ويکيپېډيا pswiki https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%84%D9%88%D9%85%DA%93%DB%8C_%D9%85%D8%AE MediaWiki 1.47.0-wmf.21 first-letter رسنۍ ځانگړی خبرې اترې کارن د کارن خبرې اترې ويکيپېډيا د ويکيپېډيا خبرې اترې دوتنه د دوتنې خبرې اترې مېډياويکي د مېډياويکي خبرې اترې کينډۍ د کينډۍ خبرې اترې لارښود د لارښود خبرې اترې وېشنيزه د وېشنيزې خبرې اترې تانبه د تانبې خبرې اترې مهال‌ليک د مهال‌ليک خبرې اترې چلنوال د چلنوال خبرې اترې پېښه د پېښې خبرې اترې عبدالودود بشریار 0 6316 369476 369207 2026-09-26T12:04:11Z Ghotai22 40354 369476 wikitext text/x-wiki {{چارواکۍ | name = عبدالودود بشریار | image = | birth_date = [[۱۹۸۲ز]] | birth_place = لغمان، افغانستان | nationality = افغان | occupation = لیکوال، څېړونکی، پخوانی دولتي چارواکی | known_for = بشرپالنه، فلسفه، فساد سره مبارزه}} '''عبدالودود بشریار''' (زېږيدنه: ۱۱ مارچ ۱۹۸۲ز) یو افغان بشرپال لیکوال، څېړونکی او د بشري حقونو فعال دی[https://taand.net/?p=237702] او د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهوري ریاست د چارو اداره کې د شتمنۍ د ثبت او پلټڼې ادارې رئیس و. [https://afghan-bios.info/index.php?option=com%20afghanbios&id=4665&task=view&total=5282&start=972&Itemid=2] [https://www.mail.gov.af/ps/node/3557?] نوموړی د بشرپالنې/هومانیزم، د سیاسي او ټولنیزې فلسفې، بشري حقونو، ژبپوهنې او افغاني کلتوري مسایلو په اړه لېکنې او څېړنې کړې دي. نوموړی د بشرپال فلسفي او تنقیدي فکر د ودې په موخه د افغانستان بشرپالې ټولنې / Afghanistan Humanist Association له بنسټګرو څخه دی. دا ټولنه په ۲۰۱۰ز کال کې د یو شمېر افغانو لیکوالو او روڼ اندو لخوا په [[کابل]] کې رامنځته شوې وه. [https://www.tolafghan.com/posts/26480] نوموړي د فلسفې او بشرپال فکر په اړه ګڼې لیکنې او بحثونه کړي دي.[https://taand.net/?p=53589] او د خپلې دندې پر مهال یې له فساد سره په مبارزه کې قاطعانه عمل کړی دی.[https://pajhwok.com/fa/2020/08/04/%D9%85%D8%B9%D8%A7%D8%B4-%D9%88%D8%A7%D9%85%D8%AA%DB%8C%D8%A7%D8%B2%D8%A7%D8%AA-%DB%B1%DB%B9%DB%B7-%D8%AA%D9%86-%D8%A7%D8%B2-%D9%85%D9%82%D8%A7%D9%85-%D9%87%D8%A7%D9%89-%D8%A8%D9%84%D9%86%D8%AF-%D8%B1/] ==ژوند لیک== ===ماشومتوب او زده کړې=== '''عبدالودود بشریار''' د شاه محمد زوى او غلام محمد لمسى دى، چې [[د لغمان ولايت]]، د [[قرغ‎يو ولسوالۍ]] د فرمانخېلو په کلي کې په یوه بیوروکراته کورنۍ کې په ١٣٦٠ ل (۱۹۸۲ز) کال کې زېږېدلى دی. پلار یې په ۱۹۷۲ز کال کې د معادن وزارت په چوکاټ کې کارکوونکی و، چې وروسته د ورپېښو ستونزو له امله کډوالۍ ته مجبور شو. نیکه یې د اعلیحضرت محمد ظاهرشاه په دوره کې د قوه کار په چوکاټ کې کارمند و. بشریار لومړنۍ زده‎ کړې پاکستان ته د کډوالۍ په دوران د سوابۍ په برکي پنډغالي، منځنۍ زده کړې يې د کوهي زاخېلو په پنډغالي، ثانوي زده کړې يې په [[اسلام اباد]] کې تر سره کړې دي. په ۲۰۱۶ز کال کې د کابل له مریم پوهنتون څخه د حقوقو او سیاسي علومو له څانګې څخه فارغ شوی دی. نوموړي په فلسفه، فساد سره مبارزه، ژبپوهنه کې هم زده کړې کړې دي. == دندې == عبدالودود بشریار د کډوالۍ په دوران په اسلام اباد کې د کډوالو افغانانو د روزنې لپاره يو منځنى ښوونځى (غلام سخي منځنى ښوونځى) د اسلام اباد په کچه ابادۍ کې پرانېستى و. د دغه ښوونځي په وسيله له پنځه سوه څخه ډېرو ناچارو ماشومانو زده کړې وکړې، د ليک لوست له نعمت څخه برخمن شول او وروسته یې لوړو زده کړو ته زمینې مساعدې شوې. نوموړى په ٢٠٠۵ز کال کې له اسلام اباد څخه افغانستان ته ولاړ او د میدان [[وردګ ولايت]] د والي وياند وگومارل شو. دندې یې په دې ډول