ويکيپېډيا
pswiki
https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%84%D9%88%D9%85%DA%93%DB%8C_%D9%85%D8%AE
MediaWiki 1.47.0-wmf.22
first-letter
رسنۍ
ځانگړی
خبرې اترې
کارن
د کارن خبرې اترې
ويکيپېډيا
د ويکيپېډيا خبرې اترې
دوتنه
د دوتنې خبرې اترې
مېډياويکي
د مېډياويکي خبرې اترې
کينډۍ
د کينډۍ خبرې اترې
لارښود
د لارښود خبرې اترې
وېشنيزه
د وېشنيزې خبرې اترې
تانبه
د تانبې خبرې اترې
مهالليک
د مهالليک خبرې اترې
چلنوال
د چلنوال خبرې اترې
پېښه
د پېښې خبرې اترې
ويکيپېډيا:ليکنې لپاره درخواست
4
26374
369629
358042
2026-10-02T17:35:28Z
اجمل آرین
40859
/* */ د خوږمن ځاځي په اړه ادبي مقاله
369629
wikitext
text/x-wiki
بسم الله الرحمن الرحیم
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!
تیره شپه مو د مشر شاعر، لیکوال او فرهنګپال (جمال خوږمن ځاځي) په یوه ځانګړې غونډه کې ګډون لرلو. دغه غونډه د خوږمن صاحب د شعر، ادب او فرهنګي خدمتونو په ویاړ ځانګړی ادبي بنډار/مجلس/غونډه، که هر څه یې بولئ، دایره شوې وه. په دغه بنډار کې مو د خوږمن ځاځي په اړه ډېر څه واورېدل. ډېرو ملګرو د خوږمن په اړه ښکلې مقالې ګډونوالو ته واورولې او د هغه پر شعر، لیکوالۍ او فرهنګي خدمتونو یې خبرې وکړې. رښتیا هم ډېر څه پرې لیکل شوي او لا ډېر څه باید د خوږمن ځاځي په اړه ولیکل شي. خوږمن صاحب یو ځانګړی ادبي سبک لري، ښه ښکلی شعر لیکي او په نثر کې هم خپله وړتیا ښيي. د هغه شاعري یوازې د مینې او عاطفې شاعري نه ده، بلکې د خپل ولس، وطن، انسانیت، ټولنې او فرهنګ دردونه هم پکې ښکاري. هغه خپل شخصي دردونه داسې بیانوي چې کله ناکله د ټولنې په ګډ درد بدلېږي. د خوږمن په شعر کې مینه، درد، احساس، وطن، انسانیت، شعور، عدالت او فرهنګي هویت هغه موضوعات دي چې ډېر ځله ورسره مخ کېږو. د هغه شعر لوستونکی یوازې د شعر له ښکلا سره نه مخ کوي، بلکې فکر کولو ته یې هم اړ کوي. همدا خبره ده چې د خوږمن شعر د احساس تر څنګ فکر هم لري. خوږمن صاحب د خپل چاپېریال له حالاتو ډېر اغېزمن شوی دی. د اریوب ځاځیو له هغې ښکلي او فرهنګي سیمې سره چې د ده د ژوند یوه مهمه برخه ده، ځانګړې مینه لري. د خپل ولس دردونه یې لیدلي، احساس کړي او بیا یې د شعر په ژبه بیان کړي دي. شاید همدا دردونه وي چې جمال یې په خوږمن بدل کړی دی. د هغه په شاعرۍ کې تخیل او ښکلي تصویرونه هم ډېر لیدل کېږي. کله د مینې خبرې کوي، کله د بېلتون درد بیانوي، کله د وطن او ولس خبره کوي او کله د ظلم او بې عدالتۍ پر وړاندې خپل غږ پورته کوي. د ده په شعر کې دا خبره هم ښکاري چې شاعر باید د خپل وخت له خلکو او ستونزو بې خبره نه وي. خوږمن صاحب یوازې شاعر نه دی؛ د نثر په برخه کې یې هم کار کړی دی. لنډې کیسې، ناولونه، ادبي او ټولنیزې لیکنې او نور اثار یې د دې ښکارندويي کوي چې د هغه ادبي هڅې یوازې تر شعر پورې محدودې نه دي. تر اوسه یې څلور شعري ټولګې چاپ شوې دي: «په سوله کې سپرغۍ»، «زه په ګل تکیه کوم، دا مې فطرت دی»، «زه پخپل احساس تاوان یمه جانانه» او «دا ژوند دښته، وېرونکی یاغستان دی». له دې پرته یې یو شمېر نور اثار هم شته چې لا تر اوسه ناچاپ پاتې دي. دا ټول د دې ښکارندويي کوي چې خوږمن صاحب زموږ د پښتو ادب په ډګر کې د پام وړ ادبي میراث پرېښی دی. زما په اند د داسې فرهنګي شخصیتونو ستاینه یوازې د یوه مجلس تر خبرو پورې باید محدوده نه شي. موږ باید د خپلو لیکوالانو او شاعرانو اثار ولولو، وپېژنو او راتلونکي نسل ته یې ور وپېژنو. ځکه کوم خلک چې د ژبې، ادب او فرهنګ لپاره خپل عمر او قلم وقف کوي، هغوی د درناوي وړ دي. دغه لیکل چې مې د خوږمن په مقابل کې وکړل هیڅ هم نه دي؛په خوږمن باید سلګونه ګڼه کتابونه ولیکل شي. په پای کې، د مشر شاعر، لیکوال او فرهنګپال جمال خوږمن ځاځي د ادبي او فرهنګي خدمتونو قدر کوم. د نوموړي د لا ډېرو ادبي بریاوو هیله لرم او قلم یې لا پیاوړی غواړم. خوږمن صاحب! قلم دې تل روان، شعر دې تلپاتې او ادبي خدمتونه دې د پښتو ادب په پاڼو کې تلپاتې وي.
