابل څخه تېښتې ته اړ کړل، یو شمېر سیمه ییز قوماندانان یې «د ایډیالوژیکې همدردۍ او قبیلوۍ اړیکو» له امله له طالبانو سره یوځای شول. په پاکستان کې د اسلامي حزب روزنیز مرکزونه طالبانو ته وسپارل شول او هغوی بیا د پاکستان د سپاه صحابه ډلې په څېر د جمیعت علمای اسلام اړوندو ډلو ته ورکړل. <ref>Rashid, ''Taliban'', (2000), p.92</ref><ref name="Islamism, Olivier Roy 2007 p.133">''The Columbia World Dictionary of Islamism'', Olivier Roy, Antoine Sfeir, editors, (2007), p.133</ref>
=== له ۲۰۰۱ زکال وروسته ===
د اسلامېزم اړونده د کلمبیا نړیواله ډیکشنري (The Columbia World Dictionary of Islamism) څرګندوي چې اسلامي حزب په ۱۹۹۰ زکال کې وروسته له هغه د عربستان ملاتړ له لاسه ورکړ چې د صدام حسین چارې یې تائید کړې، خو وروسته له هغه چې په ۱۹۹۴ زکال کې یې د پاکستان ملاتړ له لاسه ورکړ، «ډیر غړي یې له القاعدې او طالبانو سره مل شول». د جیمز ټاون بنسټ څرګندوي چې دغه ګوند په کابل کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د څه باندې یوې لسیزې لپاره سیاست ته شا کړه. حکمتیار په ۲۰۰۱ زکال کې په افغانستان باندې د متحده ایالاتو د برید مخالفت وکړ او له هغه وروسته یې خپله ډله د طالبانو او القاعدې له پاتې غړو سره مل او د افغان دولت پر وړاندې یې جګړې ته مخه کړه. <ref name="Islamism, Olivier Roy 2007 p.1332">''The Columbia World Dictionary of Islamism'', Olivier Roy, Antoine Sfeir, editors, (2007), p.133</ref><ref name="Jamestown4">{{Cite news|url=http://www.jamestown.org/news_details.php?news_id=325|date=June 29, 2008|title=Gulbuddin Hekmatyar's Return to the Afghan Insurgency|author=Muhammad Tahir|publisher=[[Jamestown Foundation]]|access-date=2008-07-02|archive-url=https://web.archive.org/web/20080602104444/http://www.jamestown.org/news_details.php?news_id=325|archive-date=2008-06-02}}</ref><ref name="Schism">[http://www.jamestown.org/programs/gta/single/?tx_ttnews%5Btt_news%5D=26615&tx_ttnews%5BbackPid%5D=179&no_cache=1 Trojan Horse or Genuine Schism? The Hezb-e-islami Split], David C. Isby, June 2, 2004</ref>
د ګلبدین اسلامي حزب له ۲۰۰۱ زکال څخه تر ۲۰۰۶ زکال پورې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو ترهګریزو ډلو په نوملړ کې شامل نه و. خو په ۲۰۰۷ زکال کې د «شکمنو ډلو» په اضافي نوملړ کې ځای پرځای شو. <ref name="2001-2009.state.gov">[https://2001-2009.state.gov/s/ct/rls/rpt/fto/2001/5258.htm "2001 Report on Foreign Terrorist Organizations"], [https://2001-2009.state.gov/s/ct/rls/fs/2002/12535.htm "Fact Sheet: Foreign Terrorist Organizations List" October 23, 2002], [https://2001-2009.state.gov/s/ct/rls/fs/2003/17065.htm "Fact Sheet: Foreign Terrorist Organizations List" January 30, 2003], [https://2001-2009.state.gov/s/ct/rls/fs/2004/40945.htm "Fact Sheet: Foreign Terrorist Organization Designations Table" December 30, 2004], [https://2001-2009.state.gov/s/ct/rls/fs/37191.htm "Fact Sheet:Foreign Terrorist Organizations (FTOs)" October 11, 2005], [https://2001-2009.state.gov/s/ct/rls/crt/2005/65275.htm "Country Reports on Terrorism: Chapter 8 -- Foreign Terrorist Organizations" April 28, 2006]</ref><ref>[http://www.america.gov/st/washfile-english/2007/April/20070425112939idybeekcm0.9128382.html "U.S. Designates Foreign Terrorist Organizations: List includes 42 groups, 43 others deemed “of concern”" April 30, 2007]</ref>