دي. ۲۰۰۵ – ۲۰۰۷ز: د افغانستان د میدان [[وردګ ولايت]] د والي دفتر د رسنیو مسوول او ویاند. [https://samiamini.blogfa.com/post/41] ۲۰۰۷ – ۲۰۰۸ز: د کابل ښاروالۍ د مرستیال رسنیز سلاکار او بیا [[د کابل ښاروالي]] د مرستیال په دفتر کې سکرتر. ۲۰۰۸ – ۲۰۱۰ز: د سپوږمۍ انلاین ژورنال مشر ايډیټر. ۲۰۱۱ – ۲۰۱۷ز: د خوځون علمي پرمختيايي مرکز بنسټګر او مشر. ۲۰۱۷ – ۲۰۱۸ز: د افغانستان اسلامي جمهوریت د [[لغمان ولايت]] د بشري سرچینو رئیس. ۲۰۱۸ – ۲۰۱۹ز: د افغانستان اسلامي جمهوریت د ولسمشر د چارو ادارې پورې مربوط، د پالیسۍ او څېړنې ریاست د علمي مشارکت مرستیال. ۲۰۱۹ – ۲۰۲۲ز: د افغانستان د شتمنۍ د ثبت او پلټنې ادارې رئیس.[https://www.mail.gov.af/ps/node/3557?] [http://%5Bhttps://afghan-bios.info/index.php?option=com%20afghanbios&id=4665&task=view&total=5282&start=972&Itemid=2%5D]{{Dead link|date=August 2026 |bot=InternetArchiveBot |fix-attempted=yes }} == اثار او ليکنې == === د بېلګې په ډول دوه ادبي ټوټې === د دې تر څنګ چې نوموړی په پښتو او انگرېزي ژبو کې ليکنې او څېړنې کوي، لنډې ادبي ټوټې یې هم ليکلې دي، چې دوه یې د بېلګې په ډول وړاندې کېږي: [[څه وايي؟]] د ساحل په لور روانې چپې، د مازديگر زېړی لمر، د گلونوسپړېدل او رژېدل، د سپرلي راتله او بېرته تله، د شپې چوپه چوپتيا، د ورځې بنډارونه او غوغا، د سپرلي هر خوا گلونه شيندل، د خزان ډاگ او بېديا، څه وايي؟ د ورځې تېرېدل، د شپې راتلل، د مغروره سيند چپې په ځگونو بدلېدل، له گلاب نه د مچکو اخېستو لپاره د پرخې راتلل او سهار د اغيار له لاسه پنا کېدل، څه وايي؟ بس ټوله د پيدا، او پناه کيسه ده، د ژوند ژوره فلسفه ده. نورهېڅ نه دي. د ژوند داستان دی اوبس! ( ۲۰۰۷ز - میدان ښار) [[اخر دومره بې اعتماده؟]] روان وم په لار کې مې پيشو وليدله، ماته يې راوکتل. کتلو يې زما پام هم ځانته واړاو. په کتو کې يې مينه وه. معصومه مينه. زړه مې وغوښتل، چې حال ترې وپوښتم. د مينې خبرې ورسره وکړم. د ژوند کيسې ورسره ووايم. او پر دې پوه شم، چې دوى ته ژوند څه معنا لري؟ نو ورته ودرېدم. خو دې را نه منډه کړه. ورته کېناستم. غېږ مې ورته خلاصه کړه او ورنه مې وغوښتل چې راشي! ما ورنه د راتلو هيله درلوده، خو دې رانه بيا منډه کړه او په يو ځاى کې ودرېده، مخ يې ماته را وگرځاو. بيا مې ورته زارۍ پيل کړې، چې راشي، د زړه خواله سره وکړو او د ژوند کيسې او فلسفې سره ووايو. تاسې باور وکړئ، زارۍ مې ډېرې ورته وکړې. د سليمان عليه السلا م قسم مې ور واچاو. هان چې د ډېرو زاريو نه مې سترگې له اوښکو ډکې شوې. خو دې راته هماغسې کتل او زاريو پرې هيڅ اثر نه کاو. له ناکامه پاسېدم. سوړ اسويلى مې له خولې ووت او له ځان سره مې وويل، چې دا انسان څومره بې اعتماده دى چې حيوانات يې هم پر مينه، زاريواو ننواتو باور نشي کولاى!( ۲۰۰۷ز - احمدشاه بابا مېنه، کابل) === چاپ اثار === #اتمه مڼې گل (د اتمې مڼې گل مېلې د راپورونو او شعرونو ټولگه ده چې د مڼې په اړه پكې پوره کلتوري څېړنه شوې ده. [https://samiamini.blogfa.com/post/41] # نهه ژبنۍ لیکنې (د پښتو وییو، تاریخ او فولکلور اړوند) [https://ketabton.com/books/FajXpbQVJ9R] #په لسګونو څېړنې او لیکنې === ناچاپ اثار === # يوناني سياسي فلسفه #اس د تاريخ په اوږدو كې ( داس په اړه ځانگړى څېړنيز اثر، ناچاپ) #له ميرخانه تر كرزيه( تاريخي اثر، ناچاپ) #وردگ د تاريخ په اوږدو كې (ناچاپ) #English and Pashto Cognates #پخوانی مصر او مصری ښاريتوب == باندنې تړنې == [https://khwazun.blogfa.com/category/6 https://khwazun.blogfa.com] [[وېشنيزه:پښتانه]] [[وېشنيزه:پښتانه ليکوال]] [[وېشنيزه:افغانان]] 0k3e76d9cpuylxz33ksi09sfkmi5syi 369477 369476 2026-09-26T12:05:37Z Ghotai22 40354 369477 wikitext