غازي امان الله خان
From Wikipedia
اعلی حضرت غازي امان الله خان
د افغانستان د خپلواکۍ ګټونکی |
|
د زېږېدو نېټه |
١ جون، ١٨٩٢ |
د زېږېدو ځای |
پغمان, افغانستان |
دحکمرانۍ موده |
٢٨ فېبروري, ١٩١٩ - ١٤ د جنوري, ١٩٢٩ |
مخکينی پاچا | |
وروستنی پاچا |
عنايت الله خان |
په قوم |
بارکزی |
د پلار نوم | |
د مور نوم |
سرور سلطان بېګم |
د ماندينې نوم | |
د مړينې نېټه |
٢٥ اپرېل، ١٩٦٠ |
د مړينې ځای |
زېوريخ, سويس |
غازي امان الله خان (زېږېدنه: ١ د جون، ١٨٩٢ - مړينه: ٢٥ د اپرېل، ١٩٦٠) له ١٩١٩ زېږيز کال نه تر ١٩٢٩ زېږيز کال پورې د افغانستان پاچا وه. امان الله خان د افغانستان هغه پاچا دى چې په ١٩١٩ زېږيز كال يې د خپل ملت په ملاتړ انګرېزان له هېواد څخه وشړل او يو خپلواك او سرلوړى حكومت يې جوړ كړ او په همدې توګه د افغانستان د خپلواکۍ ګټيالی بلل کېږي. د غازي امان الله خان د حکومت وختونه د افغانستان په تاريخ کې د يو بې ساري ولسواکۍ او ټولنيزو بدلونونو دوران و. امان الله خان په ١٣٠٩هـ. ق كال د كابل په پغمان كې زېږېدلى، دی د امير حبيب الله خان زوی، د امير عبدالرحمن خان لمسی، د امير محمد افضل خان كړوسى او د امير دوست محمد خان كودى دى. د امان الله خان مور سرور سلطان بېګم نومېده. کله چې په ٢٠ د فبروري، ١٩١٩ زېږيز کال کې دده پلار په د لغمان په كله ګوش کې شهيد شو نو په هغه وخت کې امان الله خان د کابل والي وه او د کابل د پوځ او خزانې ټول واک دده په لاس کې وه. پدې وخت کې امان الله خان په كابل كې پاچا شو او د خپلې پاچاهۍ له اعلان سره سم يې له انګرېزانو څخه د افغانستان خپلواكي اعلان كړه او د انګرېزانو پر ضد يې په ټول هېواد كې د خپلواكۍ د غزا ډول وغږاوه. نوموړي ډېر ژر د افغانستان د خلکو او قبايلو ملاتړ ترلاسه کړ او په همدې توګه لس کاله د افغانستان پاچا پاتې شو. اعليحضرت امان الله خان دې ته ډېر لېواله و چې هېواد يې پرمختګ وكړي او د نړۍ له پرمختلليو هېوادونو سره سيال شي، ده په همدې موخه د هېواد په بېلا بېلو ځايونو كې د نجونو او وړكيو ښوونځي جوړ كړل.