تصویر د مصنوعي ځیرکتیا په مټ جوړ شوی!
درنښت
اجمل آرین
atxvloiu3bhdzj8ig8k8t5ak8vd94mg
د کارن خبرې اترې:विक्रम प्रताप
3
86786
369626
362329
2026-10-02T15:15:38Z
Max
32163
Max د [[د کارن خبرې اترې:AMAN KUMAR]] مخ [[د کارن خبرې اترې:विक्रम प्रताप]] ته ولېږداوه: Automatically moved page while renaming the user "[[Special:CentralAuth/AMAN KUMAR|AMAN KUMAR]]" to "[[Special:CentralAuth/विक्रम प्रताप|विक्रम प्रताप]]"
362329
wikitext
text/x-wiki
{{ښه راغلئ|realName=|name=AMAN KUMAR}}
-- <span style="font-family: MCS Quds SU normal; font-size: 15px; text-shadow: silver 0.2em 0.2em 0.1em;"> '''[[کارن:Af420|<font color="black">'''Af420''']]''' </span> <sup><font face="MCS Quds SU normal" size="3">'''[[د کارن خبرې اترې:Af420|<font color="#69 69 69">'''اړیکه''']] '''</font></sup> ۲۲:۰۲, ۱۸ مارچ ۲۰۲۶ ([[همغږي نړیوال وخت|'''نړۍوال وخت''']])
7foveqed5jkl6ahrbw81nopfzgvbz6g
د کارن خبرې اترې:AMAN KUMAR
3
87749
369627
2026-10-02T15:15:38Z
Max
32163
Max د [[د کارن خبرې اترې:AMAN KUMAR]] مخ [[د کارن خبرې اترې:विक्रम प्रताप]] ته ولېږداوه: Automatically moved page while renaming the user "[[Special:CentralAuth/AMAN KUMAR|AMAN KUMAR]]" to "[[Special:CentralAuth/विक्रम प्रताप|विक्रम प्रताप]]"
369627
wikitext
text/x-wiki
#مخګرځ [[د کارن خبرې اترې:विक्रम प्रताप]]
b2yica44r6jyi27vst6cf3eq6dteblp
د کارن خبرې اترې:اجمل آرین
3
87750
369628
2026-10-02T17:22:41Z
ښه راغلاست پیغام ورکوونکی
11444
د يوه نوي کارن د خبرواترو مخ کې د [[ښه راغلئ|ښه راغلاست پيغام]] ورگډوي
369628
wikitext
text/x-wiki
{{ښه راغلئ|name=اجمل آرین}}
-- <span style="font-family: MCS Quds SU normal; font-size: 15px; text-shadow: silver 0.2em 0.2em 0.1em;"> '''[[کارن:Af420|<font color="black">'''Af420''']]''' </span> <sup><font face="MCS Quds SU normal" size="3">'''[[د کارن خبرې اترې:Af420|<font color="#69 69 69">'''اړیکه''']] '''</font></sup> ۲ اکتوبر ۲۰۲۶، گړۍ ۱۷:۲۲ ([[همغږي نړیوال وخت|'''نړۍوال وخت''']])
jip39etpknpyyr9s243ts1fiov6gkjo
کارن:اجمل آرین
2
87751
369630
2026-10-02T17:45:44Z
اجمل آرین
40859
/* */ زما په اړه
369630
wikitext
text/x-wiki
نوم مې اجمل آرین ده.
پلار نوم ایران جان
د افغانستان هیواد ولایت پکتیا ولسوالي اریوب ځاځي کلی پطله.
زما لومړنۍ زده کړې د امام اغظم علي لېسه کې تر سره شوي.
چې په 1401کال کې ترې فارغ شوی یم،وروسته په1402کال کې د کانڪور له لارې د پکتیا پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځی د پښتو ادبیاتو څانګې ته بریالی شوی یم او لاهم په زده کړو بوخت یم.
2g0ynvclffsz36qt6si0um0raq5fgys
د کارن خبرې اترې:Abdulrahman786.786
3
87752
369631
2026-10-02T20:10:03Z
ښه راغلاست پیغام ورکوونکی
11444
د يوه نوي کارن د خبرواترو مخ کې د [[ښه راغلئ|ښه راغلاست پيغام]] ورگډوي
369631
wikitext
text/x-wiki
{{ښه راغلئ|name=Abdulrahman786.786}}
-- <span style="font-family: MCS Quds SU normal; font-size: 15px; text-shadow: silver 0.2em 0.2em 0.1em;"> '''[[کارن:Af420|<font color="black">'''Af420''']]''' </span> <sup><font face="MCS Quds SU normal" size="3">'''[[د کارن خبرې اترې:Af420|<font color="#69 69 69">'''اړیکه''']] '''</font></sup> ۲ اکتوبر ۲۰۲۶، گړۍ ۲۰:۱۰ ([[همغږي نړیوال وخت|'''نړۍوال وخت''']])
fuj5e29gsp06nzhtk2bebg4deuzkofs