text/x-wiki {{چارواکۍ | name = عبدالودود بشریار | image = | birth_date = [[۱۹۸۲ز]] | birth_place = لغمان، افغانستان | nationality = افغان (تبعید کې) | occupation = لیکوال، څېړونکی، پخوانی دولتي چارواکی | known_for = بشرپالنه، فلسفه، فساد سره مبارزه}} '''عبدالودود بشریار''' (زېږيدنه: ۱۱ مارچ ۱۹۸۲ز) یو افغان بشرپال لیکوال، څېړونکی او د بشري حقونو فعال دی[https://taand.net/?p=237702] او د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهوري ریاست د چارو اداره کې د شتمنۍ د ثبت او پلټڼې ادارې رئیس و. [https://afghan-bios.info/index.php?option=com%20afghanbios&id=4665&task=view&total=5282&start=972&Itemid=2] [https://www.mail.gov.af/ps/node/3557?] نوموړی د بشرپالنې/هومانیزم، د سیاسي او ټولنیزې فلسفې، بشري حقونو، ژبپوهنې او افغاني کلتوري مسایلو په اړه لېکنې او څېړنې کړې دي. نوموړی د بشرپال فلسفي او تنقیدي فکر د ودې په موخه د افغانستان بشرپالې ټولنې / Afghanistan Humanist Association له بنسټګرو څخه دی. دا ټولنه په ۲۰۱۰ز کال کې د یو شمېر افغانو لیکوالو او روڼ اندو لخوا په [[کابل]] کې رامنځته شوې وه. [https://www.tolafghan.com/posts/26480] نوموړي د فلسفې او بشرپال فکر په اړه ګڼې لیکنې او بحثونه کړي دي.[https://taand.net/?p=53589] او د خپلې دندې پر مهال یې له فساد سره په مبارزه کې قاطعانه عمل کړی دی.[https://pajhwok.com/fa/2020/08/04/%D9%85%D8%B9%D8%A7%D8%B4-%D9%88%D8%A7%D9%85%D8%AA%DB%8C%D8%A7%D8%B2%D8%A7%D8%AA-%DB%B1%DB%B9%DB%B7-%D8%AA%D9%86-%D8%A7%D8%B2-%D9%85%D9%82%D8%A7%D9%85-%D9%87%D8%A7%D9%89-%D8%A8%D9%84%D9%86%D8%AF-%D8%B1/] ==ژوند لیک== ===ماشومتوب او زده کړې=== '''عبدالودود بشریار''' د شاه محمد زوى او غلام محمد لمسى دى، چې [[د لغمان ولايت]]، د [[قرغ‎يو ولسوالۍ]] د فرمانخېلو په کلي کې په یوه بیوروکراته کورنۍ کې په ١٣٦٠ ل (۱۹۸۲ز) کال کې زېږېدلى دی. پلار یې په ۱۹۷۲ز کال کې د معادن وزارت په چوکاټ کې کارکوونکی و، چې وروسته د ورپېښو ستونزو له امله کډوالۍ ته مجبور شو. نیکه یې د اعلیحضرت محمد ظاهرشاه په دوره کې د قوه کار په چوکاټ کې کارمند و. بشریار لومړنۍ زده‎ کړې پاکستان ته د کډوالۍ په دوران د سوابۍ په برکي پنډغالي، منځنۍ زده کړې يې د کوهي زاخېلو په پنډغالي، ثانوي زده کړې يې په [[اسلام اباد]] کې تر سره کړې دي. په ۲۰۱۶ز کال کې د کابل له مریم پوهنتون څخه د حقوقو او سیاسي علومو له څانګې څخه فارغ شوی دی. نوموړي په فلسفه، فساد سره مبارزه، ژبپوهنه کې هم زده کړې کړې دي. == دندې == عبدالودود بشریار د کډوالۍ په دوران په اسلام اباد کې د کډوالو افغانانو د روزنې لپاره يو منځنى ښوونځى (غلام سخي منځنى ښوونځى) د اسلام اباد په کچه ابادۍ کې پرانېستى و. د دغه ښوونځي په وسيله له پنځه سوه څخه ډېرو ناچارو ماشومانو زده کړې وکړې، د ليک لوست له نعمت څخه برخمن شول او وروسته یې لوړو زده کړو ته زمینې مساعدې شوې. نوموړى په ٢٠٠۵ز کال کې له اسلام اباد څخه افغانستان ته ولاړ او د میدان [[وردګ ولايت]] د والي وياند وگومارل شو. دندې یې په دې ډول دي. ۲۰۰۵ – ۲۰۰۷ز: د افغانستان د میدان [[وردګ ولايت]] د والي دفتر د رسنیو مسوول او ویاند. [https://samiamini.blogfa.com/post/41] ۲۰۰۷ – ۲۰۰۸ز: د کابل ښاروالۍ د مرستیال رسنیز سلاکار او بیا [[د کابل ښاروالي]] د مرستیال په دفتر کې سکرتر. ۲۰۰۸ – ۲۰۱۰ز: د سپوږمۍ انلاین ژورنال مشر ايډیټر. ۲۰۱۱ – ۲۰۱۷ز: د خوځون علمي پرمختيايي مرکز بنسټګر او مشر. ۲۰۱۷ – ۲۰۱۸ز: د افغانستان اسلامي جمهوریت د [[لغمان ولايت]] د بشري سرچینو رئیس. ۲۰۱۸ – ۲۰۱۹ز: د افغانستان اسلامي جمهوریت د ولسمشر د چارو ادارې پورې مربوط، د پالیسۍ او څېړنې ریاست د علمي مشارکت مرستیال. ۲۰۱۹ – ۲۰۲۲ز: د افغانستان د شتمنۍ د ثبت او پلټنې ادارې رئیس.