دمسافرۍ،پردېسۍ اوبې وطنۍ په هکله
From Wikipedia
اخر به ورك شم له وطنه ***** د لېلا سترګو راته جوړ كړل فسادونه
ارمان ارمان خپله وطنه ***** د خپل وطن جامې مې ولوېدې له تنه
ارمان به ډېر راپسې وكړې ***** بيا به وطن راپسې ګورې نه به يمه
اشنا د بل وطن سړى دى ***** په تش دېدن بى زړګى ولى ښه كومه
اور دې راپوې كړ ته لاړې ***** چې ته راځې زه به د خاورو ډېرى يمه
بېلتونه وسوځې ايره شې ***** چې د وصال سيلۍ دې يوسي په ملكونه
ته د غماز نه ګيله من يې ***** زه د بېلتون د لاسه ورك له ملكه يمه
پاس بنګله كې فرياد خېژي ***** يا رنځوران دي يا ميئن له ملكه ځينه
پر لوړه وخېژه څار وكړه ***** چې د پردېسو كډې چېرته اړوينه
په ژړا مه راپسې ژاړه ***** زه مسافر يم د دعا تمه لرمه
په هغه وخت كې ژړا راغله ***** چې مسافر وطن ته تله زه پاتې شومه
جانان چې ځي په مخ دې ښه شي ***** زړه يې زما په زلفو بند دى رابه شينه
جانانه ستا په بېلتانه كې ***** په ملكو ګرځم ځمكه ځاى نه راكوينه
خاونده بيا دې پسرلى كړ ***** ماته رخصت راكړه چې خپل وطن ته ځمه
خاونده ما خو داسې نه ويل ***** چې مسافر شم څوك دې خير نه راكوينه
چې مسافر په كاڼو ولې ***** جنۍ لمن به دې خداى نه زرغونوينه
دا خو دا ستا د يارۍ ټس دى ***** چې په زېړي مازيګر كډې بارومه
د پښتنو وطن ته راشه ***** چې دې زرغون شي د زړګي سوي داغونه
د غم پوځونه راپسې شوه ***** د بېلتانه تاج مې په سر له ملكه ځمه
د لوى لارې مسافره ***** په دېدن موړ شوې كه مخ بيا درواړمه
د مسافر يار زنكدن دى ***** مخ يې وطن ته كړئ چې سايې وخېژينه
د نيمې شپې سندرې خوند كا ***** څوك به ميئن وي څوك به ورك له ملكه وينه
راځه وطن ته راروان شه ***** نور مې د زړه په بېلتانه مه ږده داغونه
راكړى ګل دې بېرته واخله ***** زه د هجران په سفر ځم مړاوى به شينه
زړګيه مه ورپسې ژاړه ***** جانان به تل مسافر نه وي رابه شينه
زلفې مې تاو كړې كږې نه شوې ***** د مسافر اشنا په سر دې خير وينه
زما د لېرې وطن ياره ***** چېرې په خيال كې دې راځم كه هېر دې كړمه
زما د ليرې وطن ياره ***** رنګ مې دې هېر دى په نامه دې ناسته يمه
زما د ليرې وطن ياره ***** رب دې سپوږمۍ كړه چې بشر دې ووينمه
زما د ليرې وطن ياره ***** ته به تر ما پورې راځې كه هېر دې كړمه
زما مسافري به بل څه وي ***** د وطن غم مې په زړه مالګې دوړوينه
زما نه پاتې شوې وطنه ***** لكه مرغۍ په بوټي شپې درته كومه
سبا به كاڼي بوټي ژاړي ***** چې يو اشنا له بله اخلي رخصتونه
سبا وطن ته روانېږم ***** د خپل وطن ياران مې ډېر ياد شوي دينه
سپرلى به بيا په وطن راشي ***** جونه به كېږدي په اوربل كې سره ګلونه
سپوږمۍ په غره راپورته كېږه ***** كه مسافر په سيند كډېږي غرق به شينه
سپوږمۍ سر وهه راخېژه ***** زما لالى د لويو غرو مزل كوينه
سر لاندې غټه تيږه كېږده ***** پردى وطن دى په كې نه شته بالښتونه
ښه دې چې غم دې راسره دى ***** چې په سفر كې دم په غم غلطومه
كلى پرېږده خوا كې مې كېنه ***** دوه ورځې ژوند دى په خندا يې تېرونه
كلى وطن راته سور اور شو ***** نور به د دښتو ميرو عمر تېرومه
كه مسافر شي بيا به راشي ***** د تورو خاورو مسافر كله راځينه
ګل مې په لاس كې مړاوى كېږي ***** پردى وطن دى زه يې چاته ونيسمه
ما د كوچي د عمره ځار كړې ***** د سبايي اور يې بلېږي دوى ترې ځينه
مسافر تلې درجګه نه شوم ***** په زړه مړه وم ما ويل تل به دېدن وينه
مسافري په بې غمۍ كړه ***** زه پښتنه يم په نامه دې ناسته يمه
مسافري دې ډېره وكړه ***** راځه راځه روزي به خداى رارسوينه
مسافري دې روزي مه شه ***** زه دې په سپينه خوله ويده پرېيښې يمه
مسافري سخته خواري ده ***** باران به اوري څوك به ځاى نه وركوينه
نجلۍ كه ټوكى د بخمل دى ***** يار يې نيستمن دى په ژړا له ملكه ځينه
نن مې د يار په لور سفر دى ***** خدايه كه لنډ كړې دا د ځمكې تنابونه
يو وار دې لاس په لاس كې راكه ***** دا لاس نيوى به دې تر ډېره يادومه