د آزادې اروپا د راډیو (آزادي راډیو) د راپور پر بنسټ «حکمتیار په ۲۰۰۶ زکال کې له الجزیرې ټلویزیون څخه په خپره شوې یوه ویډیو کې په را څرګندېدو اعلان وکړ چې غواړي ځواکونه یې د القاعدې سره څنګ په څنګ جګړه وکړي». د لو مونډ ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، په ۲۰۰۷ زکال کې د هغه ځواکونه مزارشریف ښار ته څېرمه او همدارنګه په جلال اباد ښار کې فعال و. د ګلبدین اسلامي حزب د ۲۰۰۸ زکال پر مهال په هغه پوځي جشن باندې د برید مسئولیت پر غاړه واخیست چې نږدې و ولسمشر کرزی په کې ووژل شي، د ۲۰۰۸ زکال په اګست میاشت کې کابل ته څېرمه هغه ته د اړوندو وسله والو په یوه کمین کې اته فرانسوي سرتېري ووژل شول، همدارنګه یې د ۲۰۰۹ زکال د اکتوبر په ۳مه په نورستان ولایت کې د امریکايي ځواکونو په یوې لرې پرتې اډې برید وکړ چې له امله یې اته امریکايي سرتېري ووژل شول او ۲۴تنه نور ټپیان شول. <ref>[http://www.rferl.org/featuresarticle/2007/07/6B452D3C-A2E0-459E-9CE9-939411D50A04.html Afghanistan: Skeptics Urge Caution Over Purported Hekmatyar Cease-Fire] {{webarchive|url=https://web.archive.org/web/20070814233656/http://www.rferl.org/featuresarticle/2007/07/6b452d3c-a2e0-459e-9ce9-939411d50a04.html|date=2007-08-14}} July 19, 2007</ref><ref>{{cite web |title=Les zones d'influence talibanes en Afghanistan |url=http://www.lemonde.fr/web/infog/0,47-0@2-3216,54-905049@51-907647,0.html |url-status=dead |archive-url=https://web.archive.org/web/20070517072931/http://www.lemonde.fr/web/infog/0,47-0@2-3216,54-905049@51-907647,0.html |archive-date=17 May 2007 |access-date=6 February 2015 |website=[[Le Monde]]}}</ref><ref name="crowley2">[http://www.tnr.com/print/article/politics/our-man-kabul Our Man in Kabul?], Michael Crowley, ''The New Republic'', March 9, 2010</ref>
همدارنګه د اسلامي حزب د لوړ پوړو چارواکو او طالبانو ترمنځ د شخړو او د افغان دولت لوري ته د هغوی د تېښتې راپورونه ورکړل شول. د دغه ګوند د رهبري لسګونو لوړ پوړو غړو د ۲۰۰۴ زکال په مۍ میاشت کې له ولسمشر حامد کرزي سره ولیدل او «په څرګنده بڼه یې له القاعدې او طالبانو سره د اسلامي حزب له اتحاد سره مخالفت اعلان کړ». ویل کېږي چې د ۲۰۰۴ زکال له ټاکنو وړاندې د ګلبدین د اسلامي حزب ۱۵۰ تنه غړي د حامد کرزي تر مشرۍ لاندې دولت سره یوځای شول. په ۲۰۰۴ زکال کې د جیمز ټاون بنسټ د افغانستان د ولسي جرګې د مرستیال رحمان اوغلو د خبرو پر بنسټ راپور خپور کړ چې د ارغندیوال په مشرۍ د اسلامي حزب غړي «د کابینې د وزارتونو له څوکیو رانیولې تر ټیټو پوړیو پورې شاوخوا ۳۰ تر ۴۰ سلنه دولتي څوکۍ په واک کې لري». په ۲۰۱۰ زکال کې خبریال مایکل کرولي ولیکل چې د ګلبدین د اسلامي حزب سیاسي مټ (د ارغندیوال اسلامي حزب) د افغانستان د پارلمان له ۲۴۶ څوکیو څخه ۱۹ څوکۍ په واک کې لري په داسې حال کې چې «ادعا کوي حکمتیار ته نه اړوندېږي، خو ډیر کم شمېر یې بیا پر دې باور لري».