ويکيپېډيا pswiki https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%84%D9%88%D9%85%DA%93%DB%8C_%D9%85%D8%AE MediaWiki 1.48.0-wmf.4 first-letter رسنۍ ځانگړی خبرې اترې کارن د کارن خبرې اترې ويکيپېډيا د ويکيپېډيا خبرې اترې دوتنه د دوتنې خبرې اترې مېډياويکي د مېډياويکي خبرې اترې کينډۍ د کينډۍ خبرې اترې لارښود د لارښود خبرې اترې وېشنيزه د وېشنيزې خبرې اترې تانبه د تانبې خبرې اترې مهال‌ليک د مهال‌ليک خبرې اترې چلنوال د چلنوال خبرې اترې پېښه د پېښې خبرې اترې نور محمد تره‌کی 0 2215 371309 364500 2026-11-13T09:11:44Z ThreeDottedDomino 37924 371309 wikitext text/x-wiki {{د هېوادمشر مالوماتبکس | د هېوادمشر نوم = نور محمد ترکی | انځور =Nur Muhammad Taraki Official Portrait.png | د انځور څرگندونې = | بشپړ نوم = Nur Mohammad Tarakay | مشهور په = | د زېږېدو نېټه = ۱۵ د جولای، ۱۹۱۳ | د زېږېدنې ځای = [[غزني]] | د مړينې نېټه = ۸ د اکتوبر، ۱۹۷۹ | د مړينې ځای = [[کابل]] | ماندينه = | اولادونه = | اوسنۍ ناروغي = | دین = اسلام | مور او پلار = | د کار موده = اپرېل [[۱٩٧٨]] – سېپتمبر [[۱٩٧٩]] | ترتيب = د افغانستان دويم هېوادمشر | مخکينی هېوادمشر = [[سردار محمد داود خان]] | وروستنی هېوادمشر = [[حفيظ الله امين]] | لومړی مرستيال = | سياسي اړخ = د خلق ديموکراتيک گوند لومړی مشر | نورې دندې =ليکوال، د پښتو ادبياتو استاد | رسمي ویبپاڼه = |د مړینې لامل=بالښت (د بالښت په وسيله خپه کېدل) ولسمشريزه ماڼۍ|order1=[[د خلق ډموکراتيک ګوند]] د مرکزي کمیټې عمومي منشي|term_start=|term_end1=۱۹۷۹ د اکتوبر ۸|term_start1=د جنوري لومړۍ نېټه - ۱۹۶۵ زېږديز کال|order2=د وزیرانو شورا رییس|term_start2=۱۹۷۸ د می لومړۍ نېټه|term_end2=د مارچ ۲۷ ، ۱۹۷۹|predecessor1=تاسيس|successor1=[[حفيظ الله امين]]|predecessor3=[[محمد موسى شفيق]]|successor3=[[حفيظ الله امين]]}} '''نور محمد تره کی''' (په ۱۹۱۷ زېږديز کال کې نړۍ ته راغلی، د مړينې نېټه: د ۱۹۷۹ د اکتوبر ۸)، نوموړی يو افغان [[سياستوال]] او [[د خلق ډموکراتيک ګوند]] د مشرانو څخه وو، چې د [[سردار محمد داود خان]] د حکومت وروسته د [[افغانستان]] جمهور رئیس شو. نورمحمد تره کی په ۱۹۷۹ کال کې د [[حفيظ الله امين|حفیظ الله امین]] د پلويانو له خوا په ولسمشریزې ماڼۍ کې د بالښت په وسيله خپه شو او ووژل شو، چې په دې توګه حفیظ الله امین واک ته ور سېد. تره کی يو پښتوپال او قوم‌پالونکی [[پښتون]] وو، ټبر يې غلجی او په پښتنو کې بيا د تره کي ټبر اړوند وو. نوموړی د نظر محمد زوی وو؛ تره کی د نظر محمد په درېيو اولادونو کې ترټولو مشر اولاد وو. نور محمد تره کي واده کړی وو خو اولادونه يې نه درلودل.  ==زده کړې او دندې== نور محمد تره کي د ښوونځي دورې لومړنۍ زده کړې د غزني په ناوې ولسوالۍ کې وکړې. تره کی د پلار د پېژندګلو سره کويټې ته لاړ؛ درې کاله يې هلته درس ولوست او هغه چې بېرته راغی نو په غزني ولايت کې د  اختر محمد خان په نوم د يو ځايي خان په کور کې يې خلکو ته درس ورکول پيل کړل او د يو څه وخت لپاره ښوونکی شو. د تره کي پلار د عبدالمجید زابلي په نوم له يو سوداګر سره پېژندل. عبدالمجید زابلي يو شرکت درلود، تره کی ور سره کندهار ته لاړ او هلته د عبدالمجید زابلي په شرکت کې د منشي په دنده وټاکل شو او ورپسې دی له عبدالمجید زابلي سره د هندوستان ممبۍ ښار ته لاړ او هلته په ياد شرکت کې منشي وو. د عبدالمجید زابلي شرکت د پښتون په نوم وو؛ نور محمد تره کي به د ورځې په دې شرکت کې کار کولو او د شپې به يې هندوستان کې ښوونځی او انګلېسي ژبه لوستل. هندوستان کې له يو څه وخت تېرولو وروسته نور محمد تره کي افغانستان ته راغی؛ تره يې په حکومت کې اغېز لرونکی کس وو او نور محمد تره کی يې په ټولګټو چارو وزارت