ويکيسفر
pswikivoyage
https://ps.wikivoyage.org/wiki/%D9%84%D9%88%D9%85%DA%93%DB%8C_%D9%85%D8%AE
MediaWiki 1.47.0-wmf.20
first-letter
رسنۍ
ځانگړی
خبرې اترې
کارن
د کارن خبرې اترې
ويکيسفر
د ويکيسفر خبرې اترې
دوتنه
د دوتنې خبرې اترې
مېډياويکي
د مېډياويکي خبرې اترې
کينډۍ
د کينډۍ خبرې اترې
لارښود
د لارښود خبرې اترې
وېشنيزه
د وېشنيزې خبرې اترې
مهالليک
د مهالليک خبرې اترې
چلنوال
د چلنوال خبرې اترې
پېښه
د پېښې خبرې اترې
پنجوايي ولسوالۍ
0
249
7074
6598
2026-09-17T05:55:27Z
Geo Swan
1167
([[c:GR|GR]]) [[c:COM:FR|File renamed]]: [[File:120326-A-LO368-007 (7045125911).jpg]] → [[File:A village mosque in Kandahar - 120326-A-LO368-007 (7045125911).jpg]] more descriptive name
7074
wikitext
text/x-wiki
{{ښه|Mena-asia_default_banner.jpg|920px|}}
[[file:130403-A-CE099-001.jpg|thumb|270px|د پنجوايي ولسوالۍ د دولتي چارواکو يوه اداره ]]
'''پنجوايي''' يا پنجوايي ولسوالۍ د افغانستان د [[کندهار|کندهار]] ولايت يوه ولسوالۍ ده، چي د [[ارغنداب ولسوالۍ|ارغنداب]]، [[کندهار ولسوالۍ|کندهار ولسوالۍ]]، [[دامان ولسوالۍ|دامان]] [[ميوند ولسوالۍ|ميوند]]، [[ښوراوک ولسوالۍ|ښوراوک]] او [[خاکریز ولسوالۍ|خاکریز]] سره پوله لري، دا ولسوالي چي مرکز يي د [[پنجوایي بازار|پنجوايي بازار]] دي، او دا د کندهار ۶ ولسوالۍ سره نښلوي . دا يوه ډيره په زړه پورې او ښکلې سيمه ده، ددي ځاي خلګ د ډير وخت راهیسې په جګړه کې ښکېل وو، خو کله چي جنرال عبدالرازق د کندهار امنیه قوماندانۍ ته د مشر په توګه وټاکل سو، نو د هغه د کارنامو څخه يو هم ددي ولسوالۍ امنيت بيرته راوستل وو. په دي ولسوالۍ کې ډير زيات خلګ بزګران دي او کسب يي بزګري ده.

'''ننوتل:'''
[[File:A village mosque in Kandahar - 120326-A-LO368-007 (7045125911).jpg|thumb|د يو تازه جوړ سوي مسجد انځور په پنجوايي ولسوالۍ کي، چي تر څنګ يي يو افغان د افغان ملي ځواکونو يو عسکر هم موجود دي ]]
پنجوايي ته د ننوتلو په په وخت ډير امنیتي ځواکونه او پوستې د امنیتي ځواکونو ځايونه راځي.

'''د الوتکۍ پوسیله:''' تاسو د الوتکې په وسيله کندهار ولايت ته راتلاي سي د جنوبي آسیا تر ټولو لوي هوايي ميدان په کندهار کي موجود دي، کوم چې تاسو ته د کندهار ولايت او وروسته د پنجوایي ولسوالۍ ته په راتګ کي اساني راوستلای سي.

'''د ټرین پوسیله:'''سراسر په کندهار ولایت کي وس مهال ريل ګاډي نسته. خو د هند سره د ستراتیژیک تړون په لاسلیکولو کي د کندهار چمن د ريل ګاډي سړک هم موجود دي، مطلب دلته هر وخت کيدای سي د ريل ګاډي امکانات برابر سي.