<ref name="Schism3">[http://www.jamestown.org/programs/gta/single/?tx_ttnews%5Btt_news%5D=26615&tx_ttnews%5BbackPid%5D=179&no_cache=1 Trojan Horse or Genuine Schism? The Hezb-e-islami Split], David C. Isby, June 2, 2004</ref><ref name="Iwpr040914">{{Cite web |date=September 14, 2004 |title=Commanders Line Up Behind Karzai |url=http://iwpr.net/?p=arr&s=f&o=153243&apc_state=heniarr2004 |access-date=January 15, 2007 |publisher=[[Institute for War & Peace Reporting]]}}</ref><ref name="crowley3">[http://www.tnr.com/print/article/politics/our-man-kabul Our Man in Kabul?], Michael Crowley, ''The New Republic'', March 9, 2010</ref><ref name="Jamestown5">{{Cite news|url=http://www.jamestown.org/news_details.php?news_id=325|date=June 29, 2008|title=Gulbuddin Hekmatyar's Return to the Afghan Insurgency|author=Muhammad Tahir|publisher=[[Jamestown Foundation]]|access-date=2008-07-02|archive-url=https://web.archive.org/web/20080602104444/http://www.jamestown.org/news_details.php?news_id=325|archive-date=2008-06-02}}</ref>
په ۲۰۰۸ زکال کې ایساف ځواکونو اټکل وکړ چې د اسلامي حزب پوځي برخه شاوخوا ۱۰۰۰ تنه جنګیالي لري چې په دغو کې نیم مهاله جنګیالي هم شاملېږي.<ref name="washingtonpost1">{{cite news|author=Tyson, Ann Scott|date=June 15, 2008|title=A Sober Assessment of Afghanistan|newspaper=[[The Washington Post]]|url=https://www.washingtonpost.com/wp-dyn/content/story/2008/06/15/ST2008061500237.html|access-date=March 13, 2012|quote=There are an estimated 5,000 to 20,000 Taliban fighters in Afghanistan, plus an estimated 1,000 each for the insurgent groups led by Siraj Haqqani and Gulbuddin Hekmatyar, according to ISAF intelligence.}}</ref>
په ۲۰۰۹ زکال کې د اسلامي حزب جګړه نه کوونکې ډلې د عبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ د اسلامي حزب ګوند ثبت کړ. <ref>{{Cite web |title=Political parties/groups and leaders in Afghanistan |url=http://www.afghan-web.com/politics/parties.html |url-status=dead |archive-url=https://web.archive.org/web/20090212114714/http://afghan-web.com/politics/parties.html |archive-date=2009-02-12 |access-date=2007-09-10}}</ref>
د ۲۰۱۰ زکال د مارچ په لومړیو کې راپورونه ورکړل شول چې د طالبانو او د ګلبدین د اسلامي حزب وسله وال په ګډه سره په بغلان ولایت کې جګړه کوي. <ref>[http://www.dailytimes.com.pk/default.asp?page=2010%5C03%5C08%5Cstory_8-3-2010_pg1_3 "Hizb-e-Islami militants fight Taliban, defect to Afghan govt"], ''Daily Times'', 8 March 2010.</ref>
=== په ۲۰۱۶ زکال کې د سولې هوکړه ===
د ۲۰۱۶ زکال د سپټمبر په ۲۲مه د افغانستان دولت له اسلامی حزب سره د سولې د هوکړې مسوده لاسلیک کړه. د دغې هوکړې د مسودې پر بنسټ اسلامي حزب هوکړه وکړه چې له جګړې به لاس اخلي، له افراطي ډلو سره به اړیکې پرې کوي او د افغانستان اساسي قانون ته به درناوی کوي؛ افغان دولت هم ژمنه وکړه چې ګوند به یې په رسمیت وپېژني او پر هغو باندې به د ملګرو ملتونو او متحده ایالاتو د بندیزونو په لغو کولو کې ګام واخلي. همدارنګه یې ګلبدین ته په دولت کې د یوې افتخاري څوکۍ ژمنه هم ورکړه.
