ويکيپېډيا
pswiki
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%84%D9%88%D9%85%DA%93%DB%8C_%D9%85%D8%AE
MediaWiki 1.47.0-wmf.20
first-letter
رسنۍ
ځانگړی
خبرې اترې
کارن
د کارن خبرې اترې
ويکيپېډيا
د ويکيپېډيا خبرې اترې
دوتنه
د دوتنې خبرې اترې
مېډياويکي
د مېډياويکي خبرې اترې
کينډۍ
د کينډۍ خبرې اترې
لارښود
د لارښود خبرې اترې
وېشنيزه
د وېشنيزې خبرې اترې
تانبه
د تانبې خبرې اترې
مهالليک
د مهالليک خبرې اترې
چلنوال
د چلنوال خبرې اترې
پېښه
د پېښې خبرې اترې
جوزف سټالين
0
2116
369084
327021
2026-09-18T22:01:17Z
CommonsDelinker
161
Replacing Stalin_Full_Image.jpg with [[File:Joseph_Stalin_in_1937_with_his_pipe_smoking.jpg]] (by [[:c:User:CommonsDelinker|CommonsDelinker]] because: [[:c:COM:FR|File renamed]]: [[:c:COM:FR#FR2|Criterion 2]] (meaningless or ambiguous name) · less ambiguo
369084
wikitext
text/x-wiki
{{Infobox person
| د ولسمشر نوم = جوزف سټالين
| image =Joseph Stalin in 1937 with his pipe smoking.jpg
|birth_date={{Birth date|۱۸۷۸|۱۲|۱۸}}
}}
'''{{Audio|ru-Stalin.ogg|جوزف سټالين}}''' يا يوسف سټالين د پخواني [[د شوروي سوسيالیستي جمهوريتونو اتحاد|شوروي اتحاد]] د ولسمشر '''ايوسف ويساريونويچ سټالين''' نوم دی، په روسي ژبه کې د هغه نوم داسې ليکل کېږي (Иосиф Виссарионович Сталин). کله چې سټالين په نړۍ کې راغی نو د زېږېدنې پر مهال پرې يو [[جيورجي ژبه|جيورجي]] نوم '''ايوسف جهوگاشويلي''' ايښودل شوی وه(Иосиф Джугашвили)؛ د نومړي د زېږون او د مړينې نېټې په دې توگه دي ({{OldStyleDate|۱۸ ډېسمبر|۱۸۷۸|۶ ډېسمبر}}{{ref|Register}} – [[۵ مارچ]], [[۱۹۵۳]]).
ژوزف ویساریونویچ ستالین (اصلي نوم: یسب بسارینس دز جوغاشیلی؛ زوکړه:د ۱۸۷۸ زکال د ډسمبر ۱۸مه – مړېنه: د ۱۹۵۳ زکال د مارچ ۵مه نېټه) شوروي انقلابي او شوروي سیاسي رهبر و چې له ۱۹۲۲ زکال څخه یې په ۱۹۵۳ زکال کې تر خپلې مړینې پورې په شوروي اتحاد واک وچلاوه؛ دی په واک د شوروي اتحاد تر ټولو زیات پاتې شوی واکمن و. هغه د شوروي اتحاد د کمونیست ګوند د عمومي منشي (۱۹۲۲-۱۹۵۲ زکال) او د شوروي اتحاد د وزیرانو شورا د مشر (۱۹۴۱-۱۹۵۳ زکال) په توګه واکمن و. په پیل کې هغه پر هېواد باندې د ټولیزې مشرۍ له مخې واکمني وکړه، خو واک یې د ځان لپاره متمرکز کړ او په ۱۹۳۰ مه لسیزه کې په یو دیکتاتور واوښت. ستالین د مارکسېزم – لینېنېزم اصطلاح ابداع کړه چې له مارکسېزم څخه یې د هغه د لینېنېستي تفسیر استازولي کوله او د ستالینېزم په نامه پېژندل کېږي.