'''د موټر پوسیله:'''
د کندهار کابل لويه لاره چي هلمند، کابل، هرات غزني، ميوند ولسوالۍ، او داسې نوري سيمي سره نښلوي، د کندهار نړيوال سړک ګڼل کېږي، کوم چې وس مهال سم جوړ نه دي.
'''د بس پوسیله:'''په پنجوايي ولسوالۍ کې دننه تر اوسه د بس سیسټم وجود نه لري، خو د پنجوايي سيمي ته په ډاټسن، کورولا، ټکسي، او داسې نورو موټرو کي سفر کولای سي.
==د لیدو وړ ځایونه==
د پنجوايي ولسوالۍ هره ښکلې، شنه او د اوبو لرونکي ده، نو ځکه تر ټولو ښکلې سيمه معلومول ګران کار دي

'''څه باید وکړو:''' که موټر لري نو د نورو مسافرو په رسولو کي مرسته وکړي، هغه کولای سي ستاسي نور خدمتونه وکړي، ټول عمر د ډيرو اخلاقو څخه کار اخلي، په چا کار مه لري، د ښځو انځور مه کاږي.

'''تعلیم:'''د پنجوايي د سفر لپاره د تعليم ډير ضرورت نسته. ولي چي د پنجوايي خلګ وس مهال ډير تعليم يافته دي، خو ١٠ کاله مخکې د پنجوايي ډير خلګ بي تعليمه وه.

''' پیسۍ:'''د افغانستان پيسي افغاني کلتوري پيسي دي، کلدارو ته په کتلو سره خلګ پوليسو ته زنګ وهي، او شايد محکمې ته مو وړاندې کړي، او يا سخته سزا درکړي.

'''رانیول:'''د پنجوایي په هره سيمه کي ډير دکانونه نسته که کولای سي د کندهار ښار څخه هر څه رانيسي، يا د پنجوايي ښاري بازار هلته هم هر څه د خوراک او څښاک لپاره موجود دي.

'''خوراک:'''د افغانستان تر ټولو زیات انار د پنجوايي او ارغنداب په ولسوالۍ کي دي، د انارو سره سره انګور، ګيرينګيچ، شفتالو، الوچه، او داسې نور هم پيدا کيږي، په ډوډۍ کې بانجان، پټاټې، بينډئ، د پسه او چرګ غوښي هم پيدا کيږی.

'''جیب خرڅ:'''په کندهار کې د يوې ورځې معمولاً ٥٠٠ افغاني د يو بهرني مسافر خرڅ راځي، خو که څوک پيژني يا د چا کره اوسيږي بيا شاوخوا ٦٠ يا ٧٠ افغاني کيږي.

'''خوب:'''د خوب لپاره د کندهار ښار ته بيرته تلاي سي، او يا د پنجوايي په ولسوالۍ کي شپه تيرولاي سي. خو پام مو وي که چيرې تاسې د خاکرېز دښتو ته ورواوښتلاست، نو بيا مو د امنیتي ځواکونو مرسته پکاريږي، کني نو دا غلطي ستاسو د مرګ سبب هم کيداي سي.

'''ارتباطات:'''په پنجوايي ولسوالۍ کې هره شبکه چي د افغانستان په سيسټم پورې اړه لري کار کوي. نو ددي خبرې فکر بلکل مه کوي

'''اینټرنټ:'''په دي ولسوالۍ کې انټرنېټ تر ډيره حده چي په دي ولسوالۍ کي ياست سم کار کوي.

'''امنیتی کچه:'''دا ولسوالۍ په ٢٠١٣ کي د امريکايانو د جنګ ميدان وو اد هغو لخوا دلته ډير خلګ په شهادت ورسیدل، کوم چې د حامد کرزي او د امريکايانو تر منځ دوستي لمنځه يوړل. خو اوسمهال يي امنیت ډير ښه او برابر دي.
==سرچينې او وېشنيزي==
[[Category:کندهار]]
[[Category:پنجوایي ولسوالۍ]]
[[Category:!Main category]]
[[Category:افغانستان]]
qi5sk8f0fnhnvvu8hdzxvaaac1a1yg4