دغې هوکړې د سپټمبر په ۲۹مه وروسته له هغه رسمیت وموند چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او ګلبدین حکمتیار د یوې ویډیويي اړیکې په ترڅ کې هغه لاسلیک کړه. افغان دولت د ۲۰۱۶ زکال په ډسمبر میاشت کې په رسمي ډول له ملګرو ملتونو وغوښتل د دغې ډلې په مشرانو باندې بندیزونه لغو کړي، همدا و چې ملګرو ملتونو دغه بندیزونه د ۲۰۱۷ زکال د فبروي په ۳مه نېټه لغو کړل. <ref>{{cite web |date=23 September 2016 |title=Afghanistan Signs Draft Peace Deal With Faction Led by Gulbuddin Hekmatyar |url=https://www.nytimes.com/2016/09/23/world/asia/afghanistan-peace-deal-hezb-i-islami.html |work=The New York Times}}</ref><ref>{{cite web |date=22 September 2016 |title=Afghanistan takes a step toward peace with notorious ex-warlord |url=https://www.latimes.com/world/la-fg-afghanistan-agreement-20160922-snap-story.html |work=Los Angeles Times}}</ref>
== سرچينې ==
qomc30zt8g0hn10sr25x9ad46a56ycx
د کارن خبرې اترې:Khatir Ahmad Burki
3
77655
365079
327573
2026-07-10T04:22:11Z
Khatirahmadkhan
40057
املا سمه شوه
365079
wikitext
text/x-wiki
-- <span style="font-family: MCS Quds SU normal; font-size: 15px; text-shadow: silver 0.2em 0.2em 0.1em;"> '''[[کارن:Af420|<font color="black">'''Af420''']]''' </span> <sup><font face="MCS Quds SU normal" size="3">'''[[د کارن خبرې اترې:Af420|<font color="#69 69 69">'''اړیکه''']] '''</font></sup> ۰۸:۵۰, ۱۲ جولای ۲۰۲۴ ([[همغږي نړیوال وخت|'''نړیوال وخت''']])
== [[Burki Tribe]] ==
Burki tribe (also known as Ormur/Urmar/Baraki).Burki Tribe located in Logar province, Laghman and Wardag.and also located in Kaniguram South-Waziristan and (also located in North-Waziristan).
and located in DI Khan/Dera Ismail Khan.and located in Tank.and located in Tank. and located in Bannu and Located in Peshawar Badhabair, Urmar Payan, Urmar Miana, Urmar Bala. and located in Noshehra/Nohar. and also located in Kohat Jangle-Khel and Toor-Ghar and in others areas too.
4oobfweaw2cbksftinb4xfox8soxtiy
365080
365079
2026-07-10T04:42:20Z
Khatirahmadkhan
40057
/* اورمړ / برکي قبيله */ نوې برخه
365080
wikitext
text/x-wiki
-- <span style="font-family: MCS Quds SU normal; font-size: 15px; text-shadow: silver 0.2em 0.2em 0.1em;"> '''[[کارن:Af420|<font color="black">'''Af420''']]''' </span> <sup><font face="MCS Quds SU normal" size="3">'''[[د کارن خبرې اترې:Af420|<font color="#69 69 69">'''اړیکه''']] '''</font></sup> ۰۸:۵۰, ۱۲ جولای ۲۰۲۴ ([[همغږي نړیوال وخت|'''نړیوال وخت''']])
== [[Burki Tribe]] ==
Burki tribe (also known as Ormur/Urmar/Baraki).Burki Tribe located in Logar province, Laghman and Wardag.and also located in Kaniguram South-Waziristan and (also located in North-Waziristan).
and located in DI Khan/Dera Ismail Khan.and located in Tank.and located in Tank. and located in Bannu and Located in Peshawar Badhabair, Urmar Payan, Urmar Miana, Urmar Bala. and located in Noshehra/Nohar. and also located in Kohat Jangle-Khel and Toor-Ghar and in others areas too.