ستالین چې د روسي سترواکۍ د ګوري سیمې (اوسني ګرجستان) په یوه بېوزله کورنۍ کې وزېږېد، وړاندې له دې چې له مارکسېستي روسي سوسیال دیموکراتیک کارګر ګوند سره یوځاي شي د تفلیس یوې مذهبي مدرسې ته ولاړ. هغه د ګوند د ورځپاڼې پروډا په اصلاح کولو کې برخه واخیسته او د ولادمیر لینېن تر مشرۍ لاندې یې د کمونېست ګوند د بلشویکې څانګې له پاره د غلاو، سړي تښتونو او محافظتي قلدرۍ له لارې مالي سرچینې برابرولې. دی په مکرر ډول ونیول شو او څو ځله په داخلي تبعید محکوم کړای شو. وروسته له هغه چې بلشویکانو د اکتوبر په انقلاب کې واک ترلاسه کړ او د نوي کمونیست ګوند تر مشرۍ لاندې یې په ۱۹۱۷ زکال کې یوګوندي دولت رامنځته کړ، ستالین د ګوند د واکمنې سیاسي کمیټې غړی شو. ده په ۱۹۲۲ ز کال کې د شوروي اتحاد په رامنځته کېدو له څار سربېره د روس په کورنۍ جګړه کې د خدمت کولو له امله په ۱۹۲۴ زکال کې د لینېن له مړینې وروسته د هېواد مشري پر غاړه واخیسته. د ستالین تر واکمنۍ لاندې، په هېواد کې سوسیالېزم د کمونېست ګوند د باورونو اصل وګرځېد. د هغه د پنځه کلن کاري پلان له مخې چې د هغه د واکمنۍ پر مهال پلی شو هېواد د زیاتو کرنیزو تولیداتو او چټک صنعتي کېدو شاهد و؛ همدارنګه یې رهبري کېدونی اقتصاد رامنځته کړ. دغه چاره د خوراکي توکو په تولید کې د شدید اخلال لامل وګرځېده چې د قزاقستان د لوی ترور او د اوکراین د هولډومور قحطۍ په ګډون یې د ۱۹۳۲-۱۹۳۳ زکال له قحطي سره مرسته وکړه.
ستالین له هېواده بهر مارکسېزم – لینېنېزم د کمونیست انټرنشنل له لارې ترویج کړ او د ۱۹۳۰ مې لسیزې په ترڅ کې یې په ځانګړي ډول د هسپانیې د کورنۍ جګړې پر مهال له اروپايي فاشیست ضد خوځښتونو کلک ملاتړ وکړ. په ۱۹۳۹ ز کال کې د هغه رژیم له نازي جرمني سره د جګړې نه کولو هوکړه لاسلیک کړه چې له امله یې شوروي اتحاد پر پولنډ برید وکړ. جرمني دغه هوکړه په ۱۹۴۱ زکال کې په شوروي اتحاد باندې په برید کولو سره تر پښو لاندې کړه. د لومړنیو ماتو سربېره، د شوروي سره پوځ وکولای شول د جرمني د بریدونو پر وړاندې مقاومت وکړي او په ۱۹۴۵ زکال کې برلېن ونیسي؛ په دې سره یې په اروپا کې دویمې نړیوالې جګړې ته پای ټکی کېښود. د جګړې پر مهال شوروي اتحاد؛ بالتیک هېوادونه، بسارابیا او شمالی بوکووینا ځان ته الحاق او ورپسې یې په مرکزي او ختیځه اروپا او همدارنګه د ختیځې اسیا په یو شمېر برخو کې خپل متحد دولتونه رامنځته کړل. شوروي اتحاد او متحده ایالات د نړیوالو قدرتونو په توګه راڅرګند شول او د سړې جګړې په نامه د ترینګلتیاوو دوره پیل شوه. ستالین له جګړې وروسته د شوروي اتحاد د بیارغونې او په ۱۹۴۹ زکال کې د اټومي بم د پراختیا چارې کنټرول کړې. په دغو کلونو کې شوروي یوه لویه قحطي تجربه او یو یهودیت ضد کمپاین ترسره کړ چې د ډاکټرانو په توطئې اوج ته ورسېد. په ۱۹۵۳ زکال کې د ستالین له مړینې وروسته بالاخره نیکیتا خرشچوف د هغه ځای ناستی شو، هغه ډېر ژر د ستالین حکومتولي وغندله او په شوروي ټولنه کې یې د ستالیني پالیسیو په له منځه وړو پیل وکړ.