کې مامور کړ. نور محمد تره کی يو وخت د باختر خبري آژانس مرستيال وټاکل شو. باختر آژانس کې د خپلې ژورنالېستکي دندې او لېکوالۍ پر اساس نوموړي د هېواد په کچه شهرت پيدا کړ او د يو ښه ليکوال، ژورنالېسټ او شاعر په توګه پېژندل کېدو. د بنګ مساپري د نور محمد تره کي يو مشهور ناول وو، چې د افغان کارګرانو ټولنيز – اقتصادي ستونزې په کې راخېستل شوې وې. د نور محمد تره کي لېکنې روسي ژبې ته هم ژباړل کېدلې او ده ته د روسيې د مشهور ليکوال ماکسیم ګورکي نوم ورکړل شوی وو. ماکسیم ګورکي د کمونېزم او ماکسېزم په اړه لېکنې کولې. نور محمد تره کي ته به روسانو د افغانستان ماکسیم ګورکي ويل.  ==سياسي فعاليتونه== سرچينې د نور محمد تره کي  په اړه ليکلي چې هغه مهال چې ده د هندوستان په ممبۍ کې کار کولو او د شپې به يې درس ويلو د يو شمېر هندي کمونېسټانو سره په اړيکه کې وو؛ د کمونېسټي ارزښتونو او ټولنيز عدالت په اړه فکر ورکول کېدل. پر نور محمد تره کي د کمونېسټي مفکورې اغېز له خان عبدالغفار خان هم وو. خان عبدالغفار خان د روسيې د وخت واکمن ولادميير لېنېن د سياستونو لېواله وو او نور محمد تره کي له پاچا خان سره څو ځلې لېدنې - کتنې کړې وې.  افغانستان کې د محمد ظاهر شاه واکمني وه او لومړی وزير يې شاه محمود خان وو. شاه محمود خان د نيمه ديموکراسۍ دوره اعلان کړې وه او هغه وخت د وېښ ځلميانو په نوم يو سياسي حرکت فعاليت کولو. د ويښ ځلميانو په چوکاټ کې د انګار په نوم يوه چاپي رسنۍ چاپ کېدله او نور محمد تره کي هم په ياده جرېده کې خپلې لېکنې نشر کولې. د نور محمد تره کي له لېکنو د کمونېزم او مارکسېزم بوی پورته کېدو خو دا هره څه يې په خپلو لېکنو کې په غير مستقيم ډول وړاندې کول. شاه محمود د ديموکراسۍ دوره پای ته ورسوله او په دې سره د ويښ ځلميانو فعاليت او انګار جرېده بند شوه. د نور محمد تره کي په شمول د ويښ ځلميانو يو شمېر مخکښ کسان حکومت ونېول او زندان ته يې واچول. ۱۳۳۱ل کال وو چې تره کی او ور سره کسان له زندان خوشي شول؛ دوی له لومړي وزير شاه محمود خان سره ولېدل او هغې سره يې د وفادارۍ ژمنه وکړه. لومړي وزير شاه محمود خان هم نور محمد تره کی په واشنګټن کې د افغانستان په سفارت کې د رسنيو برخې مسوول او هلته ولېږلو. نور محمد تره کي يو کال هلته دنده تر سره کړه چې وروسته په واشنګټن کې د افغانستان سفير سردار محمد نعيم خان دی بې وړتيا کس ياد او له دندې يې لېرې کړ. له دندې په ګوښه کېدو سره نور محمد تره کي په يوې مرکې کې د افغانستان پر حکومت نېوکې وکړې او غوښتنه يې وکړه چې د امريکا دولت دې سياسی پناه ورکړي، خو د پناه غوښتنه يې ونه منل شوه.  تره کی پاکستان ته لاړ. دې وخت کې سردار محمد داود خان د افغانستان لومړی وزير ټاکل شوی وو. نور محمد تره کي د سردار محمد داود خان له سياست سره علاقه پيدا او په پېښاور کې د افغانستان د کونسلګرۍ د سر کونسل محمد اکبر پرواني په منځګړېتوب وبخښل شو او په ۱۳۳۵ل کال کې کابل ته لاړ.  نور محمد تره کی په ۱۳۴۴ کال کې کابل په خپل کور (څلورمې کارتې) کې د خپلو يو شمېر ملګرو سره د افغانستان د خلق ديموکراتيک ګوند په نوم سياسي خوځښت جوړ کړ او دی يې مشر وټاکل شو. په ۱۳۴۵ل کال کې له خپلې ولسوالۍ د ولسي جرګې ټاکنو ته نوماند شو خو په کې بريالی نه شو.  ۱۹۷۸ز کال د اپريل مياشتې په ۱۹مه نېټه د مير اکبر خيبر په نوم د نور محمد تره کي يو ملګری او د افغالنستان د خلق ديموکراتيک ګوند مخکښ ووژل شو. تره کي او ملګرو د مير اکبر خيبر په ترور کې د داود خان د جمهوريت لاس بللو او پر ضد يې لاريونونه پيل کړل. داود خان امر وکړ چې د نور محمد تره کي په شمول د خلق ګوند يو شمېر نور کسان ونېسي. نور محمد تره کی او ببرکارمل ونېول شول؛ حفيظ الله امين او ځيني نور ملګري په خپلو کورونو کې نظر بند ساتل کېدل. اته ورځې وروسته، د غوايي په اوومه، ۱۳۵۷ لمريز کال؛ د اپريل په ۲۷مه ۱۹۷۹ز کال کې د غوایي کودتا/انقلاب رامنځ ته او سردار محمد داود خان د خپلې کورنۍ له غړو سره ووژل شو. دې سره  نور محمد تره کی د خلق ديموکراتيک ګوند عمومي منشي او د افغانستان هېواد مشر شو.  ==د نور محمد تره کي مړينه== ۱۳۵۸ل کال د سنبلې مياشت کې نور محمد تره کی هاوانا (د کيوبا پلازمېنه)  کې په يو ناستې کې د ګډون په پار کيوبا ته لاړ. د بېرته راتګ پر مهال يې مسکو کې له برژنف  او يو شمېر نورو شوروي چارواکو سره وکتل. تره کي ته شورويانو د حفيظ الله امين په اړه ويلي وو چې هغه سخت دريځي کوي او تره کی بايد ترې واټن ونېسي. امين هم په دې مسله خبر شوی وو چې تره کي غواړي دی له صحنې لېرې کړي. نوکابل ته په راتګ سره يې نور محمد تره کی په خپل کاري دفتر کې ووژلو او حفيظ الله امين د افغانستان هېواد مشر شو. د ولسمشرۍ ماڼۍ د هغه وخت د مخابراتو ګارد رئيس عبدالودود، د  ګارد سياسي رئيس ارکان روزي او د ګارد رئیس محمد اقبال هغه درې کسان وو چې د نور محمد تره کي په وژنه کې يې لاس درلود. عبدالودود کابل کې آنيس ورځپاڼې ته په خپل اعتراف کې ويلي وو، چې د تره کي په خوله مو بالښت کېښود، خوله يې وچه شوه، د اوبو غوښتنه يې کوله خو روزي ورته اجازه ورنه کړه چې اوبه وڅښي. موږ يې په خوله بالښت ايښی وو او فشار مو پرې راوړلو؛ څو شيبې وروسته تره کی ارام شو او مړ شو. دی مو په موټر کې بيرون کړ او په هغه قبر کې مو دفن کړ چې له وړاندې د کابل په  قول چکان  سيمه کې  ورته برابر شوی وو.  ==ادبي آثار== نور محمد تره کي په پښتو ژبه کې لیکوالي کړې او د نثر په برخه کې یې پنځونه کړې ده . ده يو شمېر ناولونه او لنډې کيسې لیکلې ، چې چاپ شوې دي او د ځینو نومونه یې دادي : * [[د بنګ مسافري]] * بې تربیته زوی (ناول). دا د نور محمد تره کي لومړی ناول وو ، څو برخې یې د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر کلونو په کابل مجله کې چاپ شوې وې او د راحت زاخيلي تر «ماه رخي» وروسته په پښتو ژبه کې دويم ناول گڼل کيږی. * د بزگر لور (د لنډو کیسو ټولګه). نور محمد تره کي يو شمېر نور اثار هم لري چې د سورګل په مستعار نوم چاپ شوي دي. * سنګسار <ref>[https://archive.af/cgi-bin/koha/opac-detail.pl?biblionumber=8075&query_desc=au%3A%22%D8%AA%D8%B1%D9%87%20%DA%A9%DB%8C%D8%8C%20%D9%86%D9%88%D8%B1%20%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF%D8%8C%20%22 سنګسار - ارشيف، د افغانستان د علومو اکاډومي]{{Dead link|date=March 2026 |bot=InternetArchiveBot |fix-attempted=yes }}</ref> * څړه <ref>[https://archive.af/cgi-bin/koha/opac-detail.pl?biblionumber=8283&query_desc=au%3A%22%D8%AA%D8%B1%D9%87%20%DA%A9%DB%8C%D8%8C%20%D9%86%D9%88%D8%B1%20%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF%D8%8C%20%22 څړه، ليکوال نورمحمد تره‌کی - د افغانستان علومو اکاډومي]{{Dead link|date=February 2026 |bot=InternetArchiveBot |fix-attempted=yes }}</ref> * سپين <ref>{{Cite web |title=سپین : ناول / لیکوال نور محمد تره کی |url=https://archive.af/cgi-bin/koha/opac-detail.pl?biblionumber=8563&query_desc=au%3A%22%D8%AA%D8%B1%D9%87%20%DA%A9%DB%8C%D8%8C%20%D9%86%D9%88%D8%B1%20%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF%D8%8C%20%22 |access-date=2024-09-21 |archive-date=2024-09-21 |archive-url=https://web.archive.org/web/20240921083522/https://archive.af/cgi-bin/koha/opac-detail.pl?biblionumber=8563&query_desc=au:%22%D8%AA%D8%B1%D9%87%20%DA%A9%DB%8C%D8%8C%20%D9%86%D9%88%D8%B1%20%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF%D8%8C%20%22 |url-status=dead }}</ref> * موچي (د لنډو کیسو