ويکيپېډيا
pswiki
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%84%D9%88%D9%85%DA%93%DB%8C_%D9%85%D8%AE
MediaWiki 1.47.0-wmf.24
first-letter
رسنۍ
ځانگړی
خبرې اترې
کارن
د کارن خبرې اترې
ويکيپېډيا
د ويکيپېډيا خبرې اترې
دوتنه
د دوتنې خبرې اترې
مېډياويکي
د مېډياويکي خبرې اترې
کينډۍ
د کينډۍ خبرې اترې
لارښود
د لارښود خبرې اترې
وېشنيزه
د وېشنيزې خبرې اترې
تانبه
د تانبې خبرې اترې
مهالليک
د مهالليک خبرې اترې
چلنوال
د چلنوال خبرې اترې
پېښه
د پېښې خبرې اترې
سوات ولسوالۍ
0
12593
370017
349344
2026-10-26T11:48:52Z
Shahzebktk
41052
مضمون پراخ شو
370017
wikitext
text/x-wiki
[[دوتنه:Beautiful Swat River at Kalam, Swat Valley, KPK 03.jpg|بټنوک|د سوات سيند، کالام]]
سوات د خيبر پښتونخوا ايالت د مالاکنډ ډويژن يوه ولسوالي او مشهوره دره ده. دا د خپل ښکلي طبيعت، غرونو، شنو ځنګلونو او سيند له کبله ډېر شهرت لري او د هېواد له مهمو سيلاني سيمو څخه ده.
== جغرافيه ==
د سوات دره د هېواد په شمال لوېديځ کې پرته ده. د دې له منځه د سوات سيند بهېږي، چې د کالام له غرونو څخه سرچينه اخلي. مينګوره د دې ولسوالۍ تر ټولو لوی ښار دی او سيدو شريف يې مرکز دی. کالام، مدين، بحرين، مالم جبہ او مرغزار يې مشهورې سيمې دي.
== تاريخ ==
سوات ډېر لرغونی تاريخ لري. دا سيمه د ګندهارا تهذيب برخه وه او دلته د بودايي دين ډېرې نښې موندل کېږي، چې په هغو کې د بوتکارې ستوپې مشهورې دي. وروسته دلته اسلام خپور شو. په شپاړسمه پېړۍ کې د يوسفزيو پښتنو دلته مېشت شول. له ۱۹۱۷ څخه تر ۱۹۶۹ پورې سوات يو جلا رياست (د سوات رياست) و، چې بيا په پاکستان کې ورګډ شو.
== خلک او ژبه ==
د سوات ډېر خلک پښتانه دي او پښتو ژبه پکې ويل کېږي. د شمال په غرونو کې توروالي او ګوجري ژبې هم ويل کېږي. خلک يې ډېر مېلمه پال دي.
== سيل ==
هر کال ډېر سيلانيان د سوات ښکلا، سوړ موسم او د سکي لپاره مالم جبې ته راځي.
ncausg6uyqfdehfllx0gmzfcst6md2w
هرشد مهتا
0
53105
370016
258108
2026-10-26T04:52:08Z
CommonsDelinker
161
Removing [[:c:File:Harshad_Mehta.jpg|Harshad_Mehta.jpg]], it has been deleted from Commons by [[:c:User:Krd|Krd]] because: No license since 18 October 2026.