ستالین چې د ۲۰ مې پېړۍ د پام وړ مخکښې څېرې په توګه پېژندل کېږي، په مارکسېست – لینېنېست نړیوال خوځښت کې یې د خپل رول له امله شخصیتي ځایګی وموند چې له امله یې د سوسیالېزم او کارګري طبقې د اتل په توګه بلل کېږي. په ۱۹۹۱ زکال کې د شوروي اتحاد له پاشل کېدو راوروسته ستالین په روسیې او ګرجستان کې د جګړې د یو بریالي مشر په توګه چې وه یې کولای شول د نړیوال ځواک په توګه د شوروي اتحاد د جمهوریتونو ځایګی تثبیت کړي؛ خپل محبوبیت وساته. ورته مهال د هغه استبدادي رژیم په پراخه کچه په ټولیزو ځپونکو چارو، قومي تصفیې، پراخه سانسور، په زیاته کچه تبعید او په سلګونو زره اعدامونو کې د لاس لرلو او همدارنګه د قحطۍ پر مهال د میلیونونو کسانو د مړینې له امله غندل کېږي.
== د لینېن د حکومتولۍ پر مهال ==
=== د واک پیاوړتیا: ۱۹۱۷-۱۹۱۸ ز کال ===
د ۱۹۱۷ زکال د اکتوبر په ۲۶ مه نېټه لینېن ځان د نوي دولت او د خلکو د کمیسارانو د شورا ("Sovnarkom") مشر اعلان کړ. ستالین هم د لینېن له دغې پرېکړې څخه چې له منشویکانو او سوسیالېست انقلابي ګوند سره ائتلاف نه کوي کلک ملاتړ وکړ؛ په داسې حال کې چې هغوی له کیڼ اړخو سوسیالیست انقلابیونو سره ائتلافي حکومت رامنځته کړ. ستالین د لینېن، تروتسکي او سودرلف په خوا کې د دولت نارسمي اداره کوونکی جوړښت رامنځته کړ. د ستالین دفتر په سمولني انستیتیوت کې د لینېن دفتر ته څېرمه موقعیت درلود؛ هغه او تروتسکي یوازني کسان و چې له لینېن سره یې له وړاندې نوبت نیولو پرته لیدلی شو. په داسې حال کې چې لینېن او تروتسکي په عامو وګړو کې دومره پېژندل شوي نه و، خو ستالین د بلشویکانو ترمنځ ډېر شهرت درلود. هغه د مخالفو ورځپاڼو د تړلو په موخه د لینېن فرامین له هغه سره په ګډه لاسلیک کول او له سودرلف سره یې بیا د نوي فدراتیف شوروي سوسیال جمهوریت لپاره د اساسي قانون د مسودې د جوړونکې کمېټې مشري وکړه. هغه په کلکه سره د لینېن له خوا د چکا امنیتي استخباراتو د جوړولو او ورپسې د سره ترور د ځپونکو عملیاتو ملاتړ وکړ؛ ده دې ته په پام چې دولتي تاوتریخوالی د کپیټلېستي قدرتونو یو له اغېزمنو لارو چارو دی؛ باور درلود چې هغه به شوروي دولت ته هم ورته پایلې ولري. د مخکښو بلشویکانو لکه کامنف او نیکولای بخارین پر خلاف ستالین هېڅکله د چکا او سره ترور د عملیاتو د چټکې پراختیا او ودې اړوند اندېښنې څرګندې نه کړې.