[https://www.mail.gov.af/ps/node/3557?] [http://%5Bhttps://afghan-bios.info/index.php?option=com%20afghanbios&id=4665&task=view&total=5282&start=972&Itemid=2%5D]{{Dead link|date=August 2026 |bot=InternetArchiveBot |fix-attempted=yes }} == اثار او ليکنې == === د بېلګې په ډول دوه ادبي ټوټې === د دې تر څنګ چې نوموړی په پښتو او انگرېزي ژبو کې ليکنې او څېړنې کوي، لنډې ادبي ټوټې یې هم ليکلې دي، چې دوه یې د بېلګې په ډول وړاندې کېږي: [[څه وايي؟]] د ساحل په لور روانې چپې، د مازديگر زېړی لمر، د گلونوسپړېدل او رژېدل، د سپرلي راتله او بېرته تله، د شپې چوپه چوپتيا، د ورځې بنډارونه او غوغا، د سپرلي هر خوا گلونه شيندل، د خزان ډاگ او بېديا، څه وايي؟ د ورځې تېرېدل، د شپې راتلل، د مغروره سيند چپې په ځگونو بدلېدل، له گلاب نه د مچکو اخېستو لپاره د پرخې راتلل او سهار د اغيار له لاسه پنا کېدل، څه وايي؟ بس ټوله د پيدا، او پناه کيسه ده، د ژوند ژوره فلسفه ده. نورهېڅ نه دي. د ژوند داستان دی اوبس! ( ۲۰۰۷ز - میدان ښار) [[اخر دومره بې اعتماده؟]] روان وم په لار کې مې پيشو وليدله، ماته يې راوکتل. کتلو يې زما پام هم ځانته واړاو. په کتو کې يې مينه وه. معصومه مينه. زړه مې وغوښتل، چې حال ترې وپوښتم. د مينې خبرې ورسره وکړم. د ژوند کيسې ورسره ووايم. او پر دې پوه شم، چې دوى ته ژوند څه معنا لري؟ نو ورته ودرېدم. خو دې را نه منډه کړه. ورته کېناستم. غېږ مې ورته خلاصه کړه او ورنه مې وغوښتل چې راشي! ما ورنه د راتلو هيله درلوده، خو دې رانه بيا منډه کړه او په يو ځاى کې ودرېده، مخ يې ماته را وگرځاو. بيا مې ورته زارۍ پيل کړې، چې راشي، د زړه خواله سره وکړو او د ژوند کيسې او فلسفې سره ووايو. تاسې باور وکړئ، زارۍ مې ډېرې ورته وکړې. د سليمان عليه السلا م قسم مې ور واچاو. هان چې د ډېرو زاريو نه مې سترگې له اوښکو ډکې شوې. خو دې راته هماغسې کتل او زاريو پرې هيڅ اثر نه کاو. له ناکامه پاسېدم. سوړ اسويلى مې له خولې ووت او له ځان سره مې وويل، چې دا انسان څومره بې اعتماده دى چې حيوانات يې هم پر مينه، زاريواو ننواتو باور نشي کولاى!( ۲۰۰۷ز - احمدشاه بابا مېنه، کابل) === چاپ اثار === #اتمه مڼې گل (د اتمې مڼې گل مېلې د راپورونو او شعرونو ټولگه ده چې د مڼې په اړه پكې پوره کلتوري څېړنه شوې ده. [https://samiamini.blogfa.com/post/41] # نهه ژبنۍ لیکنې (د پښتو وییو، تاریخ او فولکلور اړوند) [https://ketabton.com/books/FajXpbQVJ9R] #په لسګونو څېړنې او لیکنې === ناچاپ اثار === # يوناني سياسي فلسفه #اس د تاريخ په اوږدو كې ( داس په اړه ځانگړى څېړنيز اثر، ناچاپ) #له ميرخانه تر كرزيه( تاريخي اثر، ناچاپ) #وردگ د تاريخ په اوږدو كې (ناچاپ) #English and Pashto Cognates #پخوانی مصر او مصری ښاريتوب == باندنې تړنې == [https://khwazun.blogfa.com/category/6 https://khwazun.blogfa.com] [[وېشنيزه:پښتانه]] [[وېشنيزه:پښتانه ليکوال]] [[وېشنيزه:افغانان]] 6mf36p3omy08u1bwkp55thx9dmz17k2 پغمان 0 69120 369481 316477 2026-09-27T08:24:57Z Ibrahem1110 40814 /* جغرافيه */ 369481 wikitext text/x-wiki پغمان د افغانستان پلازمېنې کابل نژدي غونډیو کې (د کابل ولایت په لوېدیځ کې) پروت ښار دی، چې د پغمان ولسوالۍ مرکز دی چې شاوخوا ۱۲۰۰۰۰ نفوس لري (د ۲۰۰۲ رسمي UNHCR اټکل) چې زیاتره یې تاجکان او پښتانه دي. د پغمان باغونه د سیلانیانو  د پام وړ ځایونه دي او له همدې امله دا ښار د افغانستان د باغونو پلازمېنه هم بلل کېږي.  <ref name="aims">{{Cite web |title=UNHCR profile for Paghman District |url=http://www.aims.org.af/afg/dist_profiles/unhcr_district_profiles/centra/kabul/paghmani.pdf |url-status=dead |archive-url=https://web.archive.org/web/20051027173613/http://www.aims.org.af/afg/dist_profiles/unhcr_district_profiles/centra/kabul/paghmani.pdf |archive-date=2005-10-27 |access-date=2011-05-12 |quote=ETHNIC COMPOSITION: About 70% Pashtun and 30% Tajiks}}</ref> == تاریخچه == === شلمه پېړۍ  === شاه امان الله خان او ملکې ثریا طرزي په ۱۹۲۸ کال کې د اروپا څخه له راستنېدو وروسته، د کابل د بیا ډیزاین لپاره بهرني کارپوهان راوغوښتل. په هغه وخت کې، دوی د پغمان په دروازه کې د فرانسې په پاریس کې د بریا طاق په څېر، خو تر هغه کوچنی، د اروپا په بڼه یوه یادگاري دروازه جوړه کړه چې طاق ظفر نوم يي ورکړ. پغمان په اصل کې د هندوکش په څنډه کې یو کوچنی کلی دی، چې قصرونه او جونګړې لري او همدارنګه په پلازمېنه کې د اوړي د رخصتۍ په یو تفرېح ځای ګنل کېږي. د دې ځای د پراخو لارو په اوږدو کې ناجو، سپېدار او مغز لرونکې ونې ولاړې دي چې د طاق، قصرونو اود ګلف له میدان څخه تېرېږي. دا د شتمنو او اشرافو د تفرېح لپاره یو مشهور ځای و.<ref>{{Cite web |title=BBCPersian.com |url=https://www.bbc.com/persian/afghanistan/story/2006/02/060223_ws-aep-21th |website=www.bbc.com}}</ref> نوي شاهي باغونه د عامو خلکو پر مخ په مشروط  ډول پرانيستل شول - یعنې د اصلاحاتو د یوې برخې په توګه – هلته د کابل د شاوخوا شاهي مېشتو سیمو په څېر باید لوېدیځې جامې پر تن شوې وی. پاچا امان الله د ۱۹۲۸ کال د سپټمبر په لومړۍ نېټه په پغمان کې لویه جرګه راوغوښته چې په کې د جامو نوی قانون د ډېرو استازو د حیرانتیا لامل شو. د ۱۹۲۸ کال د سپټمبر په اوومه د شوربازار حضرت – چې په کابل کې یو مخور سیاسي شخصیت و – پاچا ته یوه عریضه وړاندې کړه چې د څه کم ۴۰۰ مذهبي مشرانو له خوا لاسلیک شوې وه او د امان الله له ډېرو اصلاحاتو سره یې مخالف څرګند کړ. دا کار د حضرت د نيولو او د هغه د يو شمېر لارویانو د اعدام لامل شو، او بالآخره یې د امير حبيب الله کلکاني په مشرۍ د ۱۹۲۹ کال بغاوت ته لاره هواره کړه، چې په پایله کې یې  شاه را وپرځېد.<ref>Poullada 1973</ref> بالاخره دا باغونه د ځایي او بهرنیو سیلانیانو لپاره په مشهور ځای بدل شول. شتمنو کابلیانو هلته د اوړي کورونه درلودل چې غلامان او وينځې یې هلته په کار ګمارلې وې.<ref>{{Cite web |date=December 12, 2013 |title=Afghanistan as a Tourist. Really. |url=https://www.gonomad.com/5362-afghanistan-as-a-tourist-really |website=GoNOMAD Travel}}</ref> پغمان په۱۹۸۰ لسیزه کې د شوروي – افغان جګړې پر مهال، د جګړې اصلي ډګر و چې د شوروي تر ملاتړ لاندې حکومت او د مجاهدینو یاغیانو له ګزارونو سره مخ شو. زیاتره ودانۍ ویجاړې شوي دي او اوسیدونکي یې وتښتېدل. له سمسورو باغونو څخه لږ څه پاتې شول، یوازې د طاق ځيني برخې پاتې شوې چې د هغه هم  سر ړنګ شو. <ref>{{Cite news|url=https://www.nytimes.com/1992/05/06/world/only-flowers-nothing-else-survive-in-an-afghan-town.html|title=Only Flowers, Nothing Else, Survive in an Afghan Town (Published 1992)|first=Donatella|last=Lorch|newspaper=The New York Times|date=May 6, 1992}}</ref><ref>{{cite web |title=Archived copy |url=http://www.aisk.org/photos/van/Paghman/112_1284.jpg |url-status=dead |archive-url=https://web.archive.org/web/20110724204843/http://www.aisk.org/photos/van/Paghman/112_1284.jpg |archive-date=2011-07-24 |access-date=2010-07-08}}</ref> === ۲۱مه پېړۍ  === دا طاق د کرزي د ادارې له رامنځته کېدو وروسته بيا ورغول شو چې د ٢٠٠٥ کال په مې مياشت کې بشپړ شو. د پخوانيو باغونو نورې ويجاړې شوې برخې هم ورغول شوې. دا ځای یو ځل بیا په یو مشهور سیاحتي ځای بدل شو، چې د کابل د اوسېدونکو ترمنځ شهرت لري. په ۲۰۱۰ کال کې نور پرمختګ هم وشو.  