370016
wikitext
text/x-wiki
{{صندوق معلومات شخص
| نوم =هرشد مهتا
| دوهم نوم = ''بيګ بول''
| بشپړ نوم = هرشد شانتي لال مهتا
| انځور =
| څرګندونه= د هرشد مهتا انځور
| د زيږيدنې نيټه =
<!-- {{د زیږون نیټه او عمر|کال|مياشت|ورځ}} -->
| د زېږېدو ځای =
| وفات ځای =
| تاریخ وفات =<!-- {{death date and age|مړينه|1|1|کال|1|1|mf=yes}} -->
| د مړینې لامل =
|قتل =
| هيواد غړيتوب =
| پلرنی ټاټوبی = <!--که اړين وي-->
| څانګه =
|کاروونکي ژبي= <!--همدارنګه: کاروونکې ژبه-->
| اصلي نوم=
| دين =
| قد =
| وزن =
| پلار =
| دنده =سوداګر، [[سټاک بروکر]]
| ژوند ملګری =
| جايزې =
}}
'''هرشد مهتا'''{{lang-en|Harshad Shantilal Mehta}} يو هندی [[سټاک بروکر]] وو. د هغه خاصه پېژندنه [[1992 securities scam|د هند د ١٩٩٢ امنيتي چم]] له امله کېږي.<ref>{{cite web |title=د هند د ١٩٩٢ امنيتي چم – CBI آرشیفونه |url=http://www.cbi.gov.in/fromarchives/harshadmehta_nw/harshadmehta.php |website=www.cbi.gov.in |publisher=CBI (د تفتیش مرکزي اداره)، هندوستان |accessdate=22 May 2018}}</ref>
==دا هم وګورئ==
19745flinsjqs7edze5xdu6cu5x0wvk
پښتو راډیو
0
87821
370013
2026-10-25T19:00:36Z
Shahzebktk
41052
نوی مضمون
370013
wikitext
text/x-wiki
'''پښتو راډیو''' هغه راډیويي خپرونې دي چې په پښتو ژبه خپرېږي. دغه خپرونې په افغانستان، پاکستان او د نړۍ په نورو هېوادونو کې پښتنو ته رسېږي. راډیو د پښتنو په ژوند کې ځانګړی ځای لري، ځکه چې خلک د خبرونو، سندرو، ډرامو او نورو خپرونو اورېدو لپاره راډیو کاروي.
== تاریخ ==
په افغانستان کې لومړنۍ راډیو په ۱۹۲۵ زېږدیز کال کې په کابل کې جوړه شوه. پاچا امان الله خان د کابل په ماڼۍ کې د ۲۰۰ واټه ځواک یو لېږدوونکی ولګاوه. په ۱۹۴۰ زېږدیز کال کې د کابل راډیو خپرونې په رسمي توګه پیل شوې. په پیل کې یې خپرونې په پښتو، دري، اردو، انګرېزي او فرانسوي ژبو وې.
په پېښور کې د پاکستان راډیو تمځای د ۱۹۳۵ زېږدیز کال د مارچ پر شپږمه جوړ شو. دا د پاکستان له پخوانیو راډیويي تمځایونو څخه دی او له پیله یې په پښتو ژبه هم خپرونې کولې.
== نړیوالې راډیوګانې ==
د بي بي سي پښتو څانګې د ۱۹۸۱ زېږدیز کال په اګست کې خپلې خپرونې پیل کړې. په پیل کې یې یوازې راډیويي خپرونې لرلې چې خبرونه او د ورځې پېښې یې اورېدونکو ته رسولې.
د امریکا غږ د ډېوه راډیو په ۲۰۰۶ زېږدیز کال کې په پښتو ژبه خپرونې پیل کړې. دغه راډیو د افغانستان او پاکستان د پولې دواړو غاړو ته پښتنو اورېدونکو ته خبرونه او نورې خپرونې وړاندې کوي.
د ازادې اروپا راډیو د مشال راډیو پښتو خپرونې د ۲۰۱۰ زېږدیز کال د جنورۍ پر پنځلسمه پیل کړې. دغې راډیو د ۲۰۲۶ زېږدیز کال د مارچ پر یو دېرشمه د مالي ستونزو له امله خپلې خپرونې بندې کړې.
== سیمهییزې راډیوګانې ==
په خیبر پښتونخوا او افغانستان کې ګڼې شخصي اېفاېم راډیوګانې هم په پښتو ژبه خپرونې کوي. دغه راډیوګانې اورېدونکو ته سیمهییز خبرونه، د کرنې او پوهنې په اړه مالومات، سندرې، ډرامې او نورې خپرونې وړاندې کوي. د بېلګې په توګه، اېفاېم ۱۰۱ او راډیو خیبر یادولای شو.
