عبدالرحمان مومند
From Wikipedia
رحمان بابا په ( ١٠٤٢ ) هجري کي په يوه غريبه کورنۍ کي زېږېدلئ دئ، په قوم مهمند او د پلار نوم يې عبدالستار دئ. دی په ( بهادر کلي ) کي اوسېدئ. عبدالرحمان په خپله زمانه کي يو صوفي مشربه سړی وو. ډېر شعرونه يې ويلي دي.
د رحمان بابا شعرونه د خلکو ډېر خوښ دي، خلک دده په شعرو باندي پالونه اچوي. رحمان بابا په ( ١١١٨ ) هجري کي مړ سوئ دئ.
رحمان بابا د دنيا کارونه نه کول. دی به تر يوې وني لاندي ناست وو او شعرونه به يې ويل چي د هغه کلي خلک تر اوسه پوري هغې وني ته د قدر په سترګه ګوري.
د رحمان بابا شعرونه ډېر ساده او اسانه دي. اخلاقي، ديني، اجتماعي او تصوفي شعرونه يې ويلي دي. دده د شعرو کتاب د ټولو پښتنو خوښ دئ او په لوړه سترګه ورته ګوري. د ده د شعر نمونه په لاندي ډول ده:
چي مـــــدام د بــــل و عيبو تــــه نــظر کړې
خــــدای د خپـــــله عيبـــــــه ولي بې خبر کړې
کــــه يــــــوه جـــودانه عيب وينې په بل کښي
هغه يو جودانه عيب به يې لـــــوی غـــــر کړې
کـــه دي خپــله ګنـــــاه لـــــويه لکه غر وي
پـــه حيــله حيـله بـــه غــــر د مچ وزر کړې
کـه څوک تــلــه د انصـــاف په لاس کښي در کړي
خــپل ټـــــټو او د بــل اس بــــه برابر کړې
تــــو لعنت دي پــــــه دا هسي مــــــنصفي شه
چــــي د حـــقه و بــاطل و تــــه ګـــذر کړې
تــــا تـــه رب د مـــلايــکو مــقام در کــــړ
تــــا دا خپــل صــــــورت پخپله ګاو و خر کړ
که دي يــــو وېښتـــــه د ځان د پاسه کوږ شي
ځــــان هغه ســـــاعت لـــه خدايــــه مرور کړې
د ځوانـــــۍ عمــــــر دي تېر کړ په غفلت کښي
پـــــه پيري کي بــــه څــــه زېرمه د محشر کړې
پـــه پــــــيري کښي د ځـــــوانۍ چاري نه ښايي
تــــه پـــه ورځ د عـاشــــورې به څه اختر کړې
لــکه بــــېخ د زړې ونــــي چـــينجي وخــــوري
پــه دا تــېر عمر بـــه څه ښاخ و ثمر کــــړې
دغـــــه بــاغ بــه دي خلاص نه شي له خزانـــه
کـــه چاپـــــېر ور ځني ســــد د سکندر کــــړې
و بــــد خواوو تــــه هيڅ څوک نصيحت نــــه کا
رحمان ستا په غم شريک دئ که بـــــــاور کـــړې