ټولګه) <ref>{{Cite web |title=موچي (د لنډو کیسو ټولګه) ليکوال؛ نورمحمد تره‌کی |url=https://archive.af/cgi-bin/koha/opac-detail.pl?biblionumber=25766&query_desc=au%3A%22%D8%AA%D8%B1%D9%87%20%DA%A9%DB%8C%D8%8C%20%D9%86%D9%88%D8%B1%20%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF%D8%8C%20%22 |access-date=2024-09-21 |archive-date=2024-09-21 |archive-url=https://web.archive.org/web/20240921083521/https://archive.af/cgi-bin/koha/opac-detail.pl?biblionumber=25766&query_desc=au%3A%22%D8%AA%D8%B1%D9%87%20%DA%A9%DB%8C%D8%8C%20%D9%86%D9%88%D8%B1%20%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF%D8%8C%20%22 |url-status=dead }}</ref> ==اړوند ليکنې== [[د افغانستان دموکراتیک جمهوریت]] ==سرچينې== 8d48a27fu2dkiq7cngr2cpp29wuf33z صفاریان 0 21513 371304 368790 2026-11-12T13:38:24Z ~2026-59435-12 41257 /* */ يوڅه لیکنه غلط وه اصلاخ مو کړی 371304 wikitext text/x-wiki {{مالومات |هېواد= *افغانستان *ايران *بلوچستان}} د صفاریانو لړۍ د سیستان ساکزی قبیلې, سني یوه کورنۍ لړۍ وه چې له ۸۶۱ ز کال څخه یې تر ۱۰۰۳ ز کال پورې له خپلې پلازمېنې زرنج څخه د افغانستان او خراسان په ډېرو برخو واکمني کړې. دغه لړۍ له لومړنیو اریایي بومي لړیو څخه ده چې له اسلامي فتوحاتو وروسته رامنځته شوه. د یادي لړۍ بنسټ اېښودونکی یعقوب بن لیث صفار و چې په ۸۴۰ ز کال کې د کرنین (قرنین) په کوچني ښارګوټي کې زېږېدلی چې ختیځ ته یې د افغانستان زرنج او لویدیځ ته یې بست ښارونه پراته دي. یعقوب چې په اصل کې د سیستان و او وړاندې له دې چې د جګړې د مشر په توګه راڅرګند شي مسګري (صفاري) یې کوله. هغه د سیستان سیمه تر خپل کنټرول لاندې راوسته او د پارس (اوسني ایران)، افغانستان او همدارنګه یې د معاصر پاکستان، تاجکستان او ازبکستان ډېرې برخې ونیولې. صفاریانو له خپلې پلازمېنې زرنج ښار څخه د ختیځ او لویدیځ پر لور د بریدونو د ترسره کولو په موخه د یوې پوځي اډې په توګه کار اخیست. هغوی په پیل کې د هندوکش په سوېلي برخو برید وکړ او بیا یې د افغانستان د طاهریانو لړۍ له منځه یووړه او خراسان یې په ۸۷۳ ز کال کې خپل کړ. د یعقوب د مړینې پر مهال هغه د کابل دره، سند، تخارستان، بلوچستان، کرمان، پارس، خراسان فتح کړي وو او نږدې و چې بغداد ته ورسېږي خو د عباسیانو له خوا یې ماته وخوړه. د صفاریانو لړۍ د یعقوب له مړینې وروسته چندان دوام را نه وړ. د هغه ورور او ځای ناستی، عمر بن لیث په ۹۰۰ ز کال کې د بلخ په جګړه کې د اسماعیل ساماني پر وړاندې ماتې وخوړه. عمرو بن لیث اړ شو چې خپلې ډېرې تر واک لاندې سیمې نوو واکمنانو ته پرېږدي. صفاریان یوازې د خپلې واکمنۍ په زړه یعنې سیستان کې پاتې شول او د وخت په تېرېدو د دوی واکمني د سامانیانو د پاتې شونو او د دوی د ځای ناستو له خوا له زوال سره مخ شوه. == بنسټ اېښودل == د صفاریانو لړۍ د مس ګر یعقوب بن لیث صفار (یعقوب، د لیث زوی، مس ګر) له خوا چې زرنج ښار ته یې کډه کړې وه رامنځته شوه. هغه خپل کسب پرېښود څو کاکه یا عیار ترې جوړ شي چې په پایله کې یې دا قدرت ترلاسه کړ چې د یو خپلواک واکمن په توګه عمل وکړي. هغه له خپلې پلازمېنې زرنج څخه د ختیځ پر لور د رخج (اراکوزیا)، زمینداور او بالاخره د کابل په لور حرکت وکړ او په ۸۶۵ ز کال کې یې زنبېلیانو او هندو شاهانو ته ماته ورکړه. هغه په بامیان، بلخ، بادغیس او غور برید وکړ. هغه د اسلام تر نوم لاندې هغه سیمې چې د بودایي قبیلوي مشرانو له خوا اداره کېدلې فتح کړې. هغه په دغو بریدونو کې په زیاته کچه غنایم او غلامان ترلاسه کړل. نانسي دوپري په خپل کتاب ''د افغانستان تاریخي لارښود'' کې د یعقوب فتوحات داسې تشرېح کوي: صفاریانو وکولای شول په پنجشېر دره کې د سپینو زرو له کانونو څخه د سپینو زرو سکې ووهي.