د پروډا د مدیر مسئولیت له خوشي کولو وروسته، ستالین د ملیتونو لپاره د خلکو د کمیسیار په توګه وټاکل شو. هغه ندژدا الیلویوا د خپلې سکرترې په توګه وټاکله او همدغه مهال یې له هغې سره واده هم وکړ، له دې سره د هغوی د واده کره نېټه معلومه نه ده. د ۱۹۱۷ زکال په نومبر میاشت کې هغه په روسیه کې د میشتو لږکیو ملیتونو اړوند ملیتي فرمان لاسلیک کړ چې هغوی ته یې د خپلواکۍ او جلاتوب حق ورکاوه. د دغه فرمان موخه په لومړۍ درجه کې یوه ستراتیژیکه موخه وه چې له مخې یې بلشویکانو هڅه وکړه د لږکیو ترمنځ محبوبیت ومومي نه دا چې هغوی د خپلواکۍ لپاره لیوالتیا ومومي. په همدغه میاشت کې هغه هلسنکي ته سفر وکړ څو د فنلنډ له سوسیال دیموکراتانو سره وګوري او په ډسمبر کې یې د فنلنډ د خپلواکۍ غوښتنه ومنله. د هغه ادارې د قومي لږکیو په ژبه د ښوونځیو او مطبوعاتو لپاره بودیجه ځانګړې کړه. {{Sfn|Service|2004|p=158}}{{Sfn|Service|2004|p=155}}{{Sfn|Service|2004|p=149}}{{Sfn|Montefiore|2003|p=157}}{{Sfn|Service|2004|p=150}}
د روانې لومړۍ نړیوالې جګړې له امله چې روسیه په کې د جرمني او اطریش – هنګري له مرکزي ځواکونو سره ښکېل وه؛ د ۱۹۱۸ زکال په مارچ میاشت کې د لینېن اداره له پتروګراد څخه مسکو ته را ولېږدول شوه. ستالین، تروتسکی، سودرلف او لینېن په کرېملېن کې ژوند کاوه. ستالین د یو شمېر قلمرونو په بیه له مرکزي ځواکونو سره د اوربند کولو اړوند د لینېن له لیوالتیا ملاتړ وکړ. ستالین دا ضروري ګنله ځکه – د لینېن پر خلاف – هغه نه و متقاعد شوی چې اروپا پرولتاري انقلاب ته چمتو ده. لینېن په پایله کې د خپل لیدلوري په اړه د ټولو مخکښو بلشویکانو هوکړه ترلاسه کړه چې له امله یې د ۱۹۱۸ زکال په مارچ میاشت کې بریسټ – لیتوفسک هوکړه لاسلیک شوه. د دغې هوکړې له مخې پرېمانه سیمې او منابع مرکزي ځواکونو ته پرېښودل شول چې د ګڼ شمېر روسي وګړو غصه یې راوپاروله همدارنګه کیڼ اړخي سوسیالېست انقلابیون د دغې موضوع پر سر له ائتلافي حکومت څخه ووتل. واکمن روسي سوسیال دیموکراتیک کارګر ګوند هم ډېر ژر خپل نوم بدل کړ او د روسیې په کمونېست ګوند واوښت. {{Sfn|Service|2004|p=155}}{{Sfn|Service|2004|p=153}}{{Sfn|Conquest|1991|p=71}}{{Sfn|Service|2004|p=148}}
== سرچينې ==
<references />
[[وېشنيزه:روسي کمونستان]]
[[وېشنيزه:روسي ولسمشران]]
[[وېشنيزه:روسي سياستوال]]
[[وېشنيزه:فيلسوفان]]
[[وېشنيزه:وټپوهان]]
gvbrjf8dniz06sk7x8ajje0uj2oc17o
غزني
0
13485
369083
320720
2026-09-18T19:58:43Z
Ziv
35228
([[c:GR|GR]]) [[File:130422-A-TB205-027.jpg]] → [[File:Newly constructed gates and monuments in Ghazni - 130422-A-TB205-027.jpg]] [[c:COM:FR#FR2|Criterion 2]] · More precise and not just a meaningless name
369083
wikitext
text/x-wiki
{{هراړخيز مالوماتبکس}}
{{Infobox settlement
<!--See the Table at Infobox settlement for all fields and descriptions of usage-->
<!-- Basic info ---------------->
| name = غزني
| native_name =
| settlement_type = ښار
| image_caption =
<!-- images and maps ----------->
| image_skyline = {{Photomontage|location=center|size=300|spacing=3
| photo1a=Newly constructed gates and monuments in Ghazni - 130422-A-TB205-027.jpg{{!}}Residents of Ghazni City walk past newly constructed gates and monuments in Ghazni