د پغمان ولسوالۍ ۱۰۰۰ کورنیو په ۲۰۱۲ کال کې  برېښنا ترلاسه کړه. دا برېښنا د زره کیلو ولټه دریو ټرانسفارمرونو له نصبولو وروسته د پشه یي درې د پراچې کلي پر کورنیو ووېشل شوه. دا برېښنا د ۳۵ میلیونه افغانیو (۶۲۲۴۴۳ امریکايي ډالرو) په لګښت د سروبي ولسوالۍ د ماهیپر له بند څخه خلکو ته ورکړل شوه. د پغمان په غونډۍ کې نوې جوړه شوې ماڼۍ په ۲۰۱۴ کال کې د خلکو پر مخ پرانیستل شوه. د ماڼۍ چاپېر په زرګونو ونې کېنول شوي ونې او همدارنګه د وزلوبې یو لړبغالی، یو آبشار او نور د پام وړ ځایونه په کې لیدل کېږي. د ماڼۍ ننه برخه په دودیزو لاسي افغاني غالیو او نورو دودیزو توکو سینګار شوې ده، چې د لویو جشنونو لپاره په پام کې نیول شوې وه.  <ref>{{Cite web |title=Afghan Zariza • in Pictures: Newly-built Paghman palace becomes the cynosure of all eyes |url=http://www.afghanzariza.com/2014/07/01/in-pictures-newlybuilt-paghman-palace-becomes-the-cynosure-of-all-eyes |url-status=dead |archive-url=https://web.archive.org/web/20190704160713/http://www.afghanzariza.com/2014/07/01/in-pictures-newlybuilt-paghman-palace-becomes-the-cynosure-of-all-eyes |archive-date=2019-07-04 |access-date=2018-01-02}}</ref> == جغرافيه == د پغمان سیمه د نورو سیمو په پرتله شنه ده چې مثمرې ونې هم لري او د هندوکش غرونو په لمن کې موقعیت لري. د افغانودون سالامنډر (څرموښکۍ) د پغمان بومي ژوي دي. په کابل ولایت کې، د کابل سیند یوازینی لوی سیند دی، چې د پغمان د چینو او اوبه شوو واورو څخه سرچینه اخلي. د کانال سیستم هم شته چې ترمیم ته اړتیا لري چې له پغمان څخه تر تپې پورې غځیږي. په ياده ولسوالۍ کې زیات شمېر کلي شته، سموچک کلی ، زر شاخ کلی ، غازه کلی ، پراچی ، د پغمان بازار چې خال داري، بکتوت، کوچکک ، قرغه ، کمپنی ، داود خیل ، ادم خېل کلا، حاتم کلا، سينو کلا، ملا خېل کلا، محبت خان کلا، لاچي خېل کلا او پجک تپه یې مشهور دي.   == اقلیم == پغمان مرطوب براعظمي اقلیم لري (د کوپین اقلیم طبقه بندي Dsb). په پغمان کې د کال منځنۍ تودوخې درجه ۹.۱ سانتيګراد ( ۴۸.۴ فارنهایت ) ده. په اوسط ډول تر ټولو ګرمه میاشت د جولای میاشت ده چې د تودوخې منځنۍ درجه ۲۱.۰  سانتی گراد (۶۹.۸ درجه فارنهایت) ته رسېږي. په اوسط ډول تر ټولو سړه میاشت د جنوري میاشت ده، چې د تودوخې منځنۍ درجه  5.3- درجه سانتیگراد (۲۲.۵ درجه فارنهایت) ته لوېږي.  {| class="wikitable" | colspan="14" |'''د پغمان، کابل اقلیمي ډېټا''' |- |'''میاشت''' |'''جدی''' |'''دلو''' |'''حوت''' |'''حمل''' |'''ثور''' |'''جوزا''' |'''سرطان''' |'''اسد''' |'''سنبله''' |'''میزان''' |'''عقرب''' |'''قوس''' |'''کال''' |- |'''ورځنی اوسط په سانتیګرا (فارانهایت)''' |<nowiki>-۵.۳ (۲۲.۵)</nowiki> |<nowiki>-۵.۳ (۲۲.۵)</nowiki> |۴.۹(۴۰.۸) |۱۰.۷ (۵۱.۳) |۱۲.۲ (۵۴.۰) |۱۹.۵ (۶۷.۱) |۲۱.۰ (۶۹.۸) |۲۰.۲ (۶۸.۴) |۱۷.۴ (۶۳.۳) |۱۰.۱ (۵۰.۲) |۴.۸ (۴۰.۶) |<nowiki>-۱.۶(۲۹.۱)</nowiki> |۹.۱(۴۸.۳) |- |'''منځنی اورښت په میلی متر (انچ)''' |۴۴(۱.۷) |۵۷(۲.۲) |۱۳۰ (۵.۱) |۸۹(۳.۵) |۳۰(۱.۲) |۰(۰) |۱۱(۰.۴) |۰(۰) |۰(۰) |۱۸(۰.۷) |۴۳(۱.۷) |۵۲(۲.۰) |۴۷۴(۱۸.۵) |- | colspan="14" |Source: Levoyageur سرچینه: Levoyageur |} == اقتصاد == په کابل کې کرنه، درانه کارونه، مالداري او رسمي کاروونه د عاید عمده سرچینې دي. == مشهور بومي اوسېدونکي  == پغمان په دودیز ډول د سادات کورنۍ مرکز و چې دا کورنۍ د نامتو ادریس شاه اولاد ګڼل کېږي.<ref>Saira Shah 2003</ref> د پغمان په بومي اوسیدونکو کې د لویو جرګو ځینې مشران، قومي مشران، یو ولسمشر او یو پاچا شامل دي.   * شاه امان الله خان – چې د یو اصلاح غوښتونکی په توګه شهرت لري، د۱۹۱۹ کال څخه تر ۱۹۲۹ کال پورې پر افغانستان حکومت وکړ. * د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند ( PDPA ) عمومي منشي حفیظ الله امین - د افغانستان د کمونیستي دیموکراتیک جمهوریت په دوره کې د نور محمد تره کی له وژل کېدو وروسته د دې ګوند دوهم مشر شو. * د ۲۰۰۸ کال په سپټمبر میاشت کې د لوګر ولایت پخوانی والي عبدالله وردک پغمان ته څېرمه په خپل موټر کې د طالبانو په یوه برید کې ووژل شو.   <ref>http://www.afghandata.org:8080/xmlui/bitstream/handle/azu/14859/azu_acku_np40_2hay99_n002741_1390_w.pdf?sequence=228&isAllowed=y {{Webarchive|url=https://web.archive.org/web/20211104004400/http://www.afghandata.org:8080/xmlui/bitstream/handle/azu/14859/azu_acku_np40_2hay99_n002741_1390_w.pdf?sequence=228&isAllowed=y |date=2021-11-04 }} {{Bare URL PDF|date=January 2022}}</ref> == ورته ښارونه == الیس اسپرینګز، آسټرالیا، د ۲۰۰۵ کال د جنوري راهیسې د نړیوالو ګاونډیو ښارونو سره له یوځای کیدو وروسته.<ref>{{cite web |date=9 August 2005 |title=Alice Springs – Sister city media release |url=http://www.alicesprings.nt.gov.au/news/newsItem.asp?date=050809&txt=Ali |url-status=dead |archive-url=https://web.archive.org/web/20060820223023/http://www.alicesprings.nt.gov.au/news/newsItem.asp%3Fdate%3D050809%26txt%3DAli |archive-date=20 August 2006 |access-date=5 July 2007 |publisher=Alice Springs Town Council}}</ref> == ګالري   == <gallery> دوتنه:NO-NB BLDSA GM2a320n.jpg|alt=په پغمان کې جومات، ۱۹۲۴ کال|په پغمان کې جومات، ۱۹۲۴ کال    دوتنه:NO-NB BLDSA GM2a318n.jpg|alt=تر پغمان ها خوا دره، ۱۹۲۴ کال|تر پغمان ها خوا دره، ۱۹۲۴ کال  دوتنه:NO-NB BLDSA GM2a322n.jpg|alt=په پغمان کې ترومپت غږوونکې ډله، ۱۹۲۴ کال|په پغمان کې ترومپت غږوونکې ډله، ۱۹۲۴ کال   دوتنه:Paghman garden stone.jpg|alt=په یوه باغ کې یوه ډبره| په یوه باغ کې یوه ډبره   دوتنه:Paghman garden fountain.jpg|alt=په یوه باغ کې یوه فواره|په یوه باغ کې یوه فواره   دوتنه:Paghman gardens.jpg|alt=یادگار|یادگار  دوتنه:Paghman monument.jpg|alt=یادگار|یادگار  دوتنه:Script-of-Arch-de-Triumph.jpg|alt=د طاق ظفردېوال|د طاق ظفردېوال   دوتنه:Pagman arch - 08-12-2008.jpg|alt=د آیساف یو سرتیری په ۲۰۰۴ کال کې د طاق ظفر د کنډوالو سره ولاړ دی، مخکې له دې چې ترمیم شي|د آیساف یو سرتیری په ۲۰۰۴ کال کې د طاق ظفر د کنډوالو سره ولاړ دی، مخکې له دې چې ترمیم شي   دوتنه:Paghman2.jpg|alt=تاریخي جومات او یادګار چې په جګړې کې ویجاړ شوی|تاریخي جومات او یادګار چې په جګړې کې ویجاړ شوی    دوتنه:Emblem of Amanullah khan.jpg|alt=د شاه امان الله خان نښان|د شاه امان الله خان نښان   دوتنه:Paghman - panoramio.jpg|alt=ځایي پلورونکی چې په بازار کې افغاني ډوډۍ خرڅوي|ځایي پلورونکی چې په بازار کې افغاني ډوډۍ خرڅوي   </gallery> == سرچينې == o0jndh1p6v2l5a03dimlsuws2hnzhfb فرید احمد حنیف 0 87737 369478 2026-09-26T13:48:19Z Aliahmadi19 40807 "[[:fa:Special:Redirect/revision/44506895|فرید احمد حنیف]]" مخ د ژباړلو له مخې جوړ شوی 369478 wikitext text/x-wiki فرید احمد حنیف د حقوقو استاد او حقوقي څېړونکی دی چې د خصوصي حقوقو او حقوقي مطالعاتو په برخو کې علمي او څېړنیزې چارې ترسره کوي. نوموړی د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي له علمي کادر څخه دی او د خصوصي حقوقو، د مدني محاکمو د اصولو، د اثبات د ادلو او له فقهې او حقوقو سره د تړلو حقوقي موضوعاتو په برخو کې تدریسي او څېړنیز فعالیت لري. د هغه نوم