7xusziu6rpih1xemkdysekvi27yqi05
پښتو ناول
0
87822
370014
2026-10-25T19:35:36Z
Shahzebktk
41052
نوی مضمون
370014
wikitext
text/x-wiki
== پېژندنه ==
'''پښتو ناول''' هغه اوږده نثري کیسه ده چې د یوې ټولنې، یوې کورنۍ یا یوه وګړي ژوند، ستونزې، هیلې او پېښې انځوروي. په پښتو ادب کې ناول لومړی د ژباړو له لارې دود شو؛ وروسته پښتنو لیکوالو خپل ناولونه هم ولیکل. اوس پښتو ناولونه په افغانستان، پاکستان او د نړۍ په نورو هېوادونو کې لیکل کېږي او لوستل کېږي.
== مخینه ==
په پښتو ادب کې د ناول لیکنې دود له ژباړو پیل شو. لومړنی پښتو ناول د اردو ژبې د «نقش نګین» ناول ژباړه وه چې په ۱۸۷۶ زېږدیز کال کې وژباړل شوه او په ۱۹۵۷ زېږدیز کال کې خپره شوه.
تر دې وروسته د ډپټي نذیر احمد د «توبه النصوح» په نوم اردو ناول پښتو ته وژباړل شو. د دې ناول ژباړن میا محمد یوسف کاکاخېل و او په ۱۹۰۴ زېږدیز کال کې په راولپنډۍ کې خپور شو. دا ناول د پښتو ادب له لومړنیو خپرو شویو ناولونو څخه ګڼل کېږي او د پښتو ناول لیکنې په مخینه کې ځانګړی ځای لري.
لومړنی خپلواک پښتو ناول «ماه رخ» و چې راحت زاخېلي په ۱۹۱۲ زېږدیز کال کې خپور کړ. د هغه لنډه کیسه «کونډه جینۍ» په ۱۹۱۷ زېږدیز کال کې په «افغان» ورځپاڼه کې خپره شوه او د پښتو لنډو کیسو د پیل له مهمو بېلګو څخه ګڼل کېږي. په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې په پېښور کې د پښتو لنډې کیسې د سلمې کلیزې نمانځنه وشوه.
== نوموتي ناولونه او ناول لیکوال ==
د پروفېسر حافظ محمد ادریس «پېغله» د پښتو له لومړنیو بشپړو ناولونو څخه ګڼل کېږي. د سید رسول رسا نوموتي ناولونه «مفرور»، «شمعې»، «میمونه» او «میخانه» دي.
په افغانستان کې هم ګڼو لیکوالو ناولونه لیکلي دي، لکه صالح محمد هوتک، عبدالحی حبیبي، ګل پاچا الفت، قیام الدین خادم، صدیق الله رښتین، زلمی هېوادمل او عبدالرؤف بینوا.
== اوسنۍ دوره ==
نن سبا پښتو ناول لیکوال د سولې، ټولنیزو ستونزو، دودیزو ناخوالو او جګړو د ناوړه پایلو په اړه لیکنې کوي. ناول د پښتو ادب یوه پېژندل شوې او ارزښتناکه برخه ده. ځوان لیکوال هم په دې برخه کې خپل فکرونه، تجربې او کیسې د ناول په بڼه وړاندې کوي.
mr9o882vot6il757ajaexcisvbmxeqc
د کارن خبرې اترې:Sadokhan3355
3
87823
370015
2026-10-26T04:42:38Z
ښه راغلاست پیغام ورکوونکی
11444
د يوه نوي کارن د خبرواترو مخ کې د [[ښه راغلئ|ښه راغلاست پيغام]] ورگډوي
370015
wikitext
text/x-wiki
{{ښه راغلئ|name=Sadokhan3355}}
-- <span style="font-family: MCS Quds SU normal; font-size: 15px; text-shadow: silver 0.2em 0.2em 0.1em;"> '''[[کارن:Af420|<font color="black">'''Af420''']]''' </span> <sup><font face="MCS Quds SU normal" size="3">'''[[د کارن خبرې اترې:Af420|<font color="#69 69 69">'''اړیکه''']] '''</font></sup> ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۶، گړۍ ۰۴:۴۲ ([[همغږي نړیوال وخت|'''نړۍوال وخت''']])
dyrlif1jnifo3a56rqymzxb72lmxcrd