| photo1b=Ghazni City, 2010.jpg{{!}}Ghazni City}}
| image_flag =
| image_seal =
| image_shield =
| image_map =
| map_caption =
| pushpin_map = Afghanistan
| pushpin_label_position = above
| pushpin_mapsize = 300px
| pushpin_map_caption = ځاي په افغانستان کې
| coordinates = {{coord|33|33|N|68|25|E|region:AF|display=inline,title}}
| subdivision_type = هيواد
| subdivision_name = {{AFG}}
| subdivision_type1 = [[د افغانستان ولايتونه |ولايت]]
| subdivision_name1 = [[غزني ولایت]]
| subdivision_type2 = [[د افغانستان د|ولسوالۍ]]
| subdivision_name2 = غزني ولسوالۍ
| established_title =
| established_date =
| leader_title =
| leader_name =
| area_total_km2 =
| area_land_km2 =
| area_water_km2 =
| elevation_footnotes = <!--for references: use<ref> </ref> tags-->
| elevation_m = 2219
<!-- Population ----------------------->
| population_footnotes = <ref>{{cite web|title=The State of Afghan Cities Report 2015 |url=http://unhabitat.org/books/soac2015/ |accessdate=21 October 2015 |ref=UN-Habitat |deadurl=yes |archiveurl=https://web.archive.org/web/20151031111515/http://unhabitat.org/books/soac2015/ |archivedate=31 October 2015 |df= }}</ref>
| population_total = 143,379
| population_as_of = 2015
| population_urban = 143,379
<!-- General information --------------->
| timezone = [[د افغانستان معياري وخت|UTC]]
| utc_offset = +4:30
| timezone_DST =
| utc_offset_DST =
<!-- Area/postal codes & others -------->
| postal_code_type = <!-- enter ZIP code, Postcode, Post code, Postal code... -->
| postal_code =
| area_code =
| website =
}}
'''غزني''' یو مهم ښار دي چې د [[افغانستان]] په ختیځ کې پروت دي. دغه ښار [[د غزني ولايت|د غزني د ولایت]] مرکز دي او تقریبًا ۱۴۱،۰۰۰ نفوس لري.
==تاریخ==
د تاریخ پوهانو په نظر غزني په ۱۵۰۰ کال کې عیسوی سنې مخکې د [[هندوستان|هندوستاني]] راج (پاچا) لخوا جوړ شو. په ۶ پیړۍ عیسوی سنې مخکې دغه ښار د [[کوروش ۲]] د پوځونو لخوا ونیول شو.
د غزني ښار تر ۷ پیړۍ پورې د بودهزم د مرکزونو څخه وو. په ۶۸۳ کال کې د عرب اردو غرني ونیو او خلکو اسلامي مذهب قابل کړل. په ۹ پيړۍ کې غزني د غزنوي سلطنت پایتخت شو.
د غزنویانو د حکمرانو [[سلطان محمود غزنوي|محمود غزنوي]] د غزني په [[پلازمېنه|پایتخت]] کې یوه لویه کلا جوړه کړه.
غزنی د اسلامي تمدن پلازمینه او د افغانستان تاریخي ویاړ:
د لوی امپراطور او ستر فاتح سلطان محمود غزنوي د واکمنۍ پرمهال غزنی نه یوازې د ښارونو ناوې بلل کیده بلکې د اسلام خپرولو لوی مرکز هم وو.
سلطان محمود غزنوي د [[افغانستان]] په اسلامي دوره کې لومړنی پاچاه وو، چې له [[اصفهان]]، [[عراق]]، همدان او طبرستان پورې او ختیځ ته د گنگا تر څنډو ، شمال ته یې تر سیر دریا او خوارزم پورې او همدارنگه جنوب ته د [[بلوچستان]] او کاتیار تر ساحې پورې لویه امپراطوري جوړه کړې وه.
په غزنوي دوره کې اسلامي مدنیت ته وده ورکړل شوه، ښارونه، ماڼۍ، مدرسې، جوماتونه، کتابخانې، موزیمونه، پلونه، لارې او د اوبو بندونه جوړ شول. کرنې، مالدارۍ او لاسي صنایعو، نقاشۍ او معمارۍ او سوداگرۍ پرمختگ وکړ.