== اورمړ / برکي قبيله ==
برکي/براکي/اورمړ (Burki/Baraki) د پښتنو يوه لرغونې او پېژندل شوې قبيله ده. �
pakistan.hss.de +1
د دوی تاريخي مرکز کاني ګورم دی، چې اوس هم د برکيانو لپاره مهم تاريخي ځای ګڼل کېږي.
برکيان په پاکستان، افغانستان او د نړۍ په هيندوستان کې مېشت دي.
دوی په پوځ، طب، سياست، تعليم او دولتي خدمتونو کې د پام وړ ونډه لرلې ده.
د برکيانو لرغونې ژبه اورمړي (Ormuri) ده، خو نن سبا ډېری برکيان پښتو، اردو او نورې سيمهييزې ژبې هم وايي. �
pakistan.hss.de
د برکيانو ډېری وګړي سني مسلمانان دي.
مشهور شخصيتونه:
[[Pir Rokhan]] [[(Bayazid Rokhan)]] ـــ
دا پښتانو اول کتاب يې ليکلې وو او اول انقلابي مشر وو او دا روښاني غورځنګ او دا پښتو باني ګڼلی کيږي چې دا مغلو خلاف وو.
[[Wajid Ali Khan Burki]] — د پاکستان د پوځ لېفټننټ جنرال، مشهور جراح او پخوانی د روغتيا وزير.
[[Shahid Javed Burki]] —
مشهور اقتصادپوه او د نړيوال بانک پخوانی چارواکی.
[[Javed Burki]]
[[Majid Khan]]
[[Bazid Khan]]
[[Jamshed Burki]]
[[Shahid Javed Burki]]
[[Nausherwan Burki]]
[[Ishtiaq Urmar]]
[[Jahangir Khan (Cricketer)]]
[[Ahmed Raza Khan]]
[[Babar Zaman]]
[[Hamayun Zaman]]
[[Arshad Iqbal Burki]]
[[Malak Qareeb Burki]]
[[Malak Irfan Uddin Burki]]
[[Brig Mustafa Kamal Burki]]
[[Jamshed Burki (Traveler & Vlogger)]]
[Khatir Burki]] [[کارن:Khatirahmadkhan|Khatirahmadkhan]] ([[د کارن خبرې اترې:Khatirahmadkhan|خبرې اترې]]) ۱۰ جولای ۲۰۲۶، گړۍ ۰۴:۴۲ ([[همغږي نړیوال وخت|'''نړۍوال وخت''']])
r99krt81uvjqnwzk3i67k478gsly99g
کارن:Khatirahmadburki0555
2
83229
365076
351193
2026-07-10T04:18:20Z
Khatirahmadkhan
40057
ژبښود سم شو
365076
wikitext
text/x-wiki
[[Khatir Burki]] born in (05 April 2009) in Bannu, Khyber Pakhtunkhwa Pakistan,
|fullname Khatir Ahmad Khan
born in (05 April 2009)
Belong to the [[Burki]] also known as
[[Ormur]] Pashtun tribe
2hc9cs407hya2i1qli2u1wrrb91t349
365078
365076
2026-07-10T04:19:02Z
Khatirahmadkhan
40057
ژبښود سم شو
365078
wikitext
text/x-wiki
[[Khatir Burki]] born in (05 April 2009) in Bannu, Khyber Pakhtunkhwa Pakistan
,
|fullname Khatir Ahmad Khan
born in (05 April 2009)
Belong to the [[Burki]] also known as
[[Ormur]] Pashtun tribe
09z3i79gykv9lpg6kgb5hqfm34zgiln
د کارن خبرې اترې:Khatirahmadkhan
3
87494
365077
2026-07-10T04:18:21Z
ښه راغلاست پیغام ورکوونکی
11444
د يوه نوي کارن د خبرواترو مخ کې د [[ښه راغلئ|ښه راغلاست پيغام]] ورگډوي
365077
wikitext
text/x-wiki