[سمادول] زده کړې
لومړنۍ زده كړې يې په شاهي دربار او بيا يې نورې زده كړې په حربيه مدرسه (حربيه ښوونځي) كې تر سره كړي. په پوځي زده كړه كې يې ځانګړى استاد هم درلود چې محمود سامي پاشاه نومېده. امان الله خان د خپل پلار په دربار كې زيات محبوبيت او مينه وال لرل. كله به چې امير چېرته په سفر لاړ، نو د خپل عادت له مخې به يې خپل مشران زامن په نوبت سره ځايناستي ګرځول او كله به چې امان الله خان ته نوبت ورسېد، نو له درباريانو سره به يې خورا غوره چلند كاوه، له بنديانو سره به يې ډېره نرمي كوله، او اّن كله به يې پټ ليده كاته هم ورسره كول او پر پوځيانو به يې ځانګړى پام و. همدا لامل و چې كله يې خپله پاچاهي اعلان كړه، نو په دربار كې له كومې ځانګړې ستونزې سره مخ نه شو. امان الله خان ډېر زغم درلود، هوښيار او مدبر سړى و، په ډېره صريحه او څرګنده لهجه يې خبرې كولې او كله به يې چې وينا كوله مقابل لورى به يې ډېر زيات تر خپل اغېز لاندې راووست. كله چې د امير حبيب الله خان د پاچاهۍ په دوران كې روڼ اندو د مشروطيت غورځنګ جوړ كړ، نو امان الله خان د همدې غورځنګ په فعاليتونو كې هم بشپړه ونأه واخيسته. د ځينو فعاليتونو له امله امير حبيب الله د همدې غورځنګ غړي بنديان كړل، نو اعليحضرت امان الله د خپلې پاچاهۍ په لومړيو ورځو كې له زندان څخه را خلاص كړل او په دې توګه يې غوښتل چې د همدغو روڼ اندانو له پوهې څخه د هېواد په پرمختيا كې كار واخلي. امان الله خان يو ځوان هېوادپال شخصيت و، چې د افغانستان د سمسورتيا او پرمختيا لپاره يې ډېرې هلې ځلې وكړې، خو له بده مرغه چې د پرمختيا او سمسورتيا په لار كې ورته يوه مكار دښمن كمين نيولى و او امان الله خان يې په دغه لار وړاندې تګ ته پرېنښود. امان الله خان د خپل پلار د مرګ پر اوومه ورځ ملت ته په وينا كې داسې وويل: “اى د افغانستان معظم ملته! ما د پلار د شهادت پر وخت د سلطنت وكالت په كابل كې پر غږړه درلود او اوس په هغه اصالت د امانت دروند بار متوكلاً او متعصماً پر غږړه اخلم. كله چې ستر ملت زما پر سر د پاچاهۍ جوغه كېښودله، ما عهد وكړ چې د افغانستان دولت به لكه د نړۍ نورو مستقلو قدرتونو د هېواد په داخل او خارج كې اّزاد او مستقل وي، د افغانستان خلك به د قانون تابع وي، بېګار او نور جبري كارونه به بند وي. دلته به ډېر اصلاحات راځي، چې هېواد په نړۍ كې خپل مناسب ځاى ومومي، زه به د “شاورهم فى الامر” پر اساس د هېواد چارې اجرا كوم، تاسې به د خپل دين او هېواد په چارو كې ډېر هوښيار اوسئ او په بيدارۍ به وطن ساتئ. زه تاسو، ټول اهل اسلام او ټول بني نوع انسان ته خير او سعادت غواړم.” كله چې اعليحضرت امان الله خان انګرېزانو ته د افغانستان خپلواكي اعلان كړه، انګرېزانو هېڅ غوإ پرې و نه ګراوه، نو ځكه اعليحضرت اړ شو چې د انګرېزانو په وړاندې د غزا او جهاد اعلان وكړي. افغان ملت په ډېر لإ وخت كې انګرېزانو ته ماته وركړه. انګرېزانو چالاكي وكړه، د خپلې شرمېدونكې ماتې د پردې كولو لپاره يې د سولې خبرې پيل كړې او د افغان غږزيانو د لا نورې پرمختيا مخنيوى يې وكړ. د هېواد د فرهنګ د غوړېدا په لړ كې د اعليحضرت امان الله خان لومړى ګام د امان افغان خپرول وو، چې لومړۍ ګنگه يې د ١٩١٩ زېږيز كال د اپرېل پر ١٢مه د عبدالـهادي داوي په مديريت خپره شوه. دغې خپرونې د خلكو د ذهنونو په روښانولو كې پوره ونأه واخيسته او هېوادوالو ته يې د وطن د پرمختيا لورى په ګوته كړ. د مطبوعاتو په برخه كې بيا وروسته په لسګونو نورې جريدې او مجلې خپرې شوې او په هر ولايت كې يوې جريدې خپرونې كولې. همدا وخت د ارشاد النسوان په نامه د ښځو يوه خپرونه هم وه. د قانون جوړلو په برخه كې امان الله خان د ١٩٢٢ زېږیز كال د فبروري پر ٢٩مه په جلال اّباد كې د ملت د٨٧٢ استازيو په ګأون لويه جرګه جوړه كړه، چې د افغانستان لومړنى اساسي قانون يې تصويب كړ. په اقتصادي برخه كې يې د صنايعو انكشاف ته پوره پام وكړ او په بانديني تجارت كې افغاني پيداوارو د نړۍ ماركېټونو ته لاره ومونده. په عمراني برخه كې نوي ښارونه جوړ شول او د كابل ښار له پخوا څخه څو چنده پراخ شو. د ولايتونو تر منځ لارې او سړكونو له سره جوړ شول او