د فرهنگ په برخه کې زیات شمیر پوهان لیکوالان، شاعران، ریاضیدانان، منجمین او د هر مسلک او فن کسان را غونډ شوي وو. د بیلگې په توگه البیروني، ابوعلي سینا، عبدالحی گردیزي، موفق هروي همدارنگه ددري او پارسي ژبې شاعران لکه فردوسي، فرخي سیستاني، عنصري، منوچهري، حکیم سنايي، ناصر خسرو بلخي او داسې نور.
دا چې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې غزنی د اسلامي نړۍ د اسلامي تمدن د پلازمینې په توگه نومول کیږي زموږ د هیواد لپاره یو لوی او تاریخي ویاړ دی.
له ټولو هیوادوالو او په ځانگړي ډول د غزني د شریفو او متدینو خلکو څخه مې هیله داده، چې ددې سپیڅلي مرکز په ساتلو او لا پرمختگ کې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړي او زموږ دا ملي او تاریخي ویاړ ژوندی وساتي.
غزني په ۱۳ پیړۍ کي د [[چنگېز خان]] لخوا خراب شو.
په ۱۸۳۹ کال گې [[د افغان-انگرېز لومړۍ جگړه|د افغان-انگرېز د لومړۍ جگړې]] په وخت کې غزني د انگرېزي بوځ لخوا ونیول شو.
== نور ولولئ ==
* [[د افغانستان ولسوالۍ]]
* [[د افغانستان ولايتونه]]
== سرچينې ==
{{لړسرچينې}}
[[وېشنيزه:د افغانستان ښارونه]]
{{د افغانستان څوارلس لوی ښارونه}}
g9nuq8p6axw52pv2j8qyo44vnkmsm9q
قبة الصخرة جومات
0
18416
369081
223906
2026-09-18T14:34:41Z
Prosnu
39272
بین الاقوامی قانون کے مطابق مشرقی یروشلم فلسطین کا حصہ ہے، اور عبرانی زبان کا اس یادگار یا فلسطین میں سرکاری حیثیت سے کوئی تعلق نہیں ہے۔
369081
wikitext
text/x-wiki
{| style="margin: 0 0 1em 1em; border-collapse:collapse; font-size: 90%;" border="1" cellpadding="2" align="left" cellspacing="0"
|- style="background-color:lightgreen;"
! colspan="2" | '''قبة الصخرة جومات '''<br /> مسجد قبة الصخرة<br />
|-
|
|- id=infObrazek
| style="text-align:center;" colspan="2"|[[File:Moschea di Omar (Dome of the Rock) - Gerusalemme.jpg|300px]]
|-
|- id=infObrazek
| style="text-align:center;" colspan="2"|[[دوتنه:Flag of Palestine.svg|100x100پېکسل]]
|-
! align="right" valign="top" |هېواد
|[[فلسطيني کډوال|فلسطين]]
|-
! align="right" valign="top" |ښار
|[[بيت المقدس]]
|-
|}
'''قبة الصخرة جومات''' (په عربي: ''مسجد قبة الصخرة'') د اسلامی معماري یادگارونو څخه ده چی په [[اسرائيل]] کی په [[بيت المقدس]] کی د الحرم القدسي الشريف په مرکز کی پرته ده. قبة الصخرة جومات او [[الاقصی جومات]] د بيت القدس تر ټولو مشهوره او قدیمی اسلامی ودانۍ دی. قبة الصخرة جومات په ۶۹۱ کال کی د دويمې فتنې په وخت کی د الامویې خليفې عبد الملک بن مروان په هدایت جوړه شوه. نوموړي مسجد د یهودي معبد پر ځای باندي چی په ۷۰ کال کی رومی پوځ لخوا ويچار شو، جوړ شو او مسلمانان وايي چی نوموړي جومات د الإسراء والمعراج د معجزې پر ځاي باندي پروت دی.