<ref>{{cite book|chapter=Pandjhir|title=Encyclopedia of Islam|volume=VIII|page=258}}</ref> == پراختیا == په ۸۷۰ ز کال کې هغوی طاهري لړۍ ته اړوند هرات ښار ونیو او په بادغیس سیمه باندې د هغوی برید د خوارجو د نیولو لامل وګرځېد چې وروسته یې د هغه په لښکرو کې د جاش الشورات ډله رامنځته کړه. له دې وروسته یعقوب خپل پام لویدیځ ته واړاوه او په خراسان، خوزستان او پارس یې بریدونه پیل کړل. صفاریانو وروسته له هغی خوزستان او د سویلي عراق یو شمېر برخې ونیولې چې په ۸۷۶ ز کال کې د عباسیانو د واکمنۍ چپه کولو ته نږدې شول، خو د هغوی لښکرو د څو ورځو په اوږدو کې له بغداد څخه په حرکت دوی پر شا کړل. خو له دې سره دغو بریدونو عباسي خلافت دې ته اړ کړ څو یعقوب د سیستان، افغانستان او کرمان د والي په توګه په رسمیت وپېژني او همدارنګه یې صفاریانو ته په بغداد کې لوړ پوړې څوکۍ وسپارلې.<ref>{{cite book|chapter=Saffarids|title=Encyclopedia of Islam|volume=VIII|page=795}}</ref><ref>{{cite book|last=Esposito|first=John L.|title=The Oxford History of Islam|url=https://archive.org/details/oxfordhistoryofi00john|location=Oxford|publisher=Oxford University Press|year=1999|page=[https://archive.org/details/oxfordhistoryofi00john/page/38 38]}}</ref> == زوال == په ۹۰۱ ز کال کې، عمر صفاري د بلخ په جګړه کې د سامانیانو له خوا ماتې وخوړه او افغانستان یې هغوی ته پرېښود. صفاریانو ته یوازې فارس، کرمان او سیستان پاتې شول. د طاهر بن محمد بن عمر د واکمنۍ پر مهال (۹۰۱-۹۰۸ ز کال)، دغې لړۍ د پارس د نیولو او پر دغه ولایت د کنټرول لرلو په موخه له عباسیانو سره جګړه وکړه. په ۹۰۸ ز کال کې د طاهر او لیث بن علي د واک د ګدۍ د مدعي ترمنځ کورنۍ جګړه په سیستان کې ونښته. په راتلونکو کلونو کې د فارس والي سیبک – اري (Sebük-eri) د عباسیانو لاس ته ورغی. په ۹۱۲ ز کال کې بالاخره سامانیانو وکولای شول صفاریان له سیستان څخه وباسي. سیستان د لنډ مهال لپاره د عباسیانو کنټرول ته ورغی، خو بېرته د صفاري ابوجعفر احمد بن محمد تر واکمنۍ لاندې خپلواک شو؛ خو دغې لړۍ په ډېره لږ کچه پر سیستان واک درلود.<ref name="Persian Culture under the Early Ghaznavids2">{{cite journal|title=The Development of Persian Culture under the Early Ghaznavids|first=C. E.|last=Bosworth|journal=Iran|volume=6|year=1968|page=34|doi=10.2307/4299599|jstor=4299599}}</ref> په ۱۰۰۲ ز کال کې محمود غزنوي په سیستان برید وکړ، لومړی خلف یې له واکه ګوښه کړ او په پایله کې یې صفاري لړۍ ته پای ټکی کېښود.<ref>{{cite book|first=C. E.|last=Bosworth|title=The Ghaznavids 994–1040|url=https://archive.org/details/ghaznavids0000unse|publisher=Edinburgh University Press|year=1963|page=[https://archive.org/details/ghaznavids0000unse/page/89 89]}}</ref> == کلتور == صفاریانو د افغانستان دري او پارسي کلتور ته ډېر پام درلود. د هغوی تر واکمنۍ لاندې، د اسلامي نړۍ ختیځ د مخکښو پارسي ژبو شاعرانو لکه فیروز مشرقي، ابوسالک الجرجاني او محمد بن واصف په څېر درباري شاعرانو د ظهور شاهد و.<ref>{{cite journal|title=The Ṭāhirids and Persian Literature|first=C. E.