{{ښه راغلئ|realName=|name=Khatirahmadkhan}}
-- <span style="font-family: MCS Quds SU normal; font-size: 15px; text-shadow: silver 0.2em 0.2em 0.1em;"> '''[[کارن:Af420|<font color="black">'''Af420''']]''' </span> <sup><font face="MCS Quds SU normal" size="3">'''[[د کارن خبرې اترې:Af420|<font color="#69 69 69">'''اړیکه''']] '''</font></sup> ۱۰ جولای ۲۰۲۶، گړۍ ۰۴:۱۸ ([[همغږي نړیوال وخت|'''نړۍوال وخت''']])
7jjdtpp37gal6w550ddb2588m4dnpqv
د ويکيپېډيا خبرې اترې:ښې ليکنې
5
87495
365081
2026-07-10T07:02:47Z
~2026-38979-50
40058
/* زبردست */ نوې برخه
365081
wikitext
text/x-wiki
== زبردست ==
هم دا غوره طریقه ده [[ځانگړی:ونډې/~2026-38979-50|~2026-38979-50]] ([[د کارن خبرې اترې:~2026-38979-50|talk]]) ۱۰ جولای ۲۰۲۶، گړۍ ۰۷:۰۲ ([[همغږي نړیوال وخت|'''نړۍوال وخت''']])
rf5tsi7zkyf9cmb06spe3g4obron92a
خبرې اترې:شمس القمر اندېش
1
87496
365082
2026-07-10T07:32:40Z
~2026-39217-28
40059
/* زبردست */ نوې برخه
365082
wikitext
text/x-wiki
== زبردست ==
شمس القمر اندیش صیب دَ لفظونو جادوګر وو
د هغه شعر د هر چا د زړھ اواز وو
هغه د غزل په ټولو فنی لوازماتو پوهه لرله [[ځانگړی:ونډې/~2026-39217-28|~2026-39217-28]] ([[د کارن خبرې اترې:~2026-39217-28|talk]]) ۱۰ جولای ۲۰۲۶، گړۍ ۰۷:۳۲ ([[همغږي نړیوال وخت|'''نړۍوال وخت''']])
dm0v4txb5wipenyflnnbiem3hsh707r
خبرې اترې:عبدالرحیم روغاني
1
87497
365083
2026-07-10T07:36:23Z
~2026-39217-28
40059
/* زبردست */ نوې برخه
365083
wikitext
text/x-wiki
== زبردست ==
عبدالرحیم روغانی ډیر ښه شاعر ادیب وو
هغه په خپل شعر کښې د طبقاتی نظام غندنه ښه ډاګه کړې ده [[ځانگړی:ونډې/~2026-39217-28|~2026-39217-28]] ([[د کارن خبرې اترې:~2026-39217-28|talk]]) ۱۰ جولای ۲۰۲۶، گړۍ ۰۷:۳۶ ([[همغږي نړیوال وخت|'''نړۍوال وخت''']])
cvmkak52gip23eb9wbqxn63hdg1g8ry
د کارن خبرې اترې:Aimalkhan786
3
87498
365085
2026-07-10T11:48:26Z
ښه راغلاست پیغام ورکوونکی
11444
د يوه نوي کارن د خبرواترو مخ کې د [[ښه راغلئ|ښه راغلاست پيغام]] ورگډوي
365085
wikitext
text/x-wiki
{{ښه راغلئ|realName=|name=Aimalkhan786}}
-- <span style="font-family: MCS Quds SU normal; font-size: 15px; text-shadow: silver 0.2em 0.2em 0.1em;"> '''[[کارن:Af420|<font color="black">'''Af420''']]''' </span> <sup><font face="MCS Quds SU normal" size="3">'''[[د کارن خبرې اترې:Af420|<font color="#69 69 69">'''اړیکه''']] '''</font></sup> ۱۰ جولای ۲۰۲۶، گړۍ ۱۱:۴۸ ([[همغږي نړیوال وخت|'''نړۍوال وخت''']])
g06ipa39h9cqoviav7tu18sfmrtpu27