==تاريخ==
د [[صليبي جگړې|صليبي جگړو]] په وخت کی په ۱۱۰۴ کال کی بيت المقدس د عيسوي جنگسارلارانو لخوا ونيول شو او قبة الصخرة جومات په کليسا تبديل شو. په ۱۱۸۷ کال کی صلاح الدين يوسف ابن ايوب عیسويانو ته ماته ورکړه او بیت المقدس، قبة الصخرة جومات او [[الاقصی جومات]] د مسلمانو پوځ لاس ته ورغله او نوموړي جوماتونه بیا وقف شول او د گلابی اوبو ومینځل شول. د ۱۲۵۰ کال څخه تر ۱۵۱۰ کال پورې بیت المقدس د مملوک حکمرانانو په لاس کی وو.د ۱۵۱۷ کال څخه تر ۱۹۱۷ کال پورې بيت القدس د [[عثماني پېر|عثمانی حکمرانانو]] په لاس کی وو. د [[سلیمان ۱]] د حکومت په وخت کی د قبة الصخرة جومات بهرانی برخه دبرو لخوا پوښ شوه او داخلي دېوالي د مرمر او موزاییکونولخوا پسولل شول. په دی وخت کی پر دغی دېولیونو باندی [[سورة يس]] هم ولیکل شوه. په ۱۹۵۵ کال کی د قبة الصخرة جومات جوړول بیا پیل شول. په ۱۹۶۰ کال کی د جومات گمبته په برونز سره پوښ شوه. په ۱۹۶۶ کال کی [[اسرایل|اسرایيلی]] پوځ بیت المقدس ونیو. اسراييلی عسکرانو غوښتل چی قبة الصخرة جومات ويچار وکړي خو غوښتنه یی رده شوه. په ۱۹۸۸ کال کی [[اردن|اردني]] پاچا حسین ۱ داسرايیلی حکومت مالي ملاتړ ور کړ او د مسجد گمبتی طلایی پوښ ترلاسه کړ.
تر ۱۸۵۰ کال پوري غیر مسلمانانو نسوای کولای قبة الصخرة جومات ته داخل شی . د ۱۹۶۷ کال څخه غیر مسلمانانو کولای سول قبة الصخرة جومات ته داخل شی خو نسوای کولای په دی ځای کی دعا وکړي. په ۲۰۰۰ کال کی کله چی آریل شارون د قبة الصخرة جومات لیدنه وکړه نو مسلمنان دغه ملاقات ته په بده سترگه وکتل او ددی لپاره د هغه وخت څخه تر ۲۰۰۶ کال پورې غیر مسلمانانو ته بیا اجازه نه وه چی جومات ته داخل شی. په اوس وخت کی غیر مسلمانان پرته له اسلامی اخترونو نه جومات ته داخلیدای سی.
== انځورتون ==
<gallery perrow="6">
دوتنه:Dome of the Rock 3.jpg|قبة الصخرة جومات
دوتنه:Dome of Rock Fasade.jpg|قبة الصخرة جومات
دوتنه:Jerusalem Dome of the rock BW 13.JPG|الحرم القدسي الشريف او [[بيت المقدس]]
دوتنه:Skalní dóm.JPG
دوتنه:DomeOfTheRock.jpg|طلایی گمبته
دوتنه:MosqueOfOmar1914.jpg
دوتنه:Arabischer Maler um 690 001.jpg
دوتنه:Dehio 10 Dome of the Rock Floor plan-drilled.jpg
دوتنه:Dome of the rock interior vector 01.jpg
</gallery>
[[وېشنيزه:اسرائیلي جوماتونه]]
9zhog33ugdivx5v6km8xsthmzr2kymi
د کارن خبرې اترې:اقامحمدوروراغا
3
87715
369082
2026-09-18T18:01:09Z
ښه راغلاست پیغام ورکوونکی
11444
د يوه نوي کارن د خبرواترو مخ کې د [[ښه راغلئ|ښه راغلاست پيغام]] ورگډوي
369082
wikitext
text/x-wiki
{{ښه راغلئ|realName=|name=اقامحمدوروراغا}}
-- <span style="font-family: MCS Quds SU normal; font-size: 15px; text-shadow: silver 0.2em 0.2em 0.1em;"> '''[[کارن:Af420|<font color="black">'''Af420''']]''' </span> <sup><font face="MCS Quds SU normal" size="3">'''[[د کارن خبرې اترې:Af420|<font color="#69 69 69">'''اړیکه''']] '''</font></sup> ۱۸ سېپتمبر ۲۰۲۶، گړۍ ۱۸:۰۱ ([[همغږي نړیوال وخت|'''نړۍوال وخت''']])
1ce99kq5qnkex14yn42v0246ynq0thx