|last=Bosworth|journal=Iran|volume=7|year=1969|page=104|doi=10.2307/4299615|jstor=4299615}}</ref> د نهمې پېړۍ په وروستیو کې، صفاریانو د نوي پارسي ادبیاتو رنسانس ته انګېزه ورکړه. د یعقوب له خوا د هرات له نیولو وروسته، یو شمېر شاعرانو هڅه وکړه چې د هغه بریا په عربي ژبه وستايي، چې په پایله کې یعقوب له خپل سکرتر محمد بن واصف سیستاني وغوښتل چې دغه اشعار په پارسي ژبه ولیکي. == اخیستلیکونه == ay3oba005km9ju5fg5g71np3jewfmtf د سکس زدکړه 0 80518 371306 341332 2026-11-12T14:13:40Z لالک ما 41278 /* */ 371306 wikitext text/x-wiki [[دوتنه:Bezirksmuseum_Josefstadt_Sexkoffer.jpg|بټنوک| د تدریسي وسیلو بېلګه: یوه کتابچه کې ځينې توکي دي چې هدف یې د جنسي زده کړې په ټولګيو کې د امیندوارۍ تشریح کول دي (د ولسوالۍ میوزیم جوزفسټاد، ویانا، اتریش)]] '''جنسي زده کړه''' چې '''د جنسي تعلیم''' په نوم هم پېژندل کېږي، د [[جنسي اړيکه|انسان سکس]] پورې اړونده موضوعګانو لارښوونه ده، لکه؛ د انسان جنسي اناټومي، د [[د سکس ماډلونه|سکس ماډلونه]]، د امېندوارۍ يا [[ناروغي|انتقالي ناروغیو]] څخه مخنيوی، [[اوږدمهاله اورګاسم|اوږدمهاله جنسي اړيکه]] او ټولې هغه لارې چارې چې د جنسي اړيکو کورنۍ پورې اړوند کېږي پکې شامل دي. د جنسي تعليم لپاره د پوهنځي يا کورس په څېر مرکزونه او ټولګي شتون لري چې زده کوونکي پکې د [[جنسي اړيکه|جنسي فعاليتو]]نو اړوند زده کړې کوي او په دې برخه کې ځان نور هم پوهوي. د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د جنسي تعليم کورسونه په ښکاره يا اينټرنټي ډول فعاليت کوي خو تر ډېره په اسلامي هېوادونو کې دا ډول تعلمي مرکز چې د سکس اړوند تعليم پکې تدريس کېږي ډېر په کمښت ليدل کېږي يا اصلآ شتون نه لري. خو په پرمختللیو هېوادونو کې په ازادانه توګه دا ټول ټولګي شتون لري. ډېری حکومتونه دا ډول تعليمي مرکزونه ګټور ګڼي ترڅو د تازه ځوانانو او پېغلو ترمېنځ د عامې روغتيا کړنلارې رعايت شي، دوی په دې آند دي چې دا ډول تعليمي مرکزونه عامه پوهاوی خپروي د جنسي ناروغيو د لېږد خطرونه کموي او پر دې هرڅه سربېره د باکيفيته سکس زمینه هم برابروي. == تاريخ == په ډېرو ټولنو کې د جنسي اړيکو اړونده موضوعګانو بحثونو ته پاملرنه نه کېږي، او ځوانانو او پېغلو ته د جنسي اړيکو په برخه کې مالومات نه ورکول کېږي. د جنسي اړيکو اړونده موضوعګانې زياتره د مور او پلار له خوا ځوانانو ته ښودل کېږي خو تر ډېره په نن سبا زمانه کې چې ټيکنالوژۍ پرمختګ کړی دی ‌د اينټرنټ يا فيلمونو له لارې ځوانان او پېغلې په خپله مالومات ترلاسه کوي پرته له دې چې څوک يې ورته وښيي. خو پر دې هرڅه سربېره په پرمختللیو هېوادونو کې د جنسي اړيکو په برخه کې د ډېرو مالوماتو او عامه پوهاوي خپرولو په موخه ډېرې هڅې شوي دي چې يوه بېلګه يې شمالي آمريکا ده. نوموړي ټولنې د ۱۹ پېړۍ په وروسته کې د[[پرمختللې ښوونه او روزنه|زده کړې پرمختللي]] سيسټم په نامه د جنسي اړيکو اړونده يو مضمون جوړ کړی دی چې په ځانګړي شرايطو او وختونو کې زده کوونکو ته تدريس کېږي . د [[دويمه نړېواله جګړه|دویمې نړیوالې جګړې]] په بهير کې د انګلستان د حکومت اندېښنه هغه مهال ډېره شوه چې د ځوانانو او پېغلو ترمېنځ د جنسي اړيکو او فعاليتونو ترسره کول ډېر دود شول، په ځانګړي ډول هغه کسان چې په يوه ځای کې يې کار کاوه. هغه مهال نه یوازې دا چې د نویو جنسي لېږدونکو ناروغیو وېره وه، بلکې د ځوانو پېغلو د امیندوارۍ په زياتېدو هم اندېښنه وه چې د جنګ ځپلي اقتصاد او روغتیا پاملرنې سیسټم باندې فشار راوړي. د انګلستان د ښوونې او روزنې بورډ ''په ښوونځیو او د ځوانانو سازمانونو لارښود کې د سکس تعلیم'' معرفي کړ. دې کار په ښوونځیو او د ځوانانو په ډلو باندې د جنسي زده کړې مسولیت په غاړه واخیست، او مشرانو ته یې لارښوونه وکړه چې دغه سيسټم څه ډول عملي کړي. <ref>https://www.tandfonline.com/doi/full/10.1080/09581596.2013.862517</ref> == اړونده ليکنې == * [[سکس شاپ]]<nowiki/>دسکس فلم == سرچينې == lysg4ngxp346cy1uo1s5d2z5rovwie1 د کارن خبرې اترې:لالک ما 3 87896 371305 2026-11-12T14:06:42Z ښه راغلاست پیغام ورکوونکی 11444 د يوه نوي کارن د خبرواترو مخ کې د [[ښه راغلئ|ښه راغلاست پيغام]] ورگډوي 371305 wikitext text/x-wiki {{ښه راغلئ|name=لالک