په لارو كې د مساپرو د هوسايۍ لپاره هوټلونه په كار ولوېدل. اعليحضرت افغان زده كوونكي د لوړو زده كړو لپاره بهرنيو هېوادونو ته په دې موخه واستول چې د هېواد په بشپړه اّبادۍ او سمسورۍ كې برخه واخلي. خو له بده مرغه ځينو شر غوښتونكيو د پاچا دغو ټولو ښو كارونو ته بل نوم او عنوان وركړ، پاچا ته يې سردرد او د پرمختيا د كارونو په وړاندې يې خنأونه جوړ كړل. كله چې اعليحضرت امان الله خان د هېواد د لا پرمختيا په هيله د ١٩٢٧ زېږيز كال په وروستيو كې د اروپا په سفر ووت او چې بېرته له سفره راستون شو د پاچا د اصلاحي كارونو په وړاندې خنأونه لا نور هم زيات كړل شول. او بيا د سقاو زوى اړى ګړى جوړ كړ. اعليحضرت و نه غوښتل چې په هېواد كې يې وينه تويه شي او د ١٩٢٩ زېږيز كال د جنوري په لومړۍ اوونۍ كې يې استعفاء وركړه او پر ځاى يې خپل ورور عنايت الله په پاچاهۍ وټاكه. خو د سقاو د زوى (حبيب الله كلكاني) په سر كې د پاچاهۍ نشه وه، ارګ يې محاصره كړ او اعليحضرت عنايت الله هم له پاچاهۍ لاس په سر شو. همدا مهال اعليحضرت امان الله خان د كندهار، له لارې ايران او له هغه ځايه بيا ايټاليې ته لاړ، هملته يې له هېواده لرې ژوند غوره كړ او ١٩٦٠ كال د اپرېل پر ٢٦مه يې له دې نړۍ سترګې پټې كړې. اروا يې ښاده
د اعليحضرت د وصيت له مخې د هغه جنازه افغانستان ته راوړل شوه او په جلال اّباد كې د خپل پلار د مرقد تر څنګ خاورو ته وسپارل شو.
Russia had recently undergone its Communist revolution, leading to strained relations between the country and the United Kingdom. Amanullah Khan recognized the opportunity to use the situation to gain Afghani independence. He led a surprise attack against the British on May 3, 1919, beginning the third Anglo-Afghan war. After initial successes, the war quickly became a stalemate as the United Kingdom was still dealing with the costs of World War I. An armistice was reached in 1921, and Afghanistan became an independent nation.
Amanullah enjoyed quite a bit of early popularity within Afghanistan and he used his influence to modernize the country. Emulating Reza Shah of Iran, Amanullah created new cosmopolitan schools for both boys and girls in the region and overturned centuries-old traditions such a strict dress codes for women. He created a new capital city and increased trade with Europe and Asia. He also advanced a modernist constitution that incorporated equal rights and individual freedoms. Unfortunately, this rapid modernization created a backlash, just as it had for Reza Shah in Iran, and a reactionary uprising known as the Khost rebellion was suppressed in 1924.
At the time, Afghanistan's foreign policy was primarily concerned with the rivalry between the Soviet Union and the United Kingdom. Each attempted to gain the favor of Afghanistan and foil attempts by the other power to gain influence in the region. This effect was inconsistent, but generally favorable for Afghanistan; Amanullah was even able to establish a limited air force consisting of donated Soviet planes.
After Amanullah travelled to Europe in late 1927, opposition to his rule increased. An uprising in Jalalabad culminated in a march to the capital, and much of the army deserted rather than resist. In early 1929, Amanullah abdicated and went into temporary exile to India. From India the ex-king travelled to Europe and settled in Italy, and later to Switzerland.
Amanullah Shah died in Zurich, Switzerland in 1960. Very few of his many reforms were continued once he was no longer in power.
[سمادول] دا هم وګورۍ
- Reforms of Amanullah Khan and civil war
[سمادول] باندنۍ تړنې
Preceded by: امير حبيب الله خان |
د افغانستان پاچا 1919 – 1929 |
Succeeded by: عنايت الله شاه |