د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د برحالو استادانو په رسمي نوملړ کې هم ثبت شوی دی. [[پرونده:Farid_Ahmad_Hanif_2024.jpg|بټنوک]] === کارونه === فرید احمد حنیف د خصوصي حقوقو، کورني حقوقو، بشري حقونو، د افغانستان د حقوقي نظام او اسلامي فقهې په بېلابېلو برخو کې علمي او څېړنیز اثار لیکلي او خپاره کړي دي. د نوموړي یو شمېر علمي اثار په ORCID او ګوګل سکالر کې هم ثبت شوي دي. د هغه له خپرو شوو اثارو څخه مهم یې په لاندې ډول دي: د مدني محاکمو اصول ۱ (د حنفي فقهې او د افغانستان د اسلامي امارت د اصولو پر بنسټ) — کتاب، سعید خپرونې، ۲۰۲۶. d632k0r6k3fvk96d01adtedua6tw3sk 369480 369478 2026-09-26T13:49:06Z Aliahmadi19 40807 "[[:fa:Special:Redirect/revision/44506895|فرید احمد حنیف]]" مخ د ژباړلو له مخې جوړ شوی 369480 wikitext text/x-wiki فرید احمد حنیف د حقوقو استاد او حقوقي څېړونکی دی چې د خصوصي حقوقو او حقوقي مطالعاتو په برخو کې علمي او څېړنیزې چارې ترسره کوي. نوموړی د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي له علمي کادر څخه دی او د خصوصي حقوقو، د مدني محاکمو د اصولو، د اثبات د ادلو او له فقهې او حقوقو سره د تړلو حقوقي موضوعاتو په برخو کې تدریسي او څېړنیز فعالیت لري. د هغه نوم د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د برحالو استادانو په رسمي نوملړ کې هم ثبت شوی دی.<ref>{{Cite web|url=https://ku.edu.af/dr/%D8%AA%D8%B9%D8%AF%D8%A7%D8%AF-%D8%A7%D8%B3%D8%A7%D8%AA%DB%8C%D8%AF-%D8%A8%D8%B1%D8%AD%D8%A7%D9%84-%D9%BE%D9%88%D9%87%D9%86%DA%81%DB%8C-%D8%AD%D9%82%D9%88%D9%82-%D9%88-%D8%B9%D9%84%D9%88%D9%85-%D8%B3%DB%8C%D8%A7%D8%B3%DB%8C|title=}}</ref> [[پرونده:Farid_Ahmad_Hanif_2024.jpg|بټنوک]] === کارونه === فرید احمد حنیف د خصوصي حقوقو، کورني حقوقو، بشري حقونو، د افغانستان د حقوقي نظام او اسلامي فقهې په بېلابېلو برخو کې علمي او څېړنیز اثار لیکلي او خپاره کړي دي. د نوموړي یو شمېر علمي اثار په ORCID او ګوګل سکالر کې هم ثبت شوي دي. د هغه له خپرو شوو اثارو څخه مهم یې په لاندې ډول دي: د مدني محاکمو اصول ۱ (د حنفي فقهې او د افغانستان د اسلامي امارت د اصولو پر بنسټ) — کتاب، سعید خپرونې، ۲۰۲۶. 8u6xi7rcszcjj5j471l2pa24zaivlje د کارن خبرې اترې:Aliahmadi19 3 87738 369479 2026-09-26T13:48:20Z ښه راغلاست پیغام ورکوونکی 11444 د يوه نوي کارن د خبرواترو مخ کې د [[ښه راغلئ|ښه راغلاست پيغام]] ورگډوي 369479 wikitext text/x-wiki {{ښه راغلئ|name=Aliahmadi19}} -- <span style="font-family: MCS Quds SU normal; font-size: 15px; text-shadow: silver 0.2em 0.2em 0.1em;"> '''[[کارن:Af420|<font color="black">'''Af420''']]''' </span> <sup><font face="MCS Quds SU normal" size="3">'''[[د کارن خبرې اترې:Af420|<font color="#69 69 69">'''اړیکه''']] '''</font></sup> ۲۶ سېپتمبر ۲۰۲۶، گړۍ ۱۳:۴۸ ([[همغږي نړیوال وخت|‌‌‌‌'''نړۍ‌وال ‌وخت''']]) se5u7qwcybjvg79fmahpk2rf7mdt133 د کارن خبرې اترې:Ibrahem1110 3 87739 369482 2026-09-27T08:24:58Z ښه راغلاست پیغام ورکوونکی 11444 د يوه نوي کارن د خبرواترو مخ کې د [[ښه راغلئ|ښه راغلاست پيغام]] ورگډوي 369482 wikitext text/x-wiki {{ښه راغلئ|name=Ibrahem1110}} -- <span style="font-family: MCS Quds SU normal; font-size: 15px; text-shadow: silver 0.2em 0.2em 0.1em;"> '''[[کارن:Af420|<font color="black">'''Af420''']]''' </span> <sup><font face="MCS Quds SU normal" size="3">'''[[د کارن خبرې اترې:Af420|<font color="#69 69 69">'''اړیکه''']] '''</font></sup> ۲۷ سېپتمبر ۲۰۲۶، گړۍ ۰۸:۲۴ ([[همغږي نړیوال وخت|‌‌‌‌'''نړۍ‌وال ‌وخت''']]) 1nc28qh3rlfoff317cbsx3di7c2opl7