ما}} -- <span style="font-family: MCS Quds SU normal; font-size: 15px; text-shadow: silver 0.2em 0.2em 0.1em;"> '''[[کارن:Af420|<font color="black">'''Af420''']]''' </span> <sup><font face="MCS Quds SU normal" size="3">'''[[د کارن خبرې اترې:Af420|<font color="#69 69 69">'''اړیکه''']] '''</font></sup> ۱۲ نومبر ۲۰۲۶، گړۍ ۱۴:۰۶ ([[همغږي نړیوال وخت|‌‌‌‌'''نړۍ‌وال ‌وخت''']]) 9pbcx1mtckma358va06fftdkh4zvjbl موس سپارک 0 87897 371307 2026-11-12T20:03:44Z O.sediqi93 16958 "[[:en:Special:Redirect/revision/1384642879|Muse (language model)]]" مخ د ژباړلو له مخې جوړ شوی 371307 wikitext text/x-wiki {{مالوماتبکس سافټویر|name=Muse|screenshot=|caption=|developer=[[Meta Platforms|Meta]]|released={{Start date|2026|7|9}}|latest release version=<!--Include a reliable source, please-->|latest release date=|genre=[[Large language model]]|license=[[Proprietary software|Proprietary]] - Spark and Wonder<br>[[Apache License|Apache 2.0]] - Glimmer<br>Muse Model License - Spark Open{{CN|date=November 2026}}|website={{URL|https://ai.meta.com/}}}}{{مالوماتبکس سافټویر|name=Muse|screenshot=|caption=|developer=[[Meta Platforms|Meta]]|released={{Start date|2026|7|9}}|latest release version=<!--Include a reliable source, please-->|latest release date=|genre=[[Large language model]]|license=[[Proprietary software|Proprietary]] - Spark and Wonder<br>[[Apache License|Apache 2.0]] - Glimmer<br>Muse Model License - Spark Open{{CN|date=November 2026}}|website={{URL|https://ai.meta.com/}}|نوم=موس سپارک|لوګو=نښان}} '''موس''' [[:en:Large_language_model|د یوې لویې ژبنۍ ماډل]] یوه کورنۍ ده چې د ۲۰۲۶ کال له اپریل راهیسې د [[:en:Meta_Platforms|میټا]] شرکت د [[:en:Meta_Superintelligence_Labs|میټا سوپر انټیلیجنس]] لابراتوارونو (MSL) له لارې رامنځته کېږي. دا د [[:en:Open_weights|میټا لاما ژبني ماډل]] ماډلونو د کورنۍ ځایناستې ده، چې د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ خپره شوې وه او د پرانیستو وزنونو پر بنسټ یې کار کاوه. د MSL له خوا د ۲۰۲۶ کال د اپریل او سپټمبر میاشتو ترمنځ د '''موس سپارک''' څلور بڼې خپرې شوې. د اګست په میاشت کې یې '''موس کوډ''' او د ونډه‌اخیستونکو لپاره یې د ټیټ لګښت لرونکي ماډلونه وړاندې کړل، چې په بدل کې یې کاروونکو د خپلو مالوماتو په اړه د محرمیت له حقونو تېرېدل منل. د اکتوبر په میاشت کې یې '''موس وانډر''' خپور کړ، چې د[[:en:Anthropic|انټروپیک]]<nowiki/>او [[:en:OpenAI|اوپن اې ای مصنوعي ځیرکتیا]].. له خورا لویو ماډلونو سره سیالي کوي. MSL <bdi>د هغو ماډلونو بڼې هم خپرې کړې دي چې د [[:en:Open_weights|open weights]] ارزښتونه یې د لاسرسي وړ دي. د دغو ماډلونو لړۍ د اګست په میاشت کې [[:en:Small_language_model|د ژبې کوچنی]] ماډل</bdi> '''موس''' څخه پیل شوه او ورپسې یې د اکتوبر په میاشت کې د بشپړ کچې ماډل '''موس سپارک اوپن''' روزل شوې وروستۍ نسخه خپره کړه. == کاروونه یا کارول == دا د میټا د موس په کورنۍ کې لومړنی ماډل دی چې د څو ډوله مالوماتو د [[:en:Multimodal_large_language_model|multimodal]] [[:en:Reasoning_model|reasoning]]، [[:en:Computer_programming|کوډ لیکلو]]<nowiki/>او د [[:en:AI-assisted_software_development|د مصنوعي ځیرک سیسټم سافټویر]] جوړولو لپاره طرحه شوی دی. همدارنګه، [[:en:Meta_AI|د میټا مصنوعي ځیرکتیا]] په نورو محصولاتو او خدمتونو کې هم کارول کېږي. دا ماډل د یوه میلیون ټوکنونو په کچه د متن او نورو مالوماتو د ساتلو او شنلو وړتیا لري <ref>{{Cite news|date=July 9, 2026}}</ref> == ماډلونه یا بڼې == === موس سپارک === موس سپارک د اپریل په ۸، ۲۰۲۶ کال کې خپور شو. <ref>{{Cite web|last=isolomons|date=2026-04-08|title=Introducing Muse Spark: Meta's Most Powerful Model Yet|url=https://about.fb.com/news/2026/04/introducing-muse-spark-meta-superintelligence-labs/|accessdate=2026-11-07|website=Meta Newsroom|language=en-US}}</ref> موس سپارک ۱.۱ د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۹مه خپور شو <ref>{{Cite web|title=Introducing Muse Spark 1.1|url=https://ai.meta.com/blog/introducing-muse-spark-meta-model-api/|archiveurl=http://web.archive.org/web/20261027161346/https://ai.meta.com/blog/introducing-muse-spark-meta-model-api/|archivedate=2026-10-27|accessdate=2026-11-07|website=ai.meta.com|language=en}}</ref> موس سپارک ۱.۲ د اګست په ۵، ۲۰۲۶ کال کې خپور شو. <ref>{{Cite web|last=Labs|first=Meta Superintelligence|date=2026-08-05|title=Introducing Muse Code and Muse Spark 1.2|url=https://research.meta.ai/blog/introducing-muse-code-and-muse-spark-1-2|accessdate=2026-11-07|website=Meta AI Research|language=en-US}}</ref> وس سپارک ۱.۳ د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر په ۲مه خپور شو.<ref>{{Cite web|last=Labs|first=Meta Superintelligence|date=2026-09-02|title=Introducing Muse Spark 1.3|url=https://research.meta.ai/blog/introducing-muse-spark-1-3|accessdate=2026-11-07|website=Meta AI Research|language=en-US}}</ref> === د موس ګلیمیر === '''موس ګلیمر''' د څو ډوله مالوماتو د پروسس [[:en:Open-weight_model|د وړو ژبو لپاره یو کوچنی سیسټم دی -]] چې [[:en:Meta_Platforms|میټا له خوا]] جوړ شوی او د ۲۰۲۶ کال د اګست په ۱۰مه یې خپور کړی دی. دا ماډل د پرانیستو روزنیزو ارزښتونو پر بنسټ جوړ شوی او ۳۰ میلیارده پارامترونه لري. په جوړښت کې یې یو [[:en:Large_language_model|د یو ستر ژبنی ماډل]] د لیدلو مالوماتو د پېژندلو لپاره ځانګړی کوډوونکی یوځای شوي دي. دا ماډل د انسان په [[:en:Natural_language|طبعي ژبه]] او انځوریزو مالوماتو دواړو پوهېږي. موس ګلیمر د ځايي ځیرکو خپلواکو سیسټمونو او کوډ لیکلو دندو لپاره طرحه شوی دی. ادعا کېږي چې له انټرنېټ سره له نښلېدو پرته هم پر هغو عادي ګرافیکي پروسس‌کوونکو چلېدای شي چې ۲۴ ګیګابایټه حافظه ولري. [سرچینې ته اړتیا] د دې ماډل روزنیز ارزښتونه د ا ۲.۰ جواز له مخې خپرېږي <ref>{{Cite web|title=meta-models/Muse-Glimmer-30B|url=https://huggingface.co/meta-models/Muse-Glimmer-30B|website=[[Hugging Face]]|publisher=[[Meta Platforms|Meta]]|accessdate=August 10, 2026}}</ref> <ref>{{Cite web|last=Dent|first=Steve|date=August 10, 2026|title=Meta's 'open source' Muse Glimmer model can run on a single computer|url=https://www.engadget.com/2233312/metas-open-source-muse-glimmer-model-can-run-on-a-single-computer/|website=[[Engadget]]|accessdate=August 10, 2026}}</ref> === میوز وانډر === 0elrz91k3oig30lvc90zxhcdxo4zidp د بلوچستان عالي محکمه 0 87898 371308 2026-11-13T02:02:01Z ملك لاهور رقم 1 41271 "[[:en:Special:Redirect/revision/1385384552|Balochistan High Court]]" مخ د ژباړلو له مخې جوړ شوی 371308 wikitext text/x-wiki د '''بلوچستان عالي محکمه''' Balochistan High Court د [[پاکستان]] د [[بلوچستان (پاکستان)|بلوچستان]] تر ټولو لوړ قضايي ارګان دی. دا محکمه په رسمي ډول '''د بلوچستان عالي محکمې''' په نوم پیژندل کیږي. دا د ولایت په مرکز، [[کوېټه|کویټه]] کې موقعیت لري. 7hiidt9ilsfp